fbpx

د لوی فکر جادو

؋180؋230 (-22%)

497 in stock

  • ISBN:9789936626928
  • Book Author:ډیویډ شوارتز
  • Publisher:اکسوس
  • Print Year:1400
  • Edition: درېیم
Compare
SKU: 9789936626928 Categories: ,

لوی فکر جادو کتاب د ارواپوهني د بریالیتوب د څانګې اثر دی چې امریکایي روزونکي او ارواپوه ډاکتر ډېوېډ شوارتېز لیکلی دی.

د کتاب لیکوال لومړی د کتاب د ارزښت په اړه یادونه کوي او دا پوښتنه مطرح کوي چې د دغه کتاب لوستل تاسو ته څه در زده کوي؟

نوموړی زیاتوي چې د دغه اثر په لوستو سره به تاسو وکولای شی د خپل لوی او جادویي فکر په ځواک سره د غوره او نېکمرغه ژوند لاره خپله کړی.

د دغه کتاب ډېر تمرکز پر دې دی چې مثبت فکر جوړ کړو، خو د مثبت فکر پر وړاندې د خنډونو د دفع کولو لپاره هم لازمې حللارې په واک کې راکوي.

نوموړی د مثبت فکر پر وړاندې دوه عمده خنډونه چې وېره او غفلت دي، په هر اړخیزه ډول تشرېح کوي او د خلاصون لپاره یې پر عملي کېدونکو تاکتیکونو ټینګار کوي، څو د مثبت فکر په مرسته وکولای شو خپلو موخو ته ورسېږو.

د کتاب په هر څپرکي کې د مثبت فکر د پیاوړي کولو لپاره علمي، کلي قاعدې او لازم تاکتیکونه څرګند شوي دي.

په ټوله کې د دغه کتاب په لوستلو سره زموږ د فکر مثبته بڼه رامنځته کېږي، دا وړتیا مومو چې تل مثبت فکر وکړو او د مثبت فکر ګټې احساس کړو.

پر ځان مو رښتینی باور پیاوړی کېږي، د نېکمرغه ژوند په خپلولو کې را سره مرسته کوي.

همدارنګه موږ ته دا وړتیا راکوي چې د خپل ژوند د نېکمرغۍ تر څنګ، هغو اشخاصو ته هم مسلکي او مجربه مشوره ورکړای شو چې منفي افکارو یې د ښه ژوند مخه نیولې ده.

نوموړی لیکوال د کتاب په یوه برخه کې د فکر په اړه وایي چې د انسان ذهن د فکر فابریکه ده او هره ورځ زرګونه افکار تولیدوي.

دا فابریکه د دوو کسانو له خوا مدیریت کېږي، یو یې «بریالی» نومېږي او بل «ناکام». بریالی په مثبت ذهني تولید بوخت دی او د تولید دلیل یې هم د انسان وړتیا، بریا او قوت دی.

بل ناکام نومېږي او لګیا دی ټوله ورځ منفي او ځوروونکي تولیدات کوي.

دی ستاسو د کمزوریو پر دلایلو کار کوي او مسلکي شعار یې دا دی چي: ماته خورئ!

دواړه مدیران (بریالی او ناکام) ډېر منونکي دي او خپل کار ته په وخت راځي او په ډېره وړه اشاره خپلې چارې پرمخ وړي.

کتاب په ټوله کې د مثبت او لوی فکر کولو او جوړولو لپاره یوه مهمه او اړینه مطالعاتي مرجع ده.

بل خوا لیکوال په دې برخه کې نور کتابونه هم لیکلي دي، خو دغه کتاب یې څه باندې شپږ میلیونه ټوکه پلورل شوی دی.

Additional information

Print Year

2021

Author Name

ډیویډ شوارتز

Publisher

اکسوس

Translator

میراحمد یاد

Edition

درېیم چ

Be the first to review “د لوی فکر جادو”

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Reviews

There are no reviews yet.

Main Menu

د لوی فکر جادو

؋180؋230 (-22%)

Add to Cart