-
سي ای اې پټې جګړې
سي ای اې پټې جګړې
سي آی اې پټې جګړې په کتاب کې د نړۍ په کچه د امریکا څارګره اداره (CIA) تر ټولو ادارو لویه، خطرناکه او د لوی ځواک لرونکې ده، د امریکا په نوې ستراتېژۍ کې د دې ادارې ارزښت ډېر زیات شوی دی. همدا رنګه (له ویتنام تر افغانستانه د CIA پټې جګړې) سره له دې چې د محتوا له اړخه دغه کتاب ډېر مهم اثر دی، خو په دې کې د CIA یوازې هغه پټې طرحې او فعالیتونه شامل دي چې د ۲۰۰۱ز کال د اکتوبر تر ۷مې، پر افغانستان د امریکا د متحده ایالاتو تر نېغ یرغل پورې ترسره شوي دي.
دغه اثر ۱۹۲ پاڼې لری په ښه کیفیت څلور ځلی چاپ او بازار ته وړاندې شوی.؋170؋250 -
د ابن خلدون مقدمه
د ابن خلدون مقدمه
د «ابن خلدون مقدمه» کتاب چې عبدالرحمن ابن خلدون لیکلی، په اتمه او نهمه هجري پېړۍ کې د اسلام پر ټولنیز او اقتصادي تاریخ بحث کوي. د دې اثر پښتو ژباړه تکړه او د لسګونو اثارو درلودونکي محمدزبیر شفیقي کړې ده،یو ټوک چې ټولټال نږدې په ۷۸۸ مخونو، دوو برخو او ۴۰ فصلونو کې راټوله شوې ده.دا اثر د ابن خلدون د تاریخ (کتاب العبر) مقدمه ده، چې په هغه کې پر مهمو موضوعاتو او مسايلو بحث شوی دی. کتاب العبر د نړۍ له مهمو تاریخي اثارو ګڼل کېږي، چې په اوو ټوکونو کې لیکل شوی دی. د ابن خلدون مقدمه وروسته خورا مهمه او مشهوره شوه، ان د یوه مستقل اثر ځای یې ونيو.د دې اثر یوه ستره ښېګنه دا بلل کېږي، چې نه یوازې په اسلامي نړۍ کې زیات لوستونکي لري، بلکې لا هم په لوېدیځ کې د اکاډمیکو بنسټونو یوه علمي او تاریخي سرچینه اوس هم په اروپا کې په تحصیلي نصاب او اکاډميکو مرکزونو کې دقيقه سرچينه شمېرل کېږي.د ابن خلدون په دغه اثر کې د تاریخ، جغرافیې، ټولنپوهنې، ټولنیزو اړیکو، تر نجوم او ستوریو پېژندلو پورې، د نړۍ د مذاهبو، تر لویو امپراتوریو پورې د عروج او زوال لاملونه، د بشر د تاریخ لوړې ژورې، علوم او اړیکې په داسې بڼه لیکل شوې چې لوستونکي د لیکوال پر نبوغ اعتراف او فکر ته هڅوي.د ابن خلدون مقدمه د شرق د تاریخ او د شرقي فرهنګ په اړه بډای اثر دی. موږ دې ته متوجه کوي چې اسلامي هېوادونه په تېره شرق څومره غني فرهنګ او تمدن درلود او څنګه اوس له زوال سره مخ شوی دی. د تاریخ لوستل تل درس راکوي، نو د ابن خلدون مقدمه مهم تاریخي درس دی.عبدالرحمن ابن خلدون د شرق مهمې تاریخي پېښې، د مسلمانانو حکومتونه، له غیر مسلمانو هېوادونو سره جګړې، تمدن، پرمختګونه، علوم، فنون، هنرونه، روایتونه او په ځینو مواردو کې یې د مسایلو پراخ تحلیل وړاندې کړی دی.؋550؋800 -
زما د دښمن دښمن
زما د دښمن دښمن
یاد کتاب د افغانستان په اړه د شوروي له یرغله د امریکې او ناټو تر وتلو د هندوستان پالیسي څرګندوي.
د افغانستان په سوله او جګړه کې د نوي ډيلي رول، له اوسني سرپرست حکومت سره د مخالفت پرځای تعامل او د پاکستان د کنټرول اړوند مفصل بحث شوی دی.
زما د دښمن دښمن کتاب ۳۸۴ مخونه، درې برخې او نهه څپرکي لري. په لومړۍ برخه کې د افغانستان او هند ترمنځ د بې طرفۍ او اړیکو تاریخ، فرهنګ او ولسونو په اړه خبرې شوې دي. په دوهمه برخه کې د پاکستان سره د دواړو هېوادونو د تګلارې په اړه خبرې شوې دي او په درېیمه برخه کې نوی ډیلی په افغانستان کې د ټولو ډلو سره د تعامل په لټه کې دی.
دغه اثر یو څېړنیز او تحلیلي اثر دی چې د نړیوالو چارو، تاریخ، سیاست او فرهنګ څارونکي او محققین ورڅخه د کره سرچینې په توګه کار اخیستی شي او هم د پالیسي جوړوونکو لپاره یوه جامع او وروستۍ منبع ده.
دغه کتاب په انګریزي ژبه اویناش پلېوال لیکلی او پښتو ژبې ته بسم الله مومند او ولي داد خوېشکي ژباړلی دی.
یاد کتاب تازه اکسوس کتابپلورنځي چاپ او خپور کړی او مینوال کولای شي د کابل ښار سربېره د هېواد په نورو لویو ښارونو کې یې هم له مشهورو کتابپلورنځيو ترلاسه کړي.
؋320؋400 -
پټه جګړه
پټه جګړه
پټه جګړه (۱۹۸۰م) کلونو کې د افغانستان د جګړې اصلي هسته، چې د دې جګړې لومړۍ مرحله یې هم ګڼلای شو، په اصل کې د امریکا او شوروي ترمنځ یوه استخباراتي شخړه او جنګ و. دغه جګړه لومړی د جیمې کارټر او تر هغه وروسته د رونالډ ریګن له خوا CIA ته د یوه رسالت په توګه ورسپارل شوې وه چې هدف یې هم له افغانستان څخه د «شوروي ویتنام» جوړول و. کله چې شوروي په (۱۹۸۹م) کې په افغانستان کې ماتې وخوړه او ځواکونو یې په وتلو پیل وکړ، نو په اسلاماباد کې د CIA مشر د امریکا په تاریخ کې د دې سترې استخباراتي جګړې د ګټلو د زېري په توګه مرکزي دفتر ته یو مشهور او لنډ پیغام واستاوه چې پکې لیکلي یې وو:«موږ وګټله!»
؋220؋300 -
افغانستان په اوستا کې
- ISBN:12298
- Book Author:دوست شینواری
- Publisher:کتابکور
- Print Year:2021
؋100؋120 -
چچنامه
- ISBN:12302
- Book Author:
- Publisher:کتابکور
- Print Year:2021
؋230؋276 -
د خان شهید عبدالصمدخان اڅکزي سیاسي ژوند
- ISBN:12296
- Book Author:ملک هارون اېډوکېټ
- Publisher:کتابکور
- Print Year:2020
؋130؋156 -
بل مشالونه
- ISBN:12295
- Book Author:شېرعلي باچا
- Publisher:کتابکور
- Print Year:2020
؋120؋144 -
د افغانستان عروج
- ISBN:9789936807327
- Book Author:فیض احمد
- Publisher:انسان
- Print Year:2021
؋300؋360 -
-
دکرزي کورنۍ اودافغان غميزه
- ISBN:9789936626409
- Book Author:جاشوه پارټلو
- Publisher:اکسوس
- Print Year:1396
؋270؋351 -
ارتباطات سیاسی
- ISBN:12253
- Book Author:عبدالهقار سروری
- Publisher:نشر پرند
- Print Year:1398
؋120؋144 -
جان کیري هره ورځ غنیمت ده
- ISBN:9789936653108
- Book Author:جان کیری
- Publisher:اکسوس
- Print Year:2019
؋550؋715 -
ګاندي ټول خلک سره وروڼه دي
- ISBN:9789936626980
- Book Author:مهاتما ګاندی
- Publisher:اکسوس
- Print Year:1398
؋200؋260 -
د مګرو ملتونو منشور
- ISBN:978993662696
- Book Author:صفی الله ناصری
- Publisher:اکسوس
- Print Year:1397
؋100؋130 -
صدام حسین په امریکایی زندان کې
- ISBN:9789936626904
- Book Author:خلیل دلیمی
- Publisher:اکسوس
- Print Year:1397
؋320؋416 -
ریاستS
ریاستS
په افغانستان او پاکستان کې د سي ای اي او امریکې پټې جګړې
اېس رياست کتاب له ۲۰۰۱کال راوروسته په افغانستان او پاکستان کې د سي ای اې او امریکا د پټو جګړو په اړه لیکل شوی اثر دی، هغو پوښتنو ته ځواب وايي چې ځواب یې پر سند ولاړ وي. دغه اثر «د پېریانو جګړې» کتاب وروسته د لیکوال دويم تاریخي ژورنالېستیکي اثر دی. په کتاب کې اړین مسايل، تحقیق او سپړنه په خپلواکه بڼه چمتو شوي دي.
په S رياست کتاب کې هڅه شوې څو معلومه شي چې ولې د تحریک له ماتې وروسته یو ځل بیا د سي ای اس ، ای ایس ای او افغان استخباراتو د فعالیت په ترڅ کې په افغانستان کې یوه نوې جګړه پيل شوه؟ څنګه دا جګړه د مخکښو شبکو، اړوندو ترهګریزو ګروپونو او د اسلامي دولت د څانګو د رامنځته کېدو او بقا پر جګړې بدله شوه. بل لور ته په کتاب کې هڅه شوې چې د امریکا، افغانستان، پاکستان او نړیوالو پالیسیو ناکامۍ ته کتنه وکړي چې څنګه د نړیوالې جهادي ترهګرۍ پر خلاف درېدل له خنډ سره مخ شول.کتاب په واشنګټن، کابل او اسلامآباد کې د تر ټولو پټو عملیاتو، انګېرنو، بحثونو او ډيپلوماسۍ په اړه یو متوازن څېړنیز اثر دی.
یاد کتاب په ۲۰۱۸ کال کې امریکایي لیکوال سټیو کول لیکلی او پښتو ژبې ته د اکسوس د ژباړې بورډ لخوا ژباړلی شوی ښاغلي محمد زبیر شفیقي یې بیاکتنه کړې ده.
کتاب څلور برخې، ۳۵ څپرکي او ۷۲۸ مخونه لري.
؋550؋800 -
په هیواد کی د پردی جګړی څلورم پړاو
- ISBN:9789936626737
- Book Author:محمدزبیر شفیقی
- Publisher:اکسوس
- Print Year:1397
؋130؋169

















