fbpx
ایکیګای څنګه د اوږده او خوشحاله ژوند راز دئ؟ په کتاب کي د اوکیناوا د سیمي د خلکو د اوږده ژوند له دوو لویو رازونو څخه یو راز ګډ ژوند کول، یو له بل سره همکاري او مرسته ده، چي دې چاري ته حدیث کي "صله رحمي" ویل سوې ده او رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي، چي صله رحمي عمر اوږدوي. د ژوند خاتمه د الله تعالی په اراده کي ده، خو که تاته الله تعالی ۹۰ کاله ژوند درکړی وي او ته د خپل ژوند سره بې احتیاطي کوې، نو له شپېته کلنۍ څخه تر ۹۰ کلنۍ پوري به دېرش کاله ژوند په بستر کي په ناروغی درباندي تېر سي. ایکیګای کتاب کوښښ کوي، چي که تاته الله ۹۰ کاله ژوند در کړی وي، نو د مرګ تر وخته څنګه روغ رمټ او خوشحاله ژوند ولرې. دې ته موږ خوشحاله او اوږد ژوند وایو، چي د ایکیګای په مټ لاسته راځي. ډاکټران په دې باور دي، هغه خلک چي د ناروغۍ پر بستر پراته وي، خو تر روغتون دباندي یو اړین کار لري، لکه د باغ روزل، د اولادونو نفقه، د پوهنتون درسونه او یا کوم بل څه، نو دغه ناروغان تر نورو خلکو ژر جوړيږي، ځکه دوی تر روغتون دباندي د ژوند یو ایکیګای لري، یعني داسي یوڅه چي په دوی کي د ژوند امید پیدا کوي. په ایکیګای کي د اوږده عمر لرلو نور رازونه سهار وختي پاڅېدل، لږ خوراک کول، کرار خوراک کول او کار کول ښودل سوي دي، دا هغه څه دي چي موږ ته یې دین، ساینس، څېړني او ډاکټران هدایت کوي. ایکیګای کي دا هرڅه د سل کاله عمر لرونکو خلکو په خوله ذکر سوي. د پرمختګ، قوت، پیاوړتیا، خوشحالۍ او اوږده ژوند همدا رازونه سلګونه او زرګونه واره موږ ته دین ښودلي او ډاکټرانو يې هم سپارښتنه کړې ده، خو ایکیګای يې د خلکو په خوله د ښه پاخه ثبوت په شکل راته ښکاره کوي. کتاب خوندور دئ، ژوند جوړونکی دئ، د هر سړي او هر مسلک والا لپاره اړین دئ. مطالعه یې کړی؛ خوشحاله، اوږد او لوی ژوند ولری
Aliullah Mutawakil (علي الله متوکل)
Author · Motivational speaker · Personal Coach
د اسلام سیاسي ماته!!! د عنوان لېدو سره شخص هېښ کړي!!هغه ځکه چې اسلام او ماتېدل،هو ماتېدل خو داسلام نه بلکې د اسلامپالو. اسلام سیاسي ماته کتاب فرانسوي لېکوال (اولیویه روه) لېکلئ پښتو ژبې ته یې ژباړه ښاغلي زبېر شفیقي صاحب کړې،کتاب باندې ځینې نېوکې هم کېدائ شي او ځینې حقیق هم پکې شته دي. نېوکه یې پر دې ده چې اسلام یې د یو فرانسوي لنظره مطالعه کړئ او مسایل یې د یوې اسلامپالې سیاسي څخه راخیستي دي لکه د امیر ټاکل او همداشان د شورا جوړولو په اړه نوموړي د ځینو ډلو شرطونه راخیستي دي چې د هغوئ له ډلې یو شرط تقوا ده لیکول نېوکه لري چې تقوا داره سړئ یو ملت ته پرمختګ نشي ورکولائ،او دا د اسلام سیاسي یو ماته ګني خو هغه خبره ندئ چې د تقوا تر څنګ نور شروط لکه سیاسي پوهه،اهلیت،شریعت پلې کېده ځواک تقوا..... لېکوال د اسلامپالو ډلو ماته د اسلام ماته ګڼلې ده تر ډېره حده یې دا تطیق مرحله باندې پرېکړه کړې ده،نه ده اېدیالوژۍ جوړښټ،پرمختګ ورکول تطبیق کول. لېکول ځینو واقعیتو ته هم یادونه کړې ده چې د اسلامپالې ډلې یې لري د هغوئ د ماتې سبب ګرځي لکه د اسلام څخه بېل تعریف(تصوف،اسلاف،دېوبند،وهبیان،تشیع)د دوئ ترمنځ ډېرو مواردو کې اختلاف،ښه مثال یې د ښځو تعلیم کار سیاسي اجتماعي فعالیتونه دي. روه ترډېره برېده غرب ته پوهاوئ ورکړئ چې نور د اسلام وېرې څخه زړه خاطر جمع کړي،هغه له دې لامله چې داخل کې اسلامپال خپل د یو لاړ زیاتو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي،یوې بلې ډلې پښو وهلو ته ناست دي چې ښه مثالونه یې د اېران اسلامي انقلاب څخه په وېرې سعود وهابي په افغانستان کې سنیانو حمایت،اېران له دې درس اخېستلو سره شمالي سنیانو ته خپله لمن خواره کړه تر څو یې د عرب له اغېزو څخه خوندي وساتي. کتاب کې ځینې پېغوریزې کلمې راځي. * اسلامپال/اسلامي هېوادنو هېڅکله یو ځواکمن سیاسي اقتصادي ځواک نه شي کیدائ،دلیل یې دا دئ چې شریعت له دوئ څخه د تفوا غوښتنه کوي او تقوادر شتون نلري مجبور دي چې اسلامي هېوادنو مارکسېزم لېبرالېزم ته مخه کړي. * اسلامپالو د نشنالېزم په مقابل کې مات شوي دي هر اسلامپال جهادي مشر د خپل قوم عصبې څخه ځانته یو ګوند جوړکړئ چې دا حالت د اسلامي شریعت سره تکړ لري ځکه چې اسلام سرحد نه پېژني نېشنالېستي خو لا څه چې د دا معنا ورکوي چې اسلامپال سېکولرېزم او دیموکراتیک کېدو ته روان دي.
شتمن پلار نېستمن پلار د #رابرټ کیوساکي پنځول شوی اثر دی. شتمن پلار او نېستمن پلار؛ ځوان لیکوال او ژباړن #میراحمد یاد په ډېره ساده او روانه ژبه پښتو ژبې ته ژباړلی دی، د #اکسوس خپرندویه ټولنه یې د کتاب مینوالو او لوستوونکو ته په پښتنه مینه وړاندې کوي. د دې کتاب محتوا او منځپانګه په ټوله کې په دې را څرخي، چې موږ څنګه خپله مالي پوهه لوړه کړو ترڅو د ورځني ژوند له کوچنیو او لویو ستونزو سره مخ نشو/ ځان خلاص ترې کړو!؟ کتاب موږ ته هغه لارې چارې را ښيي چې موږ سره د مالي ستونزو په حل کې مرسته کولی شي. _ شتمن پلار او نېستمن پلار؛ دوه هغه مختلف فکرونه او نظرونه دي، چې موږ ته د مالي پوهې او مالي نبوغ په باب درسونه راکوي، چې دغه درسونه د ټولنې د هر کس لپاره ډېر مهم او ګټور دي. د بېلګې په توګه: ( نېستمن پلار: ښه درس ووایه چې په ښه شرکت کې دنده پیدا کړې. شتمن پلار: ښه درس ووایه چې د اخیستو لپاره ښه شرکت پیدا کړې. ) _ تاسو به ډېر خلک لیدلي وي، چې ښې زده کړې به یې کړې وي، په لوړ معاش او په ښه موقف به دندې ترسره کوي، خو بیا به هم له ډېرو مالي ستونزو سره لاس او ګرېوان وي. د یوې میاشتې معاش به یې د میاشتې تر پایه پورې نه رسېږي، پوروړی به وي، وده به نه کوي او په همدې ډول له ډېرو مالي، اقتصادي او ذهني فشارونو سره به مخ وي. پوهېږئ د دغو کسانو ستونزې څه دي؟ د مالي پوهې او نبوغ نلرل، یوازې د پیسو لپاره کار کول، پر خپل ځان او وړتیا د پیسو نه مصرفول، د زده کړو نه کول ... . _ تاسو به ډېر داسې خلک پېژنئ، چې کله خپل معاش واخلي نو تر هر څه دې مخه لومړی پرې خپل پورونه پرې کوي چې کله له دې وزګار شي، نو ګوري چې ده ته هېڅ پیسې نه دي پاتې. شتمن پلار او نېستمن پلار وایې، چې لومړی ځان ته پیسې جلا کړئ او وروسته بیا پرې خپل پورونه پرې کړئ. _ نن سبا ډېری خلک پانګوونې نه کوي، د اړتیا د پوره کولو لپاره یوازې د پور په باب فکر کوو، دا خبره د لنډ مهال لپاره ښه ده، خو وروسته بیا ستونزې جوړوي. د پانګونې په ارزښت او اهمیت مو پوهوي. _ مالي پوهه چې نه وي زیاتره وخت هڅه کوو، چې په مروجو اصولو ژوند برابر کړو، لکه ډېر کار کول، پور اخیستل یا له اړتیا زیاته مالیه ورکول. _ ډېری خلک دندې د پیسو ګټلو لپاره کوي/ پیسو ته کار کوي، خو د دې کتاب په لوستلو سره به پوه شئ، چې د پیسو پر ځای باید زده کړو ته کار وکړو؛ مانا دا چې څومره کولی شئ کسبونه او مسلکونه زده کړئ او تل زده کوونکي واوسئ. _ د کتاب په لوستلو به موږ تر یوه حده له مالي پوهې د سمې ګټې اخیستنې پر ګټو پوه شوو. _ په دې به پوه شوو چې موږ تل باید د زده کړې په حال کې واوسو، هېڅکله هم د یوه کار د پيل لپاره ناوخته نه ده. _ د مالي پوهې او نبوغ په ارزښت، اهمیت او کټو به پوه شئ او هغو خلکو چې په خپل ژوند کې پلې کړې، د ژوند په ډول به یې خبر شئ. _ د نور خلکو په کارونو کې د بې ځایه لاس وهنې پر ځای خپلو کارونه سره کار لرل او ورته پام کول به زده کړئ. _ پیسو ته کار مه کوئ، زده کړو ته کار وکړئ؛ دا مفکوره به راکړي، چې موږ تل باید د ځان جوړولو په هڅه کې واوسو. پیسې به کله وي او کله به نه وي، خو هغه شی چې زموږ لپاره پیسې ګټلی شي، هغه زموږ ذهن، شته استعدادونه، کسبونه ... به تل زموږ سره وي. که غواړئ چې په دې او دې ته ورته نورو ګټورو موضوعاتو ځانونه خبر کړئ او تر یوه حده د پیسو په سم مصرف باندې پوه شئ، نو شتمن پلار او نېستمن پلار کتاب حتمن وپېرئ. #په پای کې ډېره زیاته مننه کوم، د ځوان او تکړه لیکوال او ژباړن #میراحمد یاد څخه چې تل یې د پښتنې ټولنې لپاره ډېر ګټور او مهم کتابونه پښتو ژبې ته ژباړلي دي، کور یې دې ودان وي، علم او پوهه یې دې لا ډېره شي او قلم یې دې تل روان او تاند وي. #ځای لري چې د #اکسوس خپرندویې ټولنې څخه هم مننه وکړو، چې تل یې د پښتنې ټولنې د را ویښولو او د دوی د پرمختګ لپاره ډېر ګټور کتابونه د چاپ په ګاڼه سمبال کړي. خپلې خبرې به په دې سره راټولې کړم چې: #تل دې وي سوله په ټوله نړۍ کې، سره یو شئ دا مو شعار دی!!! پای ١٤٠١/٢/٢٨ _______ ✍: مطیع الله صاحب زاده
ته چې ومرې څوک به ژاړي؟ د کتاب لیکوال د لسګونو لیکلو اثارو خاوند، روبېن شرما دی، شرما داسې یو لیکوال چې یو اثر یې په اوسني عصر کې له پنځه میلیونه ټوکه زیات پلورل شوی دی. روانه او فصیحه ژباړه یې ښاغلي میراحمد یاد کړې ده. د کتاب عنوان چې څنګه ټاکل شوی دی په لومړي درس کې لیکل شوي دي، چې (کله موږ دې نړۍ ته راغلو موږ ژړل او نورو خندل، خو داسې ژوند باید وکړو چې کله مړه شو، موږ وخاندو او نور خلک وژاړي.) کتاب پر فردي ودې، له نورو سره په ښو اړیکو، د ژوند د موخو پېژندلو، له چاپیریال زده کړه او اغېزې یې او همدارنګه بېلابېل ١٠١ خوندر درسونه لري چې ټول په ١٦٦ پاڼو کې خلاصه شوي دي. دا چې ځینو وروڼو او خویندو یې پخوا هم د دې کتاب لنډیزونه وړاندې کړي دي، نو زه خبرې نه اږدوم او تاسو ته مې یو څو کوچنۍ خو له مفهوم لویې لیکنې له کتاب راټولې/نچوړ کړې دي. ډیوډ سټار جوردن وایي: حکمت دا دی چې څه وکړو، مهارت دا دی چې څنګه یې وکړو او فضیلت دا دی چې ویې کړو. موږ زیاتره په دې پوهېږو چې د ښه، خوشاله او روغ ژوند لپاره څه وکړو. روبېن شرما بیا وایي زیاتره خلک وایي چې(علم قوت دی.) خو زه دا نه ورسره منم؛ علم قوت نه دی؛ علم بالقوه قوت دی او قوت هغه وخت ترې جوړېږي چې عمل پرې وشي. بوکر ټي واشنګټن وایي:( ما دا زده کړي چې بریالیتوب په اوسني مقام او موقف نه اندزه کېږي، بلکې په هغو خنډونو اندازه کېږي چې د دې بریالیتوب په لاره ترې انسان راتېر شوی دی.) د کتاب لوستلو په اړه فرانسس بیکن وایي: (ځینې کتابونه باید وڅکل شي، ځینې باید له ستوني تېر شي او لږ باید وژول او هضم شي.) ما چې کله دا کتاب پیل کړ نو ما پورته دریمه تګلاره وکاروله او ټکي په ټکي مې ولوست، نو تاسو باندې مې هم لورینه لازمه وګڼله. کتاب خوندور او نه ستړي کېدونکي موضوعات لري چې په لوستلو به یې لوی توپیر په ځای کې ووینﺉ. ښه مطالعه ولرﺉ!
مطالعه د روح خواړۀ دي، کله نا کله له يو داسې کتاب سره مخ شو چې په ژوند ژوره اغېزه وکړي، يواځنی کتاب چې د ژور بدلون چانس پکې شته هغه «الله تعالیٰ ته لار» دی، ياد کتاب مولانا حافظ ذوالفقار احمد نقشبندي - حفظه الله -ليکلی چې پښتو ژبې ته ذاهد جلالي ژباړلی دی، د چاپ وياړ یې د اکسوس خپرندويه ټولنه لري. دا کتاب خدای ته د لار موندنې يو عملي لارښود دی، دغۀ لارښود کې له قرآنکريم، نبوي أحاديثو او د أولياء الله - رحمهم الله - مجربو نسخو څخه استفاده شوې ده. الله (جل جلاله) سره اړيکه او هغۀ ته رجوع کول د هر کار د بنسټ هغه تيږه ده چې له اېښودو وروسته یې هر کار اسانېږي. ليکوال په لومړي سر کې په ولايت بحث کوي، او وايي چې ولايت دوه ډولونه لري، لومړی هغه یې عمومي ولايت دی چې هر مسلمان ترې برخمن دی، دويم خصوصي ولايت دی چې دا په رياضت او تمرين ترلاسه کېږي، ددې لپاره اړينه ده چې مسلمان د سلوکو لاره خپله او په دې لاره کې په يو لړ شرائطو عمل وکړي. تر ټولو لومړی او اساسي شرط د نيت سمول دي، ځکه نيت د ټولو اعمالو سرچينه ده، بيا وايي چې سالک بايد همېشه په اودس و اوسي، په دې اړه د رسول الله (صلی الله عليه وسلم) دا وينا راوړي: لا يُحَافِظُ علیٰ الوُضُوءِ إلا مُؤمِنٌ يعنې همېشه په اوداسه باندې يواځې مؤمن شخص ګرځي. درېيمه ضروري خبره د مسنونو دعاګانو پر خپل وخت لوستل دي، کله چې بنده په يادو دعاګانو همېشه والی وکړي، د رب پر وړاندې به د ستر مقام څښتن شي. بله مهمه موضوع داده چې هر کار د سنتو مطابق وشي او د سنتو له مخالفت ځان وژغورل شي، د آذان اورېدل او الفاظ یې تکرارول، فرض لمونځونو ته ځانګړې پاملرنه کول چې ددې په ضمن کې د نوافلو لمونځونه هم راځي، د قرآنکريم ورځنی تلاوت روحي سکون پيدا کوي، همدا راز يوازې توب کې له الله تعالیٰ دعا غوښتل ضروري ده، نفلي روژې نيول د تقوا ستره علامه او نښه ده، د شکر، صبر، په تقدير راضي کېدل، د چا زړه نه ماتول او نرم مزاجي خپلول هغه خبرې دي چې بايد یې سالک له پامه ونه غورځوي، د الله تعالی په تقدير بايد مسلمان راضي وي، له حرامو ډډه، د خپلوۍ پالل او د خلکو دعاګانې اخيستل په ژوند کې برکت رامنځته کوي، له بيت الله سره مینه کول ددې لامل کېږي چې رب دې بنده ته د حج وياړ ور په برخه کړي، له بې فائدې کارونو ځان ساتل، معمولاتو ته پاملرنه کول، ډېر ذکر او د ګناهونو پرېښودل هغه څۀ دي چې د رب رضا پرې ترلاسه کېږي، بيا ليکوال د علم په ترلاسه کولو هڅونه کوي او ددې بيان کوي چې مسلمان باید د ګناه له ټولو کارونو ځان وژغوري، ځکه ګناهونه دي چې د بنده او رب ترمنځ پردې رامنځته کوي، کله چې يو بنده په پورته شرائطو ځان برابر او عیار کړ د خصوصي ولايت درجې ته رسېږي او په نتيجه کې د الله تعالیٰ ولي او دوست ګرځي، او د معنوي ژوند څخه برخمن کېږي. ياد کتاب په ټوله کې په معنوياتو ليکل شوی، که غواړی چې خوشاله او آرام ژوند مو په برخه شي ياد کتاب ولولئ او په خپل ورځني ژوند کې یې عملي کړئ.
Sami Saeed (سعيد)
Designer
دا کتاب د امريکايي ليکوال،مشاور او ويناوال ډارن هارډي آثر دی چې پښتو ژبې ته میراحمد یاد ترجمه او اکسوس خپرندويې ټولنې چاپ کړی دی. د کتاب ژبه روانه او موضوع يې ډېره ساده او د هر چا د پوهېدو وړ ده. دا کتاب زموږ په ورځني،کاروباري،کورني او ټولنيز ژوند کې د برياليتوب او د ښه شخصيت جوړولو يو ښه لارښود او ملګری دی. انسان په ژوند کې د انتخاب ټاکلو، د عادت جوړولو،د اړيکو ساتلو او ټینګولو،حرکت کولو او په ژوند کې د چټکتيا زياتولو... سره مخ کېږې. او همدا کارونه دي چې د يو چا د کاروباري،شخصي او ګډ ژوند برخليک ټاکي. مرکب اغېز لومړی لوستونکي ته د انتخاب پر اغېز،ارزښت او د ښه انتخاب په اړه لارښوونې او سپارښتنې کوي، او دا ورښايي؛چې ټاکنه او انتخاب په ژوند کې څومره مهم او ارزښتناک دي، او يو شمېر هغه انتخابونه چې موږ يې هېڅ او بې‌مانا شمېرو که مرکب يې کړو اغېز يې څومره زموږ پر ژوند فوق العاده کېږې. ډېری خلک له خپلو بدو عادتونو څخه رنځ وړي او د پرېښودو پر لارو چارو يې نشې برلاسي کيدلی. مرکب اغېز لوستونکي ته د خپلو بدو عادتونو چې د دوی د برياليتوب مخه يې نيولې د پرېښودو، او پرځای يې د ښو عادتونو د جذبولو چې خپلو هيلو او موخو ته پرې ځان ورسوي ډېر ښه تکتيکونه او لارښوونې ور زده کوي. مرکب اغېز د هغو کسانو لپاره چې له خپلو اړيکو او د ورځنيو کارونو ترسره کولو څخه ناخوښه او ناهيلی وي يو روحیه او ډاډ ورکوونکی لارښود او ملګری دی. مرکب اغېز لوستونکي ته د اړيکو ساتلو او ملګرتیا پاللو بنسټيز اصول ور زده کوي او ددې سره،سره د هغه کارونو د ترسره کولو چې دی پرې خپل شخصي او کاروباري ژوند کې د پرمختګ لوړو پوړيو ته ځان رسولی شي بنسټيز اصول او ژوند بدلونکي ستراتيژۍ ور زده کوي. دا کتاب ځينې نورې ښېګڼې هم لري. که لوستونکي په دې کتاب کې راغلي اصول په ژوند کې عملي کړي باوري يم چې د ځان لپاره به يو خوندور او ښايسته پای برابر کړي.

د افغان جګړې پټ تاریخ (۲۰۰۱-۲۰۲۱) کې راغلي: لووټ په افغانستان کې د یوې نوې جوړې شوې ودانۍ د پرانیستې مراسم یاد کړل او ویې ویل چې یو وخت مو هلته د پولیسو لپاره، په یوه وروسته پاتې ولایت کې یوه نوې کاري ودانۍ جوړه کړه. پر دغې ودانۍ ډېر مصرف هم وشو او د امریکایي انجنیرانو لخوا ډیزاین شوې وه چې د مخې په برخه کې یې زیاته ښیښه کارول شوې وه او ستر دهلیزونه یې لرل. لووټ وایي چې کله ده او نورو سیمه ییزو افغان چارواکو د پرانیستې په مراسمو کې په یوه غټه قیچي پټۍ پرې کړه او ودانۍ یې رسمآ پرانیستله، نو وایي چې د " پولیسو قوماندان د دروازې پر پرانیستلو نه پوهېده." هغه وایي:"موږ د ډیزاین په وخت کې افغانان نه وو په زحمت کړي او هر څه مو د امریکې په بڼه جوړ کړي وو، نو دغه قوماندان په ټول عمر د دروازې دا ډول لاستی او قلف نه وو لیدلی."هغه زیاته کړه:" دا صحنه زما لپاره د ټول افغانستان د صحنې او تصویر انعکاس و." یو بل ځای کې راغلي: د ځانګړو ځواکونو یو مشاور وایي:" یو ښوونځی به خالي پروت و، موږ به یې څنګ کې بل ښوونځی جوړاوه." هغه وایي چې محلي افغانانو به په زغرده او ډاګه ورته ویل چې "دوی ښوونځي نه غواړي. دوی غواړي په خپلو زامنو رمې وڅروي."

انسان د مانا په لټون

انسان د مانا په لټون کتاب مې ولوست. دا کتاب په ارواشننه او اروا درملنه لیکل شوی. په لومړۍ برخه کې د دویمې نړیوالې جګړې په جریان کې د بېلا، بېلو زندانونو کیسه او ورسره مل د زندانیانو اروپوهنه له ځانه سره لري. د کتاب له لوست وروسته کولای شو چې ډېری هغه موارد چې موږ ورسره سطحي برخورد کړې او زموږ ژوند یې ستونزمن کړې؛ څنګه یې پیژندلې او له منځه وړلای شو. د مقاومت او تداوم خوندور او عالي درسونه لري. د کتاب یوه څنډ کې راځي چې؛ اروا شننه تل پدې پړه ګڼل شوې چې پر جنسي اړیکو ډېر تمرکز کوي، ما ته دغه فکر ډېر پر ځای نه ښکاري، البته زما په نظر تر ټولو بده او خطرناک موضوع د سوچه جبر ده. له دې مې موخه دا لیدلوری دی چې انسان په ځان کې د هر ډول شرایطو پر وړاندې د درېدو هېڅ وړتیا او ظرفیت نه ویني. انسان بشپړ مجبور نه دی، بلکې دا پریکړه په خپله کوي. درنښت
دا کتاب هم دخیره چاپ شو، شخصاً زه ډېر په تمه وم، یاد صیب او موږ ټولو ته دې مبارک وی! انسان د مانا په لټون کتاب د ویکتور فرانکل اثر ده چې په ۱۹۴۶ کې چاپ شو. دا کتاب چې د فرانکل د ژوند دردوونکې خاطرې بيانوي او هم په بې زغمه ستونزو کې د ښکېلېدو سربېره د هيلو ، انسانيت او ازادۍ په لټه کې پاتې کېږي. فرانکل چې ارواپوه وو، د خپلو تجربو په اساس استدلال کوي چې موږ نسو کولای له رنځ نه خودداری وکړو بلکې کولای سو چې له هغه سره د مخ کېدو څرنګوالی وټاکو، په هغه کې مانا پیدا کړو او له ټاکلي موخې سره د ژوند مسیر ته دوام ورکړو. د فرانکل دا تئوری چې لوګوتِراپي یا درماني مانا نومېږي او خپله یې جوړه کړې، وایې چې په موږ انسانانو کې اصلي خوځنده نیرو، خوښۍ ته رسیده نه بلکې د هغو شیانو موندل او څېړل دي چې موږ یي په خپل ذهن کې مانا لرونکي ګڼو. دا فوق العاده بریالي کتاب د فرانکل تر مرګه پورې په ۱۹۹۷ کال کې تر لس میلیونه پورې خرڅ او ۲۴ ژبو ته وژباړل سو. که تاسو هم فکر کوئ چې سخت ژوند لرئ، یا راتلونکې مو روښانه نه وینئ، یا د ستونزو له لاسه تنګ شوي یاست او یا داسې نور، نو تاسو ته د دې کتاب د لوستلو وړاندېز کوم، ولولئ او د ژوند په مانا ځان پوه کړئ. د ياد کتاب پښتو بڼه ۱۵۲ مخونه لري او په داستاني توگه ټوله کيسه بيانوي. لوستونکي يې له اکسوس سربېره د کابل ښار له نورو کتابپلورنځيو هم ترلاسه کولای شي او د اونۍ تر پايه به د هېواد نورو مشهورو کتابپلورنځيو کې هم د لاسرسي وړ وي.
NikZad KatawaZai

Main Menu