-
د ابن خلدون مقدمه
د ابن خلدون مقدمه
د «ابن خلدون مقدمه» کتاب چې عبدالرحمن ابن خلدون لیکلی، په اتمه او نهمه هجري پېړۍ کې د اسلام پر ټولنیز او اقتصادي تاریخ بحث کوي. د دې اثر پښتو ژباړه تکړه او د لسګونو اثارو درلودونکي محمدزبیر شفیقي کړې ده،یو ټوک چې ټولټال نږدې په ۷۸۸ مخونو، دوو برخو او ۴۰ فصلونو کې راټوله شوې ده.دا اثر د ابن خلدون د تاریخ (کتاب العبر) مقدمه ده، چې په هغه کې پر مهمو موضوعاتو او مسايلو بحث شوی دی. کتاب العبر د نړۍ له مهمو تاریخي اثارو ګڼل کېږي، چې په اوو ټوکونو کې لیکل شوی دی. د ابن خلدون مقدمه وروسته خورا مهمه او مشهوره شوه، ان د یوه مستقل اثر ځای یې ونيو.د دې اثر یوه ستره ښېګنه دا بلل کېږي، چې نه یوازې په اسلامي نړۍ کې زیات لوستونکي لري، بلکې لا هم په لوېدیځ کې د اکاډمیکو بنسټونو یوه علمي او تاریخي سرچینه اوس هم په اروپا کې په تحصیلي نصاب او اکاډميکو مرکزونو کې دقيقه سرچينه شمېرل کېږي.د ابن خلدون په دغه اثر کې د تاریخ، جغرافیې، ټولنپوهنې، ټولنیزو اړیکو، تر نجوم او ستوریو پېژندلو پورې، د نړۍ د مذاهبو، تر لویو امپراتوریو پورې د عروج او زوال لاملونه، د بشر د تاریخ لوړې ژورې، علوم او اړیکې په داسې بڼه لیکل شوې چې لوستونکي د لیکوال پر نبوغ اعتراف او فکر ته هڅوي.د ابن خلدون مقدمه د شرق د تاریخ او د شرقي فرهنګ په اړه بډای اثر دی. موږ دې ته متوجه کوي چې اسلامي هېوادونه په تېره شرق څومره غني فرهنګ او تمدن درلود او څنګه اوس له زوال سره مخ شوی دی. د تاریخ لوستل تل درس راکوي، نو د ابن خلدون مقدمه مهم تاریخي درس دی.عبدالرحمن ابن خلدون د شرق مهمې تاریخي پېښې، د مسلمانانو حکومتونه، له غیر مسلمانو هېوادونو سره جګړې، تمدن، پرمختګونه، علوم، فنون، هنرونه، روایتونه او په ځینو مواردو کې یې د مسایلو پراخ تحلیل وړاندې کړی دی.؋550؋800 -
زما د دښمن دښمن
زما د دښمن دښمن
یاد کتاب د افغانستان په اړه د شوروي له یرغله د امریکې او ناټو تر وتلو د هندوستان پالیسي څرګندوي.
د افغانستان په سوله او جګړه کې د نوي ډيلي رول، له اوسني سرپرست حکومت سره د مخالفت پرځای تعامل او د پاکستان د کنټرول اړوند مفصل بحث شوی دی.
زما د دښمن دښمن کتاب ۳۸۴ مخونه، درې برخې او نهه څپرکي لري. په لومړۍ برخه کې د افغانستان او هند ترمنځ د بې طرفۍ او اړیکو تاریخ، فرهنګ او ولسونو په اړه خبرې شوې دي. په دوهمه برخه کې د پاکستان سره د دواړو هېوادونو د تګلارې په اړه خبرې شوې دي او په درېیمه برخه کې نوی ډیلی په افغانستان کې د ټولو ډلو سره د تعامل په لټه کې دی.
دغه اثر یو څېړنیز او تحلیلي اثر دی چې د نړیوالو چارو، تاریخ، سیاست او فرهنګ څارونکي او محققین ورڅخه د کره سرچینې په توګه کار اخیستی شي او هم د پالیسي جوړوونکو لپاره یوه جامع او وروستۍ منبع ده.
دغه کتاب په انګریزي ژبه اویناش پلېوال لیکلی او پښتو ژبې ته بسم الله مومند او ولي داد خوېشکي ژباړلی دی.
یاد کتاب تازه اکسوس کتابپلورنځي چاپ او خپور کړی او مینوال کولای شي د کابل ښار سربېره د هېواد په نورو لویو ښارونو کې یې هم له مشهورو کتابپلورنځيو ترلاسه کړي.
؋320؋400 -
پټه جګړه
پټه جګړه
پټه جګړه (۱۹۸۰م) کلونو کې د افغانستان د جګړې اصلي هسته، چې د دې جګړې لومړۍ مرحله یې هم ګڼلای شو، په اصل کې د امریکا او شوروي ترمنځ یوه استخباراتي شخړه او جنګ و. دغه جګړه لومړی د جیمې کارټر او تر هغه وروسته د رونالډ ریګن له خوا CIA ته د یوه رسالت په توګه ورسپارل شوې وه چې هدف یې هم له افغانستان څخه د «شوروي ویتنام» جوړول و. کله چې شوروي په (۱۹۸۹م) کې په افغانستان کې ماتې وخوړه او ځواکونو یې په وتلو پیل وکړ، نو په اسلاماباد کې د CIA مشر د امریکا په تاریخ کې د دې سترې استخباراتي جګړې د ګټلو د زېري په توګه مرکزي دفتر ته یو مشهور او لنډ پیغام واستاوه چې پکې لیکلي یې وو:«موږ وګټله!»
؋220؋300 -
د ادارې او مدیریت تشریخي قاموس
د ادارې او مدیریت تشریحي قاموس
د ادارې او مدیریت تشریحي قاموس کتاب د هېواد نومیالي لیکوال، ژباړن او استاد ښاغلي پوهاند بشیر دودیال وروستی چاپ شوی اثر دی چې د اکسوس کتابپلورنځي لخوا چاپ او بازار ته وړاندې شوی دی.
یاد تشریحي قاموس د ادارې او مدیریت په برخه کې د سلګونو اصطلاحاتو د تعریف او تشریح ټولګه ده چې په اداري برخه کې د هرې برخې مدیرانو ته په ورځنیو رسمي چارو کې کره او کارېدونکې سرچینه ده.
یاد قاموس د اصطلاحاتو د انګلیسي اصطلاح ترڅنګ د هغه بشپړه پښتو محتوا تشریح کوي.
ټول کتاب یوه سریزه، ۳۲۰ مخونه لري او د اداري اصطلاحاتو د تشریح ترڅنګ د دې څانګې د ډېری مطرح پوهانو ژوندلیکونه او اثار یې هم د پېژندنې په موخه په کتاب کې درج شوي دي.
؋270؋340 -
ستر سکندر او یونانیان د ننني افغانستان په سیمه کې
ستر سکندر او یونانیان د ننني افغانستان په سیمه کې کتاب یو تاریخي اثر دی چې د سکندر مقدوني او نورو یونانیانو په اړه د ننني افغانستان سیمې ته د هغوی د راتګ، کړنو، سیاست او حکومت په اړه تاریخي بحث کوي. دا څېړنیز اثر یوه سریزه، اړین اصطلاحات او لسګونه محوري مطالب لري. د کتاب ټوله منځپانګه همدا ده چې سکندر څنګه افغانستان ته راغی، علت یې څه وو، د یونانیانو په راتګ سره څه پېښ شول، همدارنګه دغه بهرنی حضور څنګه پای ته ورسېد او تر ننه یې افغانستان او سیمې ته .کوم تاریخي، نظامي او فرهنګي اثار پر ځای پرېښي دي د کتاب لیکوال په کابل کې د مخابراتو او ټیکنالوژۍ د انستیتوت پخوانی استاد او د ملګرو ملتونو د سازمان پخوانی مامور دی. د لیکوال د دې لیکنې موخه او هیله دا ده چې د افغانستان اکاډمیک بنسټونه له دې اثر څخه د یوې کره او مهمې تاریخي سرچینې په توګه کار واخلي او د تاریخ پوهاوي او بډاینې یوه باوري مرجع په توګه وکارول شي.
؋200؋250 -
-
انسان دمانا په لټون
- ISBN: 9789936653542
- Book Author: ویکټور فرېنکل
- Transaltor: میراحمد یاد
- Publisher:اکسوس
- Print Year:2021
؋130؋170 -
نومښود (ښه نوم په مور او پلار د اولاد حق دی)
- ISBN: 9789936653535
- Book Author: پوهنیاره محموده تقوا میلاد
- Publisher:اکسوس
- Print Year: 2021
؋180؋240 -
دکرزي کورنۍ اودافغان غميزه
- ISBN:9789936626409
- Book Author:جاشوه پارټلو
- Publisher:اکسوس
- Print Year:1396
؋270؋351 -
موخی اهداف وټاکی چی بریالی شی
- ISBN:9789936626393
- Book Author:برایان تریسی
- Publisher:اکسوس
- Print Year:1396
؋200؋260 -
د اغیزناکو خلکو ۷عادتونه
- ISBN:9789936653047
- Book Author:سټیفن کو وي
- Publisher:اکسوس
- Print Year:2019
؋250؋325 -
د لوی فکر جادو
- ISBN:9789936626928
- Book Author:ډیویډ شوارتز
- Publisher:اکسوس
- Print Year:1400
- Edition: درېیم
؋180؋230 -
-
مفسد ناول
- ISBN:9789936653498
- Book Author:ایمل پسرلی
- Publisher:اکسوس
- Print Year:1399
؋170؋230 -
د مارشال شاه ولي خان زما خاطرې
- ISBN:9789936653146
- Book Author:شاه ولی خان
- Publisher:اکسوس
- Print Year:2019
؋120؋156 -
بریالی خلک څنګه وده کوی
- ISBN:9789936653122
- Book Author:جان مکسوېل
- Publisher:اکسوس
- Print Year:2019
؋150؋195 -
د افغانستان دولتي پوهنتونونه
- ISBN:9789936653115
- Book Author:حمید الله حمیدي
- Publisher:اکسوس
- Print Year:2019
؋150؋195 -
جان کیري هره ورځ غنیمت ده
- ISBN:9789936653108
- Book Author:جان کیری
- Publisher:اکسوس
- Print Year:2019
؋550؋715
