fbpx
  • په افغانستان کې د ناورین ورځني یادښتونه

    په افغانستان کې د ناورین ورځني یادښتونه د افغان- انګلیس لومړۍ جګړه

    په افغانستان کې د ناورین یادښتونه کتاب د افغان-انګلیس د لومړۍ جګړې پرمهال د یوه برېټانوي جنرال د مېرمنې ليډي سېل لخوا لیکل شوې خاطرې او ورځني یادښتونه دي.

    په دغه یادښتونو کې نوموړې لیکوالې د افغان-انګلیس د لومړۍ جګړې په تړاو  د هغه مهال ډېری مهمې چارې یادې کړې دي. په هغه جګړه کې د افغانانو سره د دوی د جګړې په لاملونو، مهمو پېښو، مبارزو او جوړجاړیو بشپړ بحثونه شوي دي.

    یاد کتاب په لومړي ځل په ۱۸۴۳ز کال کې په انګریزي ژبه لیکل شوی دی او پښتو ژبې ته ښاغلي عتیق ځاځي ژباړلی دی. د ژباړن یوه مفصله سریزه او اخریزه او د لیکوالې یوه سریزه او د ورځني یادښتونو بشپړ لړ ټول کتاب په بر کې نیسي، چې په ټوله کې کتاب ۳۲۰ مخونه لري، او اکسوس کتابپلورنځي چاپ او نوی د کتاب بازار ته وړاندې کړی دی.

    د یادونې وړ ده چې ښاغلي ځاځي صېب تر دې مخکې یو بل تاریخي اثر(ستر سکندر او یونانیان د ننني افغانستان په سیمه کې) هم لیکلی و، چې د لوستونکو له تاوده هرکلي سره مخ شو.

  • دوه غازیان؛دمورچل له غېږې د خپلواکۍ تر پولو

    دوه غازیان؛دمورچل له غېږې د خپلواکۍ تر پولو:

    دوه غازیان؛دمورچل له غېږې د خپلواکۍ تر پولو اثر چې د وزیرغلام محمدخان وردګ او غازي بسم الله خان وردګ په ژوند،شخصیت،جهاد،مبارزه او کارنامو باندې په دوو برخو او لسو څپرکیو کې د نعمت الله پټانزي لخوا لیکل شوی دی، دا کتاب به لوستوونکي د وزیرغلام محمد وردګ په پیژندنه، دندو، مبارزو او په اماني دوره کې د خپلواکۍ د بیرته ترلاسه کولو په پار د هغه د ونډې او د خپلواکۍ په یو شمیر تړونونو کې د هغه له رول او په هیواد کې د اقتصادي او سوداګریزو اصلاحاتو او پرمختګونو سره آشنا کړي، همدارنګه دا کتاب به وکولای شي چې تاسو د غازي بسم الله خان وردګ په پیژندنه، داعلیحضرت محمدظاهرشاه او شهید سردار محمد داود خان په وخت کې د اوردو په لیکو کې د هغه د خدمتونو او د روسانو پر وړاندې د هغې د جهاد او مبارزې او نه ستړي کیدونکو هلوځلو او ویاړونو څخه خبر کړي.

  • د افغان جګړې پټ تاریخ

    د افغان جګړې پټ تاریخ 

    دوهم چاپ

    د افغان جګړې پټ تاریخ کتاب د افغانستان د وروستۍ شل کلنې جګړې په اړه لیکل شوی.د دې کتاب موخه د افغانستان په جگړه کې د امریکا د تېروتنو یوه توضیح ده او دا راته وایي چې سیاسیونو د افغانستان د جگړې په اړه خپل ملت ته څنګه څه نا څه شل کاله دروغ وویل.دا کتاب تر (۱۰۰۰) د زیاتو کسانو په مرکو ولاړ دی چې د افغانستان په جگړه کې مستقیماً دخیل وو. د دې کتاب منابع او ماخذ د سیگار د زده شویو درسونو په نوم پاڼې، شفاهي تاریخي اطلاعات او د رمزفیلډ د واورو بڅرکو په نوم استخباراتي یادښتونه دي چې ټول (۱۰۰۰۰) پاڼو اسنادو ته رسېږی.دغه اثر د افغانستان د سیاسي تحولاتو په درشل کې د اګست میاشتې په وروستیو کې خپور شوی دی.کتاب امریکایي ژورنالېست کریګ وایټلاک لیکلی او رفیق محمد خاورین پښتو ژبې ته ژباړلی.

  • سیمه ییزه همپالنه

     سیمه ییزه همپالنه د افغانستان په ثبات کې د سیمه ییزې همکارۍ نقش
    سیمه ییزه همپالنه اثر د آقا محمد قریشي اکاډمیکه څېړنه ده چې د افغانستان په ثبات کې د سیمه ییزې همکارۍ رول ارزوي
    په دې څېړنه کې په افغانستان او سیمه کې د شته فرصتونو په اړه بحث شوی دی، په ځانګړي ډول کوم فرصتونه چې په جنوبي او مرکزي اسیا کې شته څو د سیمې او افغانستان په اړه د تلپاتې ثبات او ټیکاو استفاده ترې وشي
    یاد کتاب څلور څپرکي او ۲۰۰ مخونه لري چې په لومړي څپرکي کې د موضوع په اړه تیوریک بحث شوی، په دوهم څپرکي کې د افغانستان په بهرني سیاست کې د سیمه ییزې همکارۍ په موضوع، په درېیم څپرکي کې په اقتصادي ډيپلوماسۍ او په څلورم څپرکي کې د افغانستان د ټيکاو لپاره د .یمه ییزو سیاسي او امنیتي همکاریو په اړه بشپړ بحث شوی دی

  • د ټولنې زړه ته لار

    د ټولنې زړه ته لار د منصب،اوږده عمر او تجربې څښتنان هم داسې تېروتنې کوي، چې تېروتنې ورته نه ښکاري.

    .په دې کتاب کې د ټولنیزو نزاکتونو او په ټوله کې د ژوند د ادابو په اړه بشپړ بحث شوی دی

    .دغه کوچنی اثر د ټولنې د معنوي رغښت او پیاوړتیا په برخه کې مهم رول لري چې مناسبه ده د هر عمر، تخصص او تجربې اشخاص ترې ګټه پورته کړي

    .کتاب یوه د ژباړن او یوه هم د لیکوال سریزه او د شپږو مهمو ټولنیزو موقفونو او بهیرونو په اړه بحثونه لري

  • مصالحه اسلام،ولسواکي او لوېدیځ

    مصالحه اسلام،ولسواکي او لوېدیځ

    په مصالحه کتاب کې نور ارزښتمنو موضوعاتو تر څنګ تر یوه بریده د افغانستان پر جنګ او د دې هېواد پر سیاسي او امنیتي بې ثباتۍ هم غږېدلې. نوموړې د خپلو بحثونو په څرګندولو سره دا په ښکاره ټوګه په
    ډاګه کوي چې د افغانستان په جګړه کې، د مجاهدینو په رامنځته کولو، افراطپالنې او اورپکۍ ته د هیواد په چمتو کولو کې تر ټولو اساسي رول د پاکستان نظامي حکومت او استخباراتو سرته رسولی.

  • د سیاسي اسلام ماته

    د سیاسي اسلام ماته

    د سیاسي اسلام ماته کتاب د فرانسوي لیکوال اولیویه روه اثر دی چې د اسلامي غورځنګونو پر فعالیتونو یې منتقدانه بحث کړی دی.ددې کتاب په لوستلو سره کولای شو چې د اسلامي غورځنګونو د ځوړتیا او نه پیاوړتیا لاملونه وپېژنو او دا لاره ومومو چې څنګه کېدای شي چې اسلامېزم د نړیوال نظم یوه مطرح برخه شي او د وضعي قوانینو په متورم بازار کې شریعت خپل حاکمیت وساتی شي.

  • سي ای اې پټې جګړې

    سي ای اې پټې جګړې

    سي آی اې پټې جګړې  په کتاب کې د نړۍ په کچه د امریکا څارګره اداره (CIA) تر ټولو ادارو لویه، خطرناکه او د لوی ځواک لرونکې ده، د امریکا په نوې ستراتېژۍ کې د دې ادارې ارزښت ډېر زیات شوی دی. همدا رنګه (له ویتنام تر افغانستانه د CIA پټې جګړې) سره له دې چې د محتوا له اړخه دغه کتاب ډېر مهم اثر دی، خو په دې کې د CIA یوازې هغه پټې طرحې او فعالیتونه شامل دي چې د ۲۰۰۱ز کال د اکتوبر تر ۷مې، پر افغانستان د امریکا د متحده ایالاتو تر نېغ یرغل پورې ترسره شوي دي.
    دغه اثر ۱۹۲ پاڼې لری په ښه کیفیت څلور ځلی چاپ او بازار ته وړاندې شوی.

     

  • د ابن خلدون مقدمه

    د ابن خلدون مقدمه

    د «ابن خلدون مقدمه» کتاب چې عبدالرحمن ابن خلدون لیکلی، په اتمه او نهمه هجري پېړۍ کې د اسلام پر ټولنیز او اقتصادي تاریخ بحث کوي. د دې اثر پښتو ژباړه تکړه او د لسګونو اثارو درلودونکي محمدزبیر شفیقي کړې ده،یو ټوک چې ټولټال نږدې په ۷۸۸ مخونو،  دوو برخو او ۴۰ فصلونو کې راټوله شوې ده.
    دا اثر د ابن خلدون د تاریخ (کتاب العبر) مقدمه ده، چې په هغه کې پر مهمو موضوعاتو او مسايلو بحث شوی دی. کتاب العبر د نړۍ له مهمو تاریخي اثارو ګڼل کېږي، چې په اوو ټوکونو کې لیکل شوی دی. د ابن خلدون مقدمه وروسته خورا مهمه او مشهوره شوه، ان د یوه مستقل اثر ځای یې ونيو.
    د دې اثر یوه ستره ښېګنه دا بلل کېږي، چې نه یوازې په اسلامي نړۍ کې زیات لوستونکي لري، بلکې لا هم په لوېدیځ کې د اکاډمیکو بنسټونو یوه علمي او تاریخي سرچینه اوس هم په اروپا کې په تحصیلي نصاب او اکاډميکو مرکزونو کې دقيقه سرچينه شمېرل کېږي.
     د ابن خلدون په دغه اثر کې د تاریخ، جغرافیې، ټولنپوهنې، ټولنیزو اړیکو، تر نجوم او ستوریو پېژندلو پورې، د نړۍ د مذاهبو، تر لویو امپراتوریو پورې د عروج او زوال لاملونه، د بشر د تاریخ لوړې ژورې، علوم او اړیکې په داسې بڼه لیکل شوې چې لوستونکي د لیکوال پر نبوغ اعتراف او فکر ته هڅوي.
    د ابن خلدون مقدمه د شرق د تاریخ او د شرقي فرهنګ په اړه بډای اثر دی. موږ دې ته متوجه کوي چې اسلامي هېوادونه په تېره شرق څومره غني فرهنګ او تمدن درلود او څنګه اوس له زوال سره مخ شوی دی. د تاریخ لوستل تل درس راکوي، نو د ابن خلدون مقدمه مهم تاریخي درس دی.
    عبدالرحمن ابن خلدون د شرق مهمې تاریخي پېښې، د مسلمانانو حکومتونه، له غیر مسلمانو هېوادونو سره جګړې، تمدن، پرمختګونه، علوم، فنون، هنرونه، روایتونه او په ځینو مواردو کې یې د مسایلو پراخ تحلیل وړاندې کړی دی.
  • زما د دښمن دښمن

    زما د دښمن دښمن 

    یاد کتاب د افغانستان په اړه د شوروي له یرغله د امریکې او ناټو تر وتلو د هندوستان پالیسي څرګندوي.

    د افغانستان په سوله او جګړه کې د نوي ډيلي رول، له اوسني سرپرست حکومت سره د مخالفت پرځای تعامل او د پاکستان د کنټرول اړوند مفصل بحث شوی دی.

    زما د دښمن دښمن کتاب ۳۸۴ مخونه، درې برخې او نهه څپرکي لري. په لومړۍ برخه کې د افغانستان او هند ترمنځ د بې طرفۍ او اړیکو تاریخ، فرهنګ او ولسونو په اړه خبرې شوې دي. په دوهمه برخه کې د پاکستان سره د دواړو هېوادونو د تګلارې په اړه خبرې شوې دي او په درېیمه برخه کې نوی ډیلی په افغانستان کې د ټولو ډلو سره د تعامل په لټه کې دی.

    دغه اثر یو څېړنیز او تحلیلي اثر دی چې د نړیوالو چارو، تاریخ، سیاست او فرهنګ څارونکي او محققین ورڅخه د کره سرچینې په توګه کار اخیستی شي او هم د پالیسي جوړوونکو لپاره یوه جامع او وروستۍ منبع ده.

     دغه کتاب په انګریزي ژبه اویناش پلېوال لیکلی او پښتو ژبې ته بسم الله مومند او ولي داد خوېشکي ژباړلی دی.

    یاد کتاب تازه اکسوس کتابپلورنځي چاپ او خپور کړی او مینوال کولای شي د کابل ښار سربېره د هېواد په نورو لویو ښارونو کې یې هم له مشهورو کتابپلورنځيو ترلاسه کړي.

  • پټه جګړه

    پټه جګړه 

    پټه جګړه  (۱۹۸۰م) کلونو کې د افغانستان د جګړې اصلي هسته، چې د دې جګړې لومړۍ مرحله یې هم ګڼلای شو، په اصل کې د امریکا او شوروي ترمنځ یوه استخباراتي شخړه او جنګ و. دغه جګړه لومړی د جیمې کارټر او تر هغه وروسته د رونالډ ریګن له خوا CIA ته د یوه رسالت په توګه ورسپارل شوې وه چې هدف یې هم له افغانستان څخه د «شوروي ویتنام» جوړول و. کله چې شوروي په (۱۹۸۹م) کې په افغانستان کې ماتې وخوړه او ځواکونو یې په وتلو پیل وکړ، نو په اسلام‌اباد کې د CIA مشر د امریکا په تاریخ کې د دې سترې استخباراتي جګړې د ګټلو د زېري په توګه مرکزي دفتر ته یو مشهور او لنډ پیغام واستاوه چې پکې لیکلي یې وو:«موږ وګټله!»

  • ریاستS

     ریاستS
    په افغانستان او پاکستان کې د سي ای اي او امریکې پټې جګړې
       

    اېس رياست کتاب له ۲۰۰۱کال راوروسته په افغانستان او پاکستان کې د سي ای اې او امریکا د پټو جګړو په اړه لیکل شوی اثر دی، هغو پوښتنو ته ځواب وايي چې ځواب یې پر سند ولاړ وي. دغه اثر «د پېریانو جګړې» کتاب وروسته د لیکوال دويم تاریخي ژورنالېستیکي اثر دی. په کتاب کې اړین مسايل، تحقیق او سپړنه په خپلواکه بڼه چمتو شوي دي.

    په S رياست کتاب کې هڅه شوې څو معلومه شي چې ولې د تحریک له ماتې وروسته یو ځل بیا د سي ای اس ، ای ایس ای او افغان استخباراتو د فعالیت په ترڅ کې په افغانستان کې یوه نوې جګړه پيل شوه؟ څنګه دا جګړه د مخکښو شبکو، اړوندو ترهګریزو ګروپونو او د اسلامي دولت د څانګو د رامنځته کېدو او بقا پر جګړې بدله شوه. بل لور ته په کتاب کې هڅه شوې چې د امریکا، افغانستان، پاکستان او نړیوالو پالیسیو ناکامۍ ته کتنه وکړي چې څنګه د نړیوالې جهادي ترهګرۍ پر خلاف درېدل له خنډ سره مخ شول.کتاب په واشنګټن، کابل او اسلام‌آباد کې د تر ټولو پټو عملیاتو، انګېرنو، بحثونو او ډيپلوماسۍ په اړه یو متوازن څېړنیز اثر دی.

    یاد کتاب په ۲۰۱۸ کال کې امریکایي لیکوال سټیو کول لیکلی او پښتو ژبې ته د اکسوس د ژباړې بورډ لخوا ژباړلی شوی ښاغلي محمد زبیر شفیقي یې بیاکتنه کړې ده.

    کتاب څلور برخې، ۳۵ څپرکي او ۷۲۸ مخونه لري.

  • افغانستان په اوستا کې

    • ISBN:12298
    • Book Author:دوست شینواری
    • Publisher:کتابکور
    • Print Year:2021
  • چچنامه

    • ISBN:12302
    • Book Author:
    • Publisher:کتابکور
    • Print Year:2021
  • بل مشالونه

    • ISBN:12295
    • Book Author:شېرعلي باچا
    • Publisher:کتابکور
    • Print Year:2020
  • د افغانستان عروج

    • ISBN:9789936807327
    • Book Author:فیض احمد
    • Publisher:انسان
    • Print Year:2021
  • غچ او سزا

    • ISBN:4514
    • Book Author:ډیويډ لاین
    • Publisher:جهان دانش
    • Print Year:1396

Main Menu