fbpx

مفسد ناول

؋170؋230 (-26%)

447 in stock

  • ISBN:9789936653498
  • Book Author:ایمل پسرلی
  • Publisher:اکسوس
  • Print Year:1399
Compare
SKU: 9789936653498 Categories: ,

مفسد ناول د افغانستان او په تېره د کابل د تېر شل کلن ژوند ښکلی داستاني انځور دی.

دا یو له هغو ګوته په شمار ناولونو څخه دی چې نوي څه پکې وینو. موضوع یې خورا ډېره په زړه پورې او جالبه ده. دا ناول د اوسنیو حالاتو مطابق لیکل شوی دی. هغه څېرې راته واضح کوي چې ډېر کسان ورباندې غولېدلي دي او ډېر غریب خلک د دوی د لاس آلې ګرځېدلي دي.

د ناول یو کرکټر غریب سړی دی، دی صادقانه چلېږي، خو هېچا ته ارزښت نه لري. نه یې څوک خبرې اوري او نه یې پوښتنو ته ځواب ورکوي. په داسې حال کې چې ده ته یوه مهمه دنده سپارل کیږي، څو ویې څاري. یوازې دومره ورته ویل کیږي چې هغه کوه کوم چې درته ویل کیږي.

دا ناول له هغه تکراري ناولونو څخه نه دی چې موضوع یې یوه وي او د لیکنې بڼه یې بدله.

لسګونه داسې ناولونه به مو لوستي وي چې اصلي کرکټر یې یا مین وي او یا به یې هم ځان وژلی وي، یا یې مینه بایللې وي، یا ځوانه نجلۍ سپینږيري ته واده شوې وي او یا په عمر پخه ښځه تنکي ځوان ته کوژدنه شوې وي.

زموږ د ډېرو لیکوالانو چې یوې موضوع ته ورپام شي، تر هغه یې نه پرېږدي چې څو یې د لوستونکو زړه نه وي ترې ور تور کړی.

لیکوال باید نوي څه ولولي، نوي څه زده کړي او نوي څه ولیکي.

په دې ناول کې نه میین ځان وژنه کړې، نه له خپلې میینې سره ځنګله ته تښتېدلی او نه د نجلۍ پلار خپله لور وژلې ده. دا ناول نه راته پکلي کې ګودر او منګی انځوروي چې شاعران او لیکوالان یې په لیکلو ستړي شول او نه د لوی برج پر سر شنې کوترې؛ بلکې داسې څېرې انځوروي چې خلک د دوی له لاسه له هوسایۍ او آرامۍ بې برخې دي. نه مو ناکي اوښکې له سترګو تویوي او نه مو له ژونده زړه توري کوي. د فاسدو سیاستوالو له رازونو پرده پورته کوي او د دوی بد شکله او خاینې څېرې چې عامه او غریب خلک یې د لوبې ښکار شوي، راښیي.

Additional information

Print Year

1399

Author Name

ایمل پسرلی

Publisher

اکسوس

Be the first to review “مفسد ناول”

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Reviews

There are no reviews yet.

Main Menu

؋170؋230 (-26%)

Add to Cart