-
د یوویشتمې پېړۍ تجارت
د یوویشتمې پېړۍ تجارت
په دې کتاب کې د کاروبار پیدا کولو او بازارمندلو په اړه مهم او اسانه لارې چارې ښودل شوی دی چې هر څوک څنګه کولی شی خپل تجارت او توکی په بازار کې وځلوی.
هو په دې به مو هم پوه کړی چې خپل تجارت جوړولو ته څه اړتیا ده او کوم تجارت غوره تجارت دی. په دې کې یوازې ستاسو د تجارت بدلېدل نه راځي، بلکې ستاسو بدلېدل هم پکې دي. او هم د تجارت پراخېدل اسانه لاره درته ښایی؛ هو د تجارت له پرمختګ سره تاسو هم باید پرمختګ وکړئ.
د پیسو ګټولو مسئولیت پر خپله غاړه واخلئ، که داسې ونه کړئ، د ژوند تر پایه به د نورو تر امر لاندې یئ. تاسو به یا د پیسو مشر یئ، یا د پیسو غلام ټاکنه ستاسو په لاس کې ده….؋140؋200 -
مصالحه اسلام،ولسواکي او لوېدیځ
مصالحه اسلام،ولسواکي او لوېدیځ
په مصالحه کتاب کې نور ارزښتمنو موضوعاتو تر څنګ تر یوه بریده د افغانستان پر جنګ او د دې هېواد پر سیاسي او امنیتي بې ثباتۍ هم غږېدلې. نوموړې د خپلو بحثونو په څرګندولو سره دا په ښکاره ټوګه په
ډاګه کوي چې د افغانستان په جګړه کې، د مجاهدینو په رامنځته کولو، افراطپالنې او اورپکۍ ته د هیواد په چمتو کولو کې تر ټولو اساسي رول د پاکستان نظامي حکومت او استخباراتو سرته رسولی.؋320؋400 -
د سیاسي اسلام ماته
د سیاسي اسلام ماته
د سیاسي اسلام ماته کتاب د فرانسوي لیکوال اولیویه روه اثر دی چې د اسلامي غورځنګونو پر فعالیتونو یې منتقدانه بحث کړی دی.ددې کتاب په لوستلو سره کولای شو چې د اسلامي غورځنګونو د ځوړتیا او نه پیاوړتیا لاملونه وپېژنو او دا لاره ومومو چې څنګه کېدای شي چې اسلامېزم د نړیوال نظم یوه مطرح برخه شي او د وضعي قوانینو په متورم بازار کې شریعت خپل حاکمیت وساتی شي.
؋220؋300 -
ته ګټونکی یی
- ISBN:9789936626010
- Book Author:شیوکهرا
- Publisher:اکسوس
- Print Year:1398
؋180؋250 -
-
ابراهام لېنکن
د ابراهام لېنکن ژوندلیک
د امریکایي ولسمشر او منلي رهبر ابراهام لېنکن د ژوند، اند او سیاسي مبارزې په اړه لیکل شوی کتاب چاپ شو.
لېنکن د امریکا متحده ایالاتو هغه ولسمشر و چې د ده د اقتدار پرمهال په هېواد کې یې کورنۍ جګړه ونیښته چې د متحدې امریکې ساتنه یې ننګوله خو د لېنکن سیاست او حکومت وتوانېده چې یاد کړکېچ رهبري او مدیریت کړي او په پایله کې یو ټولمنلی، ولسواک او د ټولو اتباعو د مساوي حقونو څخه برخمن نظام برقرار کړي.
د لېنکن د میراث په اړه فردریک ډوګلاس وایي چې نوموړي دوه ماموریتونه ښه ترسره کړل یو متحده امریکا یې تر شا پرېښوده او بل خوا یې د غلامۍ دا لوی بشري جرم له دې جغرافیې څخه پاک کړ.؋80؋100 -
-
الهي مینه
الهي مینه
الهي مینه کتاب د الله ج په معرفت کې د تفکر یو اثر دی چې نامتو هندي څېړونکي وحید الدین خان لیکلی دی
په دې اثر کې له الله ج سره د مینې، معرفت او اطاعت اړوند مطالبو په اړه بحث شوی دی څو لوستونکی لا وکولای شي د الله ج په مخلوق کې فکر وکړی شي او هم د ښېرازیو له درک څخه خپله مینه او شکر پر ځای کړي.
د کتاب لیکوال په معیاري څېړنو سره په اسلام کې څه باندې ۲۰۰ عنوانه کتابونه لیکلي دي او تر ډېره د سولې او دیني دعوت په برخه کې یې یادې څېړنې متمرکزې دي.
د نړۍ مخکښ پوهنتون جورج ټاون نوموړی مصلح څېړونکی د اسلامي نړۍ د ۵۰۰ اغېزناکو شخصیتونو په ډله کې شمېرلی دی.؋120؋150 -
شېرشاه سوري
شیرشاه سوري تاریخي ناول
شیرشاه سوري تاریخي ناول د افغان شیرشاه سوري پاچا په اړه چې څو پېړۍ مخکې یې د هند په لویه وچه کې د خدمت، عدالت او دیانت زعامت برقرار کړی و، په اړه لیکل شوی تاریخي ناول دی چې د نوموړي په پېژندنه او کارنامو متمرکز تاریخي داستان بیانوي.
کتاب ۶۰۸ مخونه، یوه سریزه او ۱۷ څپرکي لري.
لیکوال په سریزه کې یادونه کوي چې دغه اثر د نوموړي ویاړمن افغان ټولواک په اړه یو نوی او تر ډېره بریده جامع اثر دی چې لوستونکو ته به د خپلو رښتینو اتلانو په پېژندنه او هم اېډیال کېدو کې مهم واقع شي.
سربېره پر دې به اکاډمیک بنسټونه هم وکولای شي چې د یوه کره تاریخي سرچینې په توګه او همدارنګه د هنر مینوال او مسوولین هم کولای شي د دغه شخصیت په اړه یو غوره فلم جوړ او د ټولنې د افکارو د اسانه تنویر په موخه ترې اغېزناکه ګټه پورته کړي.؋380؋560 -
the OFFICIAL GUIDE to the TOEFL iBT Test 6th Edition
Official Guide to the TOEFL iBT Test, Sixth Edition
Preparing for the TOEFL exam? Why not study with the only guide on the market that contains real TOEFL questions pulled from recent exams? The Official Guide to the TOEFL iBT Test is most complete and reliable guide to the test that is used to meet English-language proficiency requirements at more than 10,000 institutions worldwide. This updated sixth edition includes real TOEFL questions for practice, as well as explanations of every section of the test and information on what is expected for every speaking and writing task.
You will learn how to construct a proper answer and how to integrate speaking, listening, and writing skills to demonstrate college-level English proficiency. The accompanying online content includes four authentic TOEFL practice tests just like the one you will encounter on test day.
The Official Guide to the TOEFL iBT Test, Sixth Edition Features:
• 4 full-length practice TOEFL tests (available in the book and online for download)
• Hundreds of authentic TOEFL test questions and essay topics
• Test-taking strategies directly from the test maker
• Answer keys, self-scoring guides, and more؋600؋800 -
Professional English Grammar
-
Professional English Grammar (PEG)
Professional English Grammar (PEG) is a complete grammar guidebook which includes intermediate and advanced topics and rules. It is of immense help to all the university and school teachers and students of the English language because plentiful examples, steps and rules are given for clarification. It is proven to be an absolutely up-to-date source of grammar for those English language learners who need to learn practical usages of grammars. After reading this book, you will thoroughly learn:
Parts of speech (nine types, subtypes and differences with practical examples)
Tenses and aspects (all types, rules, usages and differences between the two)
Active voice and passive voice (types, rules and usages of the passive voice)
Direct and indirect speech (rules, examples, exceptions and amplifications)
Phrases (parsing sentences, all types and usages with practical examples)
Clauses (structural types, subtypes, differences, functions and practices)
Sentences (parts, types, differences, clear examples and clarifications)
Verbal’s, fronting, inversion, pro-forms and ellipsis (rules and usages)Professional English grammar (PEG), the book you never knew about, is a reliable reference book, and is ideal for both classroom use and self-study.
؋300؋350 -
-
فضا او کائنات
-
فضا او کائنات
په هره سیاره او هر آسماني کایناتي ښکارنده کې د الله پاک مخلوق خامخا شته چې موږ پر دوی نه یو خبر او دوی پر موږ.
یو حکمت د مشتري دا هم دی چې له موږ څخه د سماوي قاتلو اجرامو او شهابونو پر وړاندې کلکه دفاع کوي! یانې هره بلا چې زموږ پر خوا راځي او مسیر یې له مشتري سره نږدې وي – نو بلکل نشي ترې راتېرېدلای، بلکې برمته کوي او بندي کوي یې، د ځان تابع یې ګرځوي او بیا یې (د نورو نهه اویا [۷۹] سپوږميو په توګه) له ځان څخه طواف ته اړباسي.
د فضا او کاینات کتاب له متن څخه
؋100؋150 -
-
د اغزیو ګرېوان
-
د اغزیو ګرېوان
دا کتاب د لنډو کیسو په فورم کې هغه داستاني عبارت دی، چې د ستونزو او ناخوالو لمن پکې رانغاړل شوې ده، یاد نوم په کتاب کې د ټولو لنډو کیسو له ساقو سره نژدې اړیکه لري. کتاب د یوې افغانې ښځې غږ، ناوړه رواج، ناسم شرایط، غربت، پردېسي، زده کړه او… هغه موضوعات دي چې د اغزیو ګرېوان محتوا پرې را څرخي.
؋80؋120 -
-
د ځوانانو توښه
-
د ځوانانو توښه
د ځوانانو توښه کتاب ځوانانو ته د اسلامي علماوو نصیحتونه، وصیتونه او ویناوې دي.
په دې کتاب کې په لسګونه زرینې ویناوې ترتیب شوې چې موخه یې دا ده څو ځوانان د اسلامي ارزښتونو په رڼا کې د ژوند دا مهم پړاو په حق لاره مخ ته یوسي.
؋50؋100 -
-
عمومي نړیوال حقوق
-
عمومي نړیوال حقوق
عمومي نړیوال حقوق کتاب چې د حقوقو، شرعیاتو او سیاسي علومو فاکولتو درسي اثر دی.
نوموړی تدریسي اثر د پکتیا پوهنتون رییس او د علمي کادر غړي پوهنمل عبیدالله اخندزاده لیکلی، یوه سریزه، دیارلس څپرکي او ۲۷۲ مخونه لري.
په دې لیکل شوي اثر کې له وروستیو او تازه سرچینو څخه چې د عمومي نړیوالو حقوقو اړوند ټول موضوعات دي، استفاده شوې ده.
د عمومي نړیوالو حقوقو په برخه کې تر ډېره افغانستان کې ژباړل شوي اثار شته خو دغه اثر د قرانکریم او احادیثو سربېره کوم چې د نړیوالو حقوقو اړوند کېږي همدارنګه د معاصرو علماوو چې دغه برخه کې یې لیکل کړي هم مهم مواد رااخیستي او د نړیوالو سازمانونو چې په دې برخه کې د تقنین صلاحیت لري هم استفاده شوې ده.
؋220؋286 -
-
ویاړلی ژوند
ویاړلی ژوند
دغه کتاب په حقيقت کې د لارې یوه نقشه ده. هغه لارې چارې تشرېح کوي، کوم چې د یوه ویاړلي ژوند لپاره تاسو ورته اړتیا لرئ او همدارنګه د ویاړلي ژوند پر لور مو بیايي. دغه کتاب په یو مهذب
او غوره چاپېريال کې تاسو ته غوره او سم لوری درښيي.؋140؋200 -
سي ای اې پټې جګړې
سي ای اې پټې جګړې
سي آی اې پټې جګړې په کتاب کې د نړۍ په کچه د امریکا څارګره اداره (CIA) تر ټولو ادارو لویه، خطرناکه او د لوی ځواک لرونکې ده، د امریکا په نوې ستراتېژۍ کې د دې ادارې ارزښت ډېر زیات شوی دی. همدا رنګه (له ویتنام تر افغانستانه د CIA پټې جګړې) سره له دې چې د محتوا له اړخه دغه کتاب ډېر مهم اثر دی، خو په دې کې د CIA یوازې هغه پټې طرحې او فعالیتونه شامل دي چې د ۲۰۰۱ز کال د اکتوبر تر ۷مې، پر افغانستان د امریکا د متحده ایالاتو تر نېغ یرغل پورې ترسره شوي دي.
دغه اثر ۱۹۲ پاڼې لری په ښه کیفیت څلور ځلی چاپ او بازار ته وړاندې شوی.؋170؋250
