-
د ژوند او مینې پیل
د ژوند او مینې پیل
د ژوند اومینې پیل کتاب کې د ژوند په اړه ناویل شوې خبرې او ویناوې راخیستل شوي، کتاب له فارسي او انګلیسي ژبو څخه ژباړل شوی دی، په دغه کتاب کې د مشهورو لیکوالانو لکه برایان ټرېسي، ډاکټر علي شریعتي، جبران خلیل جبران او داسې نورو ویناوې هم را اخیستل شوې دي.ژباړن کوښښ کړی هغه جملې چې ستر رازونه په کې نغښتي دي راوژباړي او په لنډو الفاظو کې یې بیان کړي، د لوستونکو د لا ښه پوهېدو او درک لپاره ژباړن هرې جملې لپاره لنډ عنوان هم ورکړی دی د یادولو ده چې د غه کتاب د پنځم ځل لپاره چاپ شوی دی
؋70؋104 -
داسې ژوند وکړئ
داسې ژوند وکړئ
داسې ژوند وکړئ کتاب کې وړې، لنډې او اغېزناکې لارې چارې دي چې په عملي کولو سره یې کولی شو خوشاله او بریالی ژوند وکړو. په کتاب کې لنډې او اغېزناکې جملې له ۲۰ زیاتو کتابونو او د انټرنېټ له بېلابېلو معتبرو سرچینو را ژباړل شوې دي. په هره جمله کې ډېر رازونه او خبرې دي
کتاب د په ۱۲۸ مخونو کې د دویم ځل لپاره چاپ شوی دی
؋100؋130 -
د سبا په تمه
.د سبا په تمه لنډې کیسې
.د سبا په تمه کتاب د لنډو کیسو ټولګه ده چې د اېمل پسرلي لخوا تازه لیکل شوی، چې اکسوس کتابپلورنځي چاپ او د کتاب بازار ته وړاندې کړی دی
.په دغه ټولګه کې ۳۸ کیسې بیان شوې دي، چې د ټولنې او کلتور په بېلابېلو مسایلو او ناخوالو بحث پکې شوی دی
؋100؋150 -
زما د دښمن دښمن
زما د دښمن دښمن
یاد کتاب د افغانستان په اړه د شوروي له یرغله د امریکې او ناټو تر وتلو د هندوستان پالیسي څرګندوي.
د افغانستان په سوله او جګړه کې د نوي ډيلي رول، له اوسني سرپرست حکومت سره د مخالفت پرځای تعامل او د پاکستان د کنټرول اړوند مفصل بحث شوی دی.
زما د دښمن دښمن کتاب ۳۸۴ مخونه، درې برخې او نهه څپرکي لري. په لومړۍ برخه کې د افغانستان او هند ترمنځ د بې طرفۍ او اړیکو تاریخ، فرهنګ او ولسونو په اړه خبرې شوې دي. په دوهمه برخه کې د پاکستان سره د دواړو هېوادونو د تګلارې په اړه خبرې شوې دي او په درېیمه برخه کې نوی ډیلی په افغانستان کې د ټولو ډلو سره د تعامل په لټه کې دی.
دغه اثر یو څېړنیز او تحلیلي اثر دی چې د نړیوالو چارو، تاریخ، سیاست او فرهنګ څارونکي او محققین ورڅخه د کره سرچینې په توګه کار اخیستی شي او هم د پالیسي جوړوونکو لپاره یوه جامع او وروستۍ منبع ده.
دغه کتاب په انګریزي ژبه اویناش پلېوال لیکلی او پښتو ژبې ته بسم الله مومند او ولي داد خوېشکي ژباړلی دی.
یاد کتاب تازه اکسوس کتابپلورنځي چاپ او خپور کړی او مینوال کولای شي د کابل ښار سربېره د هېواد په نورو لویو ښارونو کې یې هم له مشهورو کتابپلورنځيو ترلاسه کړي.
؋320؋400 -
ستر سکندر او یونانیان د ننني افغانستان په سیمه کې
ستر سکندر او یونانیان د ننني افغانستان په سیمه کې کتاب یو تاریخي اثر دی چې د سکندر مقدوني او نورو یونانیانو په اړه د ننني افغانستان سیمې ته د هغوی د راتګ، کړنو، سیاست او حکومت په اړه تاریخي بحث کوي. دا څېړنیز اثر یوه سریزه، اړین اصطلاحات او لسګونه محوري مطالب لري. د کتاب ټوله منځپانګه همدا ده چې سکندر څنګه افغانستان ته راغی، علت یې څه وو، د یونانیانو په راتګ سره څه پېښ شول، همدارنګه دغه بهرنی حضور څنګه پای ته ورسېد او تر ننه یې افغانستان او سیمې ته .کوم تاریخي، نظامي او فرهنګي اثار پر ځای پرېښي دي د کتاب لیکوال په کابل کې د مخابراتو او ټیکنالوژۍ د انستیتوت پخوانی استاد او د ملګرو ملتونو د سازمان پخوانی مامور دی. د لیکوال د دې لیکنې موخه او هیله دا ده چې د افغانستان اکاډمیک بنسټونه له دې اثر څخه د یوې کره او مهمې تاریخي سرچینې په توګه کار واخلي او د تاریخ پوهاوي او بډاینې یوه باوري مرجع په توګه وکارول شي.
؋200؋250 -
-
موخی اهداف وټاکی چی بریالی شی
- ISBN:9789936626393
- Book Author:برایان تریسی
- Publisher:اکسوس
- Print Year:1396
؋200؋260 -
سوی تاج
سوی تاج ناول
سوی تاج تر دوه زره کلونو وړاندې زمانې داستان دی، د یوه ملک، یوې پاچاهۍ، د اشخاصو، قبیلو او ټولنیز نظام کیسه ده چې په کې فکر، احساسات، حماسه، عشق، د قدرت لوبه او ډېرې نورې خبرې شته ديپه دې ناول کې د کرکټرونو او ځایونو نومونه تخیلي دي. په داستان کې د کلاسیسیزم، ریالیزم، جادویي ریالیزم او ځای – ځای د تورې کمېډۍ څرک لیدل کېږي.
په «سوي تاج» ناول کې تر کرکټرونو، موضوعات ډېر مرکزي نقش لري چې دا په پښتو ناولونو کې نوی پیل ګڼلی شو؛ خو داسې هم نه دي شوي چې د مسایلو فکري ژورتیا د داستان جذابیت باندې منفي اغېز کړی وي، په داسې ډول لیکل شوی چې پیلول یې لوستونکی تر پایه له
؋220؋270 -
کډوالي
کډوالي (ګواښونه،ننګونې،تمې او حقیقتونه(
کډوالي د افغان کډوالو پر ژوند او د هغوی پر وړاندې د کوربه ټولنو د چلند په اړه یو ځانګړی څېړنیز اثر دی، چې په کې د ګواښونو، ننګونو، تمو او حقیقتونو هر اړخیز تحلیل شوی دی. دا اثر د افغان لیکوال دوکتور وحید وطنیار له خوا په پښتو ژبه لیکل شوی دی او یوه سریزه او څلور برخې لري.
د کتاب لومړۍ برخه کې، د کډوالۍ موضوع په تیوریک ډول څېړل شوې ده، او د څېړنې میتودلوژي په واضحه توګه تشریح شوې ده.
په دوهمه برخه کې، د خپل هېواد پرېښودلو سره د ریښو پرې کولو درد او لوېدیځو هېوادونو ته د کډوالۍ پر ننګونو او خطرونو تفصیلي خبرې شوې دي.
په درېیمه برخه کې،کوربه ټولنو ته د کډوالو په رسېدو وروسته ټولنیزې ستونزې او کلتوري توپیرونه ارزول شوي دي، کوم چې هر کډوال یې خامخا تجربه کوي.په څلورمه برخه کې چې وروستۍ برخه ده د کډوالۍ هر اړخیزې اغېزې څېړل شوې دي، د څېړنې پایلې وړاندې شوې دي، او د معتبرو ماخذونو یادونه هم شوې ده.
د دې کتاب لوستل هغو کسانو لپاره ځانګړی اهمیت لري چې د کډوالۍ په روانو ستونزو او د افغانانو په راتلونکي اغېز پوهېدل غواړي.
په ټوله کې د “کډوالي” کتاب د لوېدیځو ټولنو او کډوالو ترمنځ د اړیکو، ستونزو او تمو په اړه یوه نوې څېړنه وړاندې کوي، چې د لوستونکو لپاره یوه نوی لید وړاندې کولای شي.؋100؋150 -
هنرستان
هنرستان د ادبپوهنې بحثونه
“هنرستان” د هنر او ادب د اړیکو په اړه ژورې څېړنې او تحلیلونه وړاندې کوي، چې د هنر مینهوالو او ادبپوهانو لپاره یو ارزښتمنه مرجع بلل کېږي.
دا کتاب چې ۱۲۸ مخونه لري، د ادبپوهنې په اړه مفصل بحثونه وړاندې کوي او په څلورو برخو کې د هنر او ادب ترمنځ اړیکې، د هنر پېژندنه، د هنر او انساني طبیعت، او د ادب هنري اړخونه څېړي.
په لومړۍ برخه کې د انسان او هنري خلاقیت په اړه خبرې کېږي، په دویمه برخه کې د هنرمن شخصیت او هنري لیدلوري ته ژوره کتنه کېږي، په درېیمه برخه کې د ادب هنري اړخونه څېړل کېږي، او په څلورمه برخه کې د یوه اثر د هنر په اړه بحثونه شامل دي.
د کتاب لیکوال یادونه کوي چې یاد اثر یې یوه کوچنۍ اکاډمیکه څېړنه ده او په دې برخه کې به لا هڅه وکړي چې ادبي بحثونو ته لار پرانیزي څو یاده برخه کې څېړنه او شننه لا وده وکړي او د ژبې بډاینه پیاوړې کړي.؋120؋150 -
د رسول الله ﷺ بهرنی سیاست
د رسول الله ﷺ بهرنی سیاست
د رسول الله ﷺ بهرنی سیاست کتاب چې د قرآني لارښوونو، نبوي سیرت او حکومت په رڼا کې د هغه زمانې بهرني سیاست، تګلارو او تعامل ته کتنه کوي، تازه چاپ او د کتاب بازار ته وړاندې شو.
دغه کتاب دوې سریزې او څلور څپرکي لري. په سریزو کې د لیکوال او ژباړن لخوا د دې کتاب په اهمیت، فلسفه او لار نقشه بحث شوی دی. همدارنګه د کتاب په لومړي څپرکي کې د رسول الله ص په زمانه کې د نړۍ په سیاسي جغرافیه بحث شوی، ستر دولتونه، سیمه ییز قدرتونه، د عرب شبه جزیرې او د پیغمبر ص پر دولت یې بشپړ بحثونه کړي دي. د کتاب په دویم څپرکي کې د رسول الله ص د بهرني سیاست پر اهدافو او بنسټونو بحث شوی، چې په دې څپرکي کې یې د بهرني سیاست موخې او اصول څرګند کړي دي.
د کتاب په درېیم څپرکي کې د نبي کریم ص د تصمیم او فیصلې څرنګوالی ښيي، چې فکري باورونو، وحی او ولسي مشورو په کې ځانګړی ځای درلود.
د کتاب په څلورم څپرکي کې د رسول الله ص ستراتېژۍ بیانوي چې په هغې کې تر هرڅه «بلنه» ورته لومړیتوب وه، او د دې تګلارې په کارېدنې یې د اسلامي جغرافیې او جمعیت په وده کې رغنده رول لوباوه. سربېره پر دې د مبارزو تګلارې وې چې په هغې د راسخ عقیدې او سپېڅلې موخې په رڼا کې د لارویانو روزنه او بسیج ځانګړی اهمیت درلود. او د دې څپرکي په درېیمه برخه کې له مبارزو وروسته د سولې او روغې جوړې په اړه د تګلارو لارې چارې بیان شوې دي چې د ډيپلوماسۍ پر مټ دغه تګلارې بریالۍ شوې دي او بشري ټولنو ته یې په سوله او ټیکاو کې د هوساینې موقع په لاس ورکړې ده.؋120؋150 -
په افغانستان کې د ناورین ورځني یادښتونه
په افغانستان کې د ناورین ورځني یادښتونه د افغان- انګلیس لومړۍ جګړه
په افغانستان کې د ناورین یادښتونه کتاب د افغان-انګلیس د لومړۍ جګړې پرمهال د یوه برېټانوي جنرال د مېرمنې ليډي سېل لخوا لیکل شوې خاطرې او ورځني یادښتونه دي.
په دغه یادښتونو کې نوموړې لیکوالې د افغان-انګلیس د لومړۍ جګړې په تړاو د هغه مهال ډېری مهمې چارې یادې کړې دي. په هغه جګړه کې د افغانانو سره د دوی د جګړې په لاملونو، مهمو پېښو، مبارزو او جوړجاړیو بشپړ بحثونه شوي دي.
یاد کتاب په لومړي ځل په ۱۸۴۳ز کال کې په انګریزي ژبه لیکل شوی دی او پښتو ژبې ته ښاغلي عتیق ځاځي ژباړلی دی. د ژباړن یوه مفصله سریزه او اخریزه او د لیکوالې یوه سریزه او د ورځني یادښتونو بشپړ لړ ټول کتاب په بر کې نیسي، چې په ټوله کې کتاب ۳۲۰ مخونه لري، او اکسوس کتابپلورنځي چاپ او نوی د کتاب بازار ته وړاندې کړی دی.
د یادونې وړ ده چې ښاغلي ځاځي صېب تر دې مخکې یو بل تاریخي اثر(ستر سکندر او یونانیان د ننني افغانستان په سیمه کې) هم لیکلی و، چې د لوستونکو له تاوده هرکلي سره مخ شو.
؋250؋300 -
د هیلو نړۍ
«د هیلو نړۍ» ګرانو ماشومانو ته ځانګړې کیسېیاد کتاب ماشومانو ته د عبرتناکو کیسو ټولګه ده، چې د افغانستان له بېلابېلو ولایتونو څخه مخکښو لیکوالانو په پښتو ژبه د ماشوم د نړیوالې ورځې په پار د شلو اغېزناکو او ګټورو کیسو په چوکاټ کې د یوه کتاب په بڼه چمتو کړې دي؛ چې په تفریحي او روزنیزه داستاني بڼه د ژوندانه مهم ارزښتونه لکه مینه، مهرباني، ورورولي، نظافت او چاپېریال ساتنه ورته تشریح کوي. په دې کیسو یوولس لیکلې شوې او پاتې نهه نورې کیسې له بېلابېلو ژبو لکه: روسي، انګلیسي، اردو، چینايي، هندي، جرمني، فارسي او دري ژبو څخه ژباړل شوې دي.
؋130؋200 -
شکر
شکرشکر کتاب د مننې او شکر کولو لارښود اثر دی چې د ۲۸ ورځو په تمرین سره لوستونکي له یوه ځواکمن عادت سره کولای شي د ژوندانه له ډېرو ستونزو سره د مبارزې لار ومومي او د خپلې خوښې وړ بدلون احساس کړي.
په کتاب کې د شکر لپاره عملي تمرینونه راغلي چې د تشویشونو په رفع کولو کې د یوې کارنده نسخې رول لوبوي.؋170؋250 -
راز
راز
دغه کتاب د انسان د ژوند راز په اړه دی چې له ده سره څه کېږي او څه باید وشي څو خپلې غوښتنې ته ورسي.
کتاب د انسان په ژوند کې د جذب قانون ځواک معرفي کوي چې په مټ یې کولای شي بریالیتوب ته ورسي.
یاد کتاب د زرګونو انسانانو د ژوند سختې ستونزې ورحل کړې، ځواک او راز یې ورښودلی څو خپلې موخې ته ورسي.
په کتاب کې د نړۍ لویو علماو دغه رازونه راسپړلي او د بشریت ښېرازۍ ته یې وړاندې کړي دي.؋170؋250 -
د شپېلۍ ځواک
د شپېلۍ ځواکد شپېلۍ ځواک کتاب چې د ځان پېژندنې، جوړونې، بریالیتوب او همدارنګه د تصوف او عرفان په فلسفه کې د انسان وړتیاوې ارزوي، د دغه موضوعاتو اړوند اثر دی چې د مخکښ ترکي لیکوال او ویناوال هاکان منګوچ لخوا لیکل شوی دی او پښتو ژبې ته د نوموړي لومړی اثر دی چې چاپ او بازار ته وړاندې کېږي.
د کتاب په لیکوالۍ کې د عبرتناکو داستانونو په ژبه مطالب بیان شوي چې په سبب یې لیکوال د ډېری لوستونکو پام راخپل کړی دی.
؋110؋150 -
سیمه ییزه همپالنه
سیمه ییزه همپالنه د افغانستان په ثبات کې د سیمه ییزې همکارۍ نقش
سیمه ییزه همپالنه اثر د آقا محمد قریشي اکاډمیکه څېړنه ده چې د افغانستان په ثبات کې د سیمه ییزې همکارۍ رول ارزوي
په دې څېړنه کې په افغانستان او سیمه کې د شته فرصتونو په اړه بحث شوی دی، په ځانګړي ډول کوم فرصتونه چې په جنوبي او مرکزي اسیا کې شته څو د سیمې او افغانستان په اړه د تلپاتې ثبات او ټیکاو استفاده ترې وشي
یاد کتاب څلور څپرکي او ۲۰۰ مخونه لري چې په لومړي څپرکي کې د موضوع په اړه تیوریک بحث شوی، په دوهم څپرکي کې د افغانستان په بهرني سیاست کې د سیمه ییزې همکارۍ په موضوع، په درېیم څپرکي کې په اقتصادي ډيپلوماسۍ او په څلورم څپرکي کې د افغانستان د ټيکاو لپاره د .یمه ییزو سیاسي او امنیتي همکاریو په اړه بشپړ بحث شوی دی؋150؋200 -
بې لقبه رهبر
بېلقبه رهبر
.د روبېن شرما ارواپوهنیز اثر دی چې د شخصي ژوند او کاروبار په برخو کې د بریا لپاره د داستان په ژبه اصول او لارې چارې بیانوي څو یو فرد او یا هم بنسټ اغېزناکه مشرتابه ته ورسېږي
.همدارنګه په کتاب کې لیکوال هغه مدیریتي مېتودنه په ډاګه کړي چې پر مټ یې لوستونکی کولای شي نوښت وکړی شي او هم کېدونکې چارې اغېزناکې کړي
.کتاب پښتو ژبې ته میراحمد یاد ژباړلی، اکسوس کتاب پلورنځي چاپ کړی، اته څپرکي او ۲۲۴ مخونه لري؋170؋250
