-
مه خپه کېږه! الله له موږ سره دی
مه خپه کېږه! الله له موږ سره دی
په نړۍ کې تر ټولو نعمتونو او شتمنیو مهم او ګران بیه نعمت «روحي او رواني» سکون دی. دا هغه نعمت دی که ترې برخمن وې، هرڅه لرې او که نه تر ټولو بدمرغه او له هرڅه نه محروم یې. که څه هم په ظاهره به ډېرې کارخانې، باغونه، موټرونه او په میلیاردونو ډالره پانګه ولرې.هر انسان پر دې ښه پوهېږي چې فکري، روحي او رواني سکون تر ټولو لوی نعمت او شتمني ده؛ ځکه چې موږ وینو او لیدلي مو دي چې زیاتره خلک په ظاهره بډای، ځواکمن، رهبران، ښکلي، ورزشي اتلان او … دي؛ خو لالهانده، ستړی او له اندېښنو ډک ژوند تېروي.ښايي تاسې به هم د ډېرو خلکو نمونه اورېدلي وي چې ظاهراً یې ټول نعمتونه په برخه وو؛ خو ځان وژنه یې کړې او دا یې د خلاصون یوازینۍ لار ګڼلې ده.هغوی چې ځان یې نه دی وژلی او یا یې د وژلو هڅه نه ده کړې، له مړو څخه کم نه دي او ښايي متحرک مړي ورته ووایو. ځکه دوی د روباټ (مصنوعي انسان) په څېر هغه ورځني کارونه کوي، چې ورسره عادت شوي دي. نور د موخې، انګېزې او له ژونده د خوند اخیستو په نوم څه نه پېژني.له دې څخه هېڅکله انکار نه شو کولای چې هرڅوک په ژوند کې له ستونزو او ناخوالو سره په یو ډول نه یو ډول مخ دي؛ خو له دې ستونزو او کړاونو سره د انسانانو د چلند ډول دی چې یو له بله یې بېلوي. ځینې داسې دي چې حق ناحق اندېښمن او خپه وي، ذهن یې سختیو او ناخوالو ته دومره متوجې کړی وي چې ټول ژوند ورته په دوزخ بدل شوی وي او تل غمجن، خپه او غمځپلی وي.ځینې نور چې روښانه فکرونه او لوی زړونه لري، له همدې ستونزو او کړاونو سره سره بیا هم خوشاله وي، هېڅکله نه پرېږدي چې د اندېښنې په نوم څه یې راګیر کړي او د ژوند پر پسرلي یې خزان راولي.دې کتاب لیکوال وايي، زه هڅه کوم چې په دې کتاب کې په ساده او روانه ژبه د خپګان او اندېښنې ختمولو او د روحي یا رواني سکون د بیرته لاسته راوړلو لپاره تاسې ته اسانه لارې چارې در وښیم.لیکوال وايي، د کتاب لیکلوته مې هغه وخت ډېره لېوالتیا شوه، چې زه په زندان کې وم. هلته مې لیدل چې ډېریو زندانیانو په ډېر غم او پرېشانۍ کې شپې او ورځې تېرولې، تل به یې د تېرو ګناهونو له امله ځانونه ملامت ګڼل او هغه وه چې غمونو او خپګانونو به یې څېرې تورې سوې وې.ما له هماغه لومړي سره نوم ورته «مه خپه کېږه» کېښود، ځکه باید خپه نه شو چې الله تعالی له موږ سره دی او همغه ذات د سکون اصلي سرچینه ده، چې ټولو مخلوقاتو ته سکون وربښي.هغه ذات زموږ د ټولو ستونزو پر حل ښه پوهېږي او دا چې پر موږ یې ستونزې او مشکلات راوستي، په دې کې هم د هغه ذات یو لوی راز دی؛ هغه غواړي چې په دې ډول موږ لا قوي کړي، ایمان مو لا پياوړی کړي او را زده کړي چې څنګه پر خپل ځان باور ولرو او وشو کړای چې په سختو حالاتو کې خپل مسیر ورک نه کړو.که غواړی چې پر خپلو ستونزو برلاسي شي او وشی کولای چې هغه ته په پوره ډاډ او اطمینان د حل لاره پيدا کړی، دا کتاب حتماً ولولئ.؋150؋200 -
4000 essential English Words 6
- ISBN:9781640151383
- Book Author:Paul Nation
- Publisher:
- Print Year:
؋170؋204 -
مفسد ناول
- ISBN:9789936653498
- Book Author:ایمل پسرلی
- Publisher:اکسوس
- Print Year:1399
؋170؋230 -
د لوی فکر جادو
- ISBN:9789936626928
- Book Author:ډیویډ شوارتز
- Publisher:اکسوس
- Print Year:1400
- Edition: درېیم
؋180؋230 -
ویښوونکې خبرې
ویښوونکې خبرې
ویښوونکې خبرې د پوهانو د ویناوو، د ارواپوهانو د نظرونو او نړیوالو متلونو ټولګه ده چې حسیب الرحمن نورمل پښتو ژباړلی دی، کتاب ۱۴۷ مخونه لري چې د اخلاقو، ازادۍ، افکارو، انسان، ایمان، باور، بریا، ځوانۍ، ژوند، مینې او داسې نورو په اړه هم د پوهانو ویناوې راټولې او ژباړل شوې دي
له نېکمرغه باید ووایو چې کتاب د پنځم ځل لپاره چاپ شوی او د اکسوس کتاب پلورنځي له زیاتو پلورلو شویو کتابونو څخه دی
؋100؋130 -
-
پښتو ګرامر
- ISBN:1355
- Book Author:صدیق الله رښتین
- Publisher:ګودر
- Print Year:1395
؋50؋60 -
ټال ناول
- ISBN:9781061610179
- Book Author:نصیر احمد احمدي
- Publisher:مومند
- Print Year:1398
؋100؋120 -
منټو لنډی کیسی
- ISBN:9789936647473
- Book Author:سعادت حسن منټو
- Publisher:سروش
- Print Year:2020
؋140؋168 -
Professional English in Use Medicine 4th Edition
- ISBN:12158
- Book Author:Eric H. Gledinning Ron Howard
- Publisher:KUMS
- Print Year:2020
؋280؋336 -
اصول و انواع تحقیقات علمی
- ISBN:6325
- Book Author:احمد فرید دانش
- Publisher:
- Print Year:
؋150؋180 -
فارمکولوژی سریری و تداوی دوایی
- ISBN:6174
- Book Author:احمد فرید دانش
- Publisher:انتشارات احمد
- Print Year:1396
؋270؋324 -
-
ډیویډ جونز(بغدادی پیر)
- ISBN:9789936660052
- Book Author:نصیر احمد احمدی
- Publisher:مومند
- Print Year:2019
؋150؋180 -
دری سر زوری
- ISBN:12048
- Book Author:محی الدین نواب
- Publisher:مازدیګر
- Print Year:1392
؋50؋60 -
سپین داړی
- ISBN:9789936806368
- Book Author:جک لندن
- Publisher:سروش
- Print Year:1396
؋150؋180 -
نګاه مختصر به تاریخ معاصر افغانستان
عنوان
نمایسمبانمشامنشسابنماشنمبانمشسابنماشسنمبانمشسابنمشسابنمشسیابنمسشیابناینبسیشنبانیسشبانسیمشابنمسشیامشسامتمیشتبسشیباتتت
؋270؋400 -
د افغانستان پر معاصر تاریخ یوه لنډه کتنه
- ISBN:9789936802186
- Book Author:میرغلام محمد غبار
- Publisher:میوند
- Print Year:2018
؋270؋351
