• پټه جګړه

    پټه جګړه 

    پټه جګړه  (۱۹۸۰م) کلونو کې د افغانستان د جګړې اصلي هسته، چې د دې جګړې لومړۍ مرحله یې هم ګڼلای شو، په اصل کې د امریکا او شوروي ترمنځ یوه استخباراتي شخړه او جنګ و. دغه جګړه لومړی د جیمې کارټر او تر هغه وروسته د رونالډ ریګن له خوا CIA ته د یوه رسالت په توګه ورسپارل شوې وه چې هدف یې هم له افغانستان څخه د «شوروي ویتنام» جوړول و. کله چې شوروي په (۱۹۸۹م) کې په افغانستان کې ماتې وخوړه او ځواکونو یې په وتلو پیل وکړ، نو په اسلام‌اباد کې د CIA مشر د امریکا په تاریخ کې د دې سترې استخباراتي جګړې د ګټلو د زېري په توګه مرکزي دفتر ته یو مشهور او لنډ پیغام واستاوه چې پکې لیکلي یې وو:«موږ وګټله!»

  • انسان دمانا په لټون

    • ISBN: 9789936653542
    • Book Author: ویکټور فرېنکل
    • Transaltor: میراحمد یاد
    • Publisher:اکسوس
    • Print Year:2021
  • مه خپه کېږه! الله له موږ سره دی

    مه خپه کېږه! الله له موږ سره دی

    په نړۍ کې تر ټولو نعمتونو او شتمنیو مهم او ګران بیه نعمت «روحي او رواني» سکون دی. دا هغه نعمت دی که ترې برخمن وې، هرڅه لرې او که نه تر ټولو بدمرغه او له هرڅه نه محروم یې. که څه هم په ظاهره به ډېرې کارخانې، باغونه، موټرونه او په میلیاردونو ډالره پانګه ولرې.
    هر انسان پر دې ښه پوهېږي چې فکري، روحي او رواني سکون تر ټولو لوی نعمت او شتمني ده؛ ځکه چې موږ وینو او لیدلي مو دي چې زیاتره خلک په ظاهره بډای، ځواکمن، رهبران، ښکلي، ورزشي اتلان او … دي؛ خو لالهانده، ستړی او له اندېښنو ډک ژوند تېروي.
    ښايي تاسې به هم د ډېرو خلکو نمونه اورېدلي وي چې ظاهراً یې ټول نعمتونه په برخه وو؛ خو ځان وژنه یې کړې او دا یې د خلاصون یوازینۍ لار ګڼلې ده.
    هغوی چې ځان یې نه دی وژلی او یا یې د وژلو هڅه نه ده کړې، له مړو څخه کم نه دي او ښايي متحرک مړي ورته ووایو. ځکه دوی د روباټ (مصنوعي انسان) په څېر هغه ورځني کارونه کوي، چې ورسره عادت شوي دي. نور د موخې، انګېزې او له ژونده د خوند اخیستو په نوم څه نه پېژني.
    له دې څخه هېڅکله انکار نه شو کولای چې هرڅوک په ژوند کې له ستونزو او ناخوالو سره په یو ډول نه یو ډول مخ دي؛ خو له دې ستونزو او کړاونو سره د انسانانو د چلند ډول دی چې یو له بله یې بېلوي. ځینې داسې دي چې حق ناحق اندېښمن او خپه وي، ذهن یې سختیو او ناخوالو ته دومره متوجې کړی وي چې ټول ژوند ورته په دوزخ بدل شوی وي او تل غمجن، خپه او غمځپلی وي.
    ځینې نور چې روښانه فکرونه او لوی زړونه لري، له همدې ستونزو او کړاونو سره سره بیا هم خوشاله وي، هېڅکله نه پرېږدي چې د اندېښنې په نوم څه یې راګیر کړي او د ژوند پر پسرلي یې خزان راولي.
    دې کتاب لیکوال وايي، زه هڅه کوم چې په دې کتاب کې په ساده او روانه ژبه د خپګان او اندېښنې ختمولو او د روحي یا رواني سکون د بیرته لاسته راوړلو لپاره تاسې ته اسانه لارې چارې در وښیم.
    لیکوال وايي، د کتاب لیکلوته مې هغه وخت ډېره لېوالتیا شوه، چې زه په زندان کې وم. هلته مې لیدل چې ډېریو زندانیانو په ډېر غم او پرېشانۍ کې شپې او ورځې تېرولې، تل به یې د تېرو ګناهونو له امله ځانونه ملامت ګڼل او هغه وه چې غمونو او خپګانونو به یې څېرې تورې سوې وې.
    ما له هماغه لومړي سره نوم ورته «مه خپه کېږه» کېښود، ځکه باید خپه نه شو چې الله تعالی له موږ سره دی او همغه ذات د سکون اصلي سرچینه ده، چې ټولو مخلوقاتو ته سکون وربښي.
    هغه ذات زموږ د ټولو ستونزو پر حل ښه پوهېږي او دا چې پر موږ یې ستونزې او مشکلات راوستي، په دې کې هم د هغه ذات یو لوی راز دی؛ هغه غواړي چې په دې ډول موږ لا قوي کړي، ایمان مو لا پياوړی کړي او را زده کړي چې څنګه پر خپل ځان باور ولرو او وشو کړای چې په سختو حالاتو کې خپل مسیر ورک نه کړو.
    که غواړی چې پر خپلو ستونزو برلاسي شي او وشی کولای چې هغه ته په پوره ډاډ او اطمینان د حل لاره پيدا کړی، دا کتاب حتماً ولولئ.
  • مفسد ناول

    • ISBN:9789936653498
    • Book Author:ایمل پسرلی
    • Publisher:اکسوس
    • Print Year:1399
  • د لوی فکر جادو

    • ISBN:9789936626928
    • Book Author:ډیویډ شوارتز
    • Publisher:اکسوس
    • Print Year:1400
    • Edition: درېیم
  • نړیوال قانون په غرب او اسلام کې

    نړيوال قانون په غرب او اسلام کې

    د نړيوال قانون په اړه یو ارزښتناک او نوښتګر اثر، د “نړيوال قانون؛ په غرب او اسلام کې” تر سرلیک لاندې، د زاهد جلالي له خوا لیکل شوی کتاب دی.
    په دې اثر کې د غرب اوسنی واکمن قانون او نظم او هم د اسلامي پېر قانون څېړي او ارزوي. کتاب په ټوله کې پر دوو برخو وېشل شوی دی:
    لومړۍ برخه د معاصر نړيوال قانون تعریف، سرچینې، تاریخچه او بنسټیز مفاهیم تشریح کوي. دا برخه د “غربي نړيوال قانون” تر عنوان لاندې د هغو مفاهیمو انتقادي شننه وړاندې کوي چې د غربي تمدن تر چتر لاندې رامنځته شوي دي.
    دویمه برخه د اسلامي نړيوال قانون اړوند بحث کوي، چې له سره موخه یې دا ده چې لوستونکي ته دا پیغام ورسوي: اسلامي تمدن هم خپل ځانګړی قانوني سیسټم لري چې باید وپېژندل شي او ورباندې کار وشي.
    د لیکوال په وینا:
    “دا کتاب هڅه کوي د نړيوال قانون مفاهیم په ساده او روانه ژبه وړاندې کړي، څو یوازې حقوقي محصلین نه، بلکې هر لوستونکی چې له قانون، سیاست او نړیوال نظم سره علاقه لري، استفاده ترې وکړای شي.
    دا اثر د علمي بحثونو او فکري هڅو لپاره یو مهم پیل بلل کېږي، او تمه ده چې استادان او څېړونکي یې د لا ژورې مطالعې او پراختیا لپاره وکاروي.

  • داغ په نسترن

    داغ په نسترن

    “داغ په نسترن” په مختلفو موضوعاتو شعرونه لري چې په لاندې ډول دي:

    مینه او محبت: په دې کتاب کې د مینې او محبت په اړه ګڼ شمېر شعرونه شامل دي چې د عشق او رومانتیکو احساساتو په ژبه لیکل شوي دي.
    غم او درد: په دې شعري ټولګه کې د غم، درد او جدایۍ په اړه شعرونه هم شامل دي چې د ژوند د سختیو او د زړه د احساساتو څرګندونه کوي.
    ټولنیز وضعیت: د ټولنیزو حالاتو، نابرابریو، او د ښځو د حقونو په اړه شعرونه هم په دې کتاب کې ځای لري.
    هیواد او کلتور: د وطن سره مینه، د هیوادپالنې احساسات، او د افغان کلتور ځانګړنې هم په دې شعري ټولګه کې انځور شوي دي.
    ژبه او سټایل:
    شمائله سلیمي د ساده او ښکلي ژبې په کارولو سره د خپلو احساساتو بیان په یو داسې ډول کوي چې لوستونکي یې په اسانۍ سره درک کولی شي. د هغې شعرونه له احساساتو ډک او ژور مفهومونه لري.

    هنري او ادبي ارزښت:
    “داغ په نسترن” د افغان ادبیاتو په ډګر کې یو مهم اثر ګڼل کیږي چې د ښځو ادبي ونډې ته ځانګړې پاملرنه کوي. دا کتاب نه یوازې د شعر مینوالو لپاره خوندور دی، بلکې د ادبي او هنري ارزښت له مخې هم یو مهم اثر دی.

  • مثبت تاکیدي عبارتونه

    مثبت تاکیدي عبارتونه
    کتاب د مثبتو عبارتونو ټولګه ده چې له انګلیسي او فارسي ژبو څخه پښتو ته ژباړل شوې ده.
    پوهان وایي؛ «په کلمو کې قوت او ځواک دی، وینا، خبرې او کلمې هغه څه دي چې انسان او نړۍ ته بدلون ورکوي». د انسان وجود چې څنګه خوړو ته اړتیا لري ذهن هم داسې مثبتو خبرو، ویناوو او افکارو ته اړتیا لري.
  • د ژوند او مینې پیل

    د ژوند او مینې پیل

    د ژوند اومینې پیل کتاب کې د ژوند په اړه ناویل شوې خبرې او ویناوې راخیستل شوي، کتاب له فارسي او انګلیسي ژبو څخه ژباړل شوی دی، په دغه کتاب کې د مشهورو لیکوالانو لکه برایان ټرېسي، ډاکټر علي شریعتي، جبران خلیل جبران او داسې نورو ویناوې هم را اخیستل شوې دي.ژباړن کوښښ کړی هغه جملې چې ستر رازونه په کې نغښتي دي راوژباړي او په لنډو الفاظو کې یې بیان کړي، د لوستونکو د لا ښه پوهېدو او درک لپاره ژباړن هرې جملې لپاره لنډ عنوان هم ورکړی دی د یادولو ده چې د غه کتاب د پنځم ځل لپاره چاپ شوی دی

  • داسې ژوند وکړئ

    داسې ژوند وکړئ

    داسې ژوند وکړئ کتاب کې وړې، لنډې او اغېزناکې لارې چارې دي چې په عملي کولو سره یې کولی شو خوشاله او بریالی ژوند وکړو. په کتاب کې لنډې او اغېزناکې جملې له ۲۰ زیاتو کتابونو او د انټرنېټ له بېلابېلو معتبرو سرچینو را ژباړل شوې دي. په هره جمله کې ډېر رازونه او خبرې دي

    کتاب د په ۱۲۸ مخونو کې د دویم ځل لپاره چاپ شوی دی

  • د سبا په تمه

    .د سبا په تمه لنډې کیسې

    .د سبا په تمه کتاب د لنډو کیسو ټولګه ده چې د اېمل پسرلي لخوا تازه لیکل شوی، چې اکسوس کتابپلورنځي چاپ او د کتاب بازار ته وړاندې کړی دی

     .په دغه ټولګه کې ۳۸ کیسې بیان شوې دي، چې د ټولنې او کلتور په بېلابېلو مسایلو او ناخوالو بحث پکې شوی دی

  • زما د دښمن دښمن

    زما د دښمن دښمن 

    یاد کتاب د افغانستان په اړه د شوروي له یرغله د امریکې او ناټو تر وتلو د هندوستان پالیسي څرګندوي.

    د افغانستان په سوله او جګړه کې د نوي ډيلي رول، له اوسني سرپرست حکومت سره د مخالفت پرځای تعامل او د پاکستان د کنټرول اړوند مفصل بحث شوی دی.

    زما د دښمن دښمن کتاب ۳۸۴ مخونه، درې برخې او نهه څپرکي لري. په لومړۍ برخه کې د افغانستان او هند ترمنځ د بې طرفۍ او اړیکو تاریخ، فرهنګ او ولسونو په اړه خبرې شوې دي. په دوهمه برخه کې د پاکستان سره د دواړو هېوادونو د تګلارې په اړه خبرې شوې دي او په درېیمه برخه کې نوی ډیلی په افغانستان کې د ټولو ډلو سره د تعامل په لټه کې دی.

    دغه اثر یو څېړنیز او تحلیلي اثر دی چې د نړیوالو چارو، تاریخ، سیاست او فرهنګ څارونکي او محققین ورڅخه د کره سرچینې په توګه کار اخیستی شي او هم د پالیسي جوړوونکو لپاره یوه جامع او وروستۍ منبع ده.

     دغه کتاب په انګریزي ژبه اویناش پلېوال لیکلی او پښتو ژبې ته بسم الله مومند او ولي داد خوېشکي ژباړلی دی.

    یاد کتاب تازه اکسوس کتابپلورنځي چاپ او خپور کړی او مینوال کولای شي د کابل ښار سربېره د هېواد په نورو لویو ښارونو کې یې هم له مشهورو کتابپلورنځيو ترلاسه کړي.

  • ستر سکندر او یونانیان د ننني افغانستان په سیمه کې

    ستر سکندر او یونانیان د ننني افغانستان په سیمه کې کتاب یو تاریخي اثر دی چې د سکندر مقدوني او نورو یونانیانو په اړه د ننني افغانستان سیمې ته د هغوی د راتګ، کړنو، سیاست او حکومت په اړه تاریخي بحث کوي.
    
    دا څېړنیز اثر یوه سریزه، اړین اصطلاحات او لسګونه محوري مطالب لري. د کتاب ټوله منځپانګه همدا ده چې سکندر څنګه افغانستان ته راغی، علت یې څه وو، د یونانیانو په راتګ سره څه پېښ شول، همدارنګه دغه بهرنی حضور څنګه پای ته ورسېد او تر ننه یې افغانستان او سیمې ته .کوم تاریخي، نظامي او فرهنګي اثار پر ځای پرېښي دي
    
    د کتاب لیکوال په کابل کې د مخابراتو او ټیکنالوژۍ د انستیتوت پخوانی استاد او د ملګرو ملتونو د سازمان پخوانی مامور دی.
    
    د لیکوال د دې لیکنې موخه او هیله دا ده چې د افغانستان اکاډمیک بنسټونه له دې اثر څخه د یوې کره او مهمې تاریخي سرچینې په توګه کار واخلي او د تاریخ پوهاوي او بډاینې یوه باوري مرجع په توګه وکارول شي.

     

     

     

  • ویښوونکې خبرې

    ویښوونکې خبرې

    ویښوونکې خبرې د پوهانو د ویناوو، د ارواپوهانو د نظرونو او نړیوالو متلونو ټولګه ده چې حسیب الرحمن نورمل پښتو ژباړلی دی، کتاب ۱۴۷ مخونه لري چې د اخلاقو، ازادۍ، افکارو، انسان، ایمان، باور، بریا، ځوانۍ، ژوند، مینې او داسې نورو په اړه هم د پوهانو ویناوې راټولې او ژباړل شوې دي

    له نېکمرغه باید ووایو چې کتاب د پنځم ځل لپاره چاپ شوی او د اکسوس کتاب پلورنځي له زیاتو پلورلو شویو کتابونو څخه دی

  • کډوالي

    کډوالي  (ګواښونه،ننګونې،تمې او حقیقتونه(

    کډوالي د افغان کډوالو پر ژوند او د هغوی پر وړاندې د کوربه ټولنو د چلند په اړه یو ځانګړی څېړنیز اثر دی، چې په کې د ګواښونو، ننګونو، تمو او حقیقتونو هر اړخیز تحلیل شوی دی. دا اثر د افغان لیکوال دوکتور وحید وطنیار له خوا په پښتو ژبه لیکل شوی دی او یوه سریزه او څلور برخې لري.
    د کتاب لومړۍ برخه کې، د کډوالۍ موضوع په تیوریک ډول څېړل شوې ده، او د څېړنې میتودلوژي په واضحه توګه تشریح شوې ده.
    په دوهمه برخه کې، د خپل هېواد پرېښودلو سره د ریښو پرې کولو درد او لوېدیځو هېوادونو ته د کډوالۍ پر ننګونو او خطرونو تفصیلي خبرې شوې دي.
    په درېیمه برخه کې،کوربه ټولنو ته د کډوالو په رسېدو وروسته ټولنیزې ستونزې او کلتوري توپیرونه ارزول شوي دي، کوم چې هر کډوال یې خامخا تجربه کوي.

    په څلورمه برخه کې چې وروستۍ برخه ده د کډوالۍ هر اړخیزې اغېزې څېړل شوې دي، د څېړنې پایلې وړاندې شوې دي، او د معتبرو ماخذونو یادونه هم شوې ده.
    د دې کتاب لوستل هغو کسانو لپاره ځانګړی اهمیت لري چې د کډوالۍ په روانو ستونزو او د افغانانو په راتلونکي اغېز پوهېدل غواړي.
    په ټوله کې د “کډوالي” کتاب د لوېدیځو ټولنو او کډوالو ترمنځ د اړیکو، ستونزو او تمو په اړه یوه نوې څېړنه وړاندې کوي، چې د لوستونکو لپاره یوه نوی لید وړاندې کولای شي.

     

Main Menu