fbpx
  • راشد د کرکټ خان

    راشد د کرکټ خان

    راشد د کرکټ خان کتاب د مخکښ افغان کرکټ لوبغاړي ښاغلي راشد خان پر ژوند او اتلولۍ یو مستند تاریخ دی.

    په کتاب کې د نوموړي لوبغاړي پر شخصي ژوند او شخصیت سربېره د هغه په سپورټي اتلولیو، روزنه او لاسته راوړنو او هم د افغانستان د کرکټ د تاریخ او روانو چارو په اړه بشپړ بحث شوی دی.

    کتاب ښاغلي جعفر هاند لیکلی او د یاد اثر د اهمیت په اډانه کې ادعا کوي چې د راشد خان د پېژندنې سربېره په کتاب کې ډېری هغه لوبیزې پېښې راغلې چې تر دې دمه زه هم نه وم ترې خبر.

    د یادونې وړ ده چې کتاب یوویشت څپرکي او ۲۲۰ مخونه لري.

  • د قباله لیکنې لارښود

    د قباله لیکنې لارښود

    د قباله لیکنې لارښود کتاب چې د قبالې پر مفهوم، اهمیت، اصولو، ډولونو، معیاري لیکنې او قانوني ورکړې بحث کوي د ښاغلي نعمت الله پټانزي لخوا  په څلورو څپرکیو کې د معتبرو منابعو څخه په ګټه اخیستنې سره لیکل شوی دی چې په پښتو ژبه کې د قباله لیکنې په برخه کې لومړنی کتاب ګڼل کیږي، دا کتاب کولای شي چې په پښتني سیمو کې د  قباله لیکنې په برخه کې شته ستونزو ته د پای ټکی کیږي.

  • د الهام څراغ

    د الهام څراغ!

    اتل کتاب د نړۍ د دولسو هغه بریالیو کسانو د ژوند کیسې بیانوي چې خپلو موخو ته رسېدلي او نن ورځ اتل ګڼل کېږي.
    په کتاب کې د لیکوالې سربېره د نورو د ژوند او کاروبار د بریا کیسې دي چې لوستونکو ته د انګېزې او فکري پیاوړتیا په برخه کې مهم مطالب لري.
    کتاب په څلورو برخو کې تنظیم شوی چې په لومړۍ برخه کې د انسان پر هیله او ارمان بحث شوی څو دغه غوښتنه مشخصه شي ورپسې د اتلولۍ برخه ده او له هغې وروسته د لټون او څارلو برخه ده او په پای کې د بریا داستان دی چې په ټوله کې ښېرازه ژوندانه تګلاره ګرځېدای شي.

  • اتل

    اتل

    اتل کتاب د نړۍ د دولسو هغه بریالیو کسانو د ژوند کیسې بیانوي چې خپلو موخو ته رسېدلي او نن ورځ اتل ګڼل کېږي.
    په کتاب کې د لیکوالې سربېره د نورو د ژوند او کاروبار د بریا کیسې دي چې لوستونکو ته د انګېزې او فکري پیاوړتیا په برخه کې مهم مطالب لري.
    کتاب په څلورو برخو کې تنظیم شوی چې په لومړۍ برخه کې د انسان پر هیله او ارمان بحث شوی څو دغه غوښتنه مشخصه شي ورپسې د اتلولۍ برخه ده او له هغې وروسته د لټون او څارلو برخه ده او په پای کې د بریا داستان دی چې په ټوله کې ښېرازه ژوندانه تګلاره ګرځېدای شي.

    اتل

    ؋170؋250 Add to cart
  • شکر

    شکر

    شکر کتاب د مننې او شکر کولو لارښود اثر دی چې د ۲۸ ورځو په تمرین سره لوستونکي له یوه ځواکمن عادت سره کولای شي د ژوندانه له ډېرو ستونزو سره د مبارزې لار ومومي او د خپلې خوښې وړ بدلون احساس کړي.
    په کتاب کې د شکر لپاره عملي تمرینونه راغلي چې د تشویشونو په رفع کولو کې د یوې کارنده نسخې رول لوبوي.

    شکر

    ؋170؋250 Add to cart
  • ځواک

    ځواک

    د ځواک کتاب د مینې، مننې، مثبت فکر او د احساساتو ځواک(قدرت) په اغېزو راته بحث کوي چې دغه بشري نعمتونه څنګه کولای شي چې په مټ یې انسان ځان او یا هم بل ځواکمن کولای شي او د دغه پدیدو په مرسته بریا ته رسېدای شي.

  • راز

    راز

    دغه کتاب د انسان د ژوند راز په اړه دی چې له ده سره څه کېږي او څه باید وشي څو خپلې غوښتنې ته ورسي.
    کتاب د انسان په ژوند کې د جذب قانون ځواک معرفي کوي چې په مټ یې کولای شي بریالیتوب ته ورسي.
    یاد کتاب د زرګونو انسانانو د ژوند سختې ستونزې ورحل کړې، ځواک او راز یې ورښودلی څو خپلې موخې ته ورسي.
    په کتاب کې د نړۍ لویو علماو دغه رازونه راسپړلي او د بشریت ښېرازۍ ته یې وړاندې کړي دي.

    راز

    ؋170؋250 Add to cart
  • غوره مشري

    غوره مشري
    غوره مشري د مشهور امریکایی لیکوال برایان ټریسي اثر دی چې د ښه مدیریت او غوره رهبرۍ په موخه مهم اړین موضوعات پکې راټول شوي. د لوستونکو د غوښتنی سره سم دا څلور ځلې چاپ او بازار ته وړاندې شو.

  • لار دې قدمونو ته روښانه کېږي

    لار دې قدمونو ته روښانه کېږي

    یاد کتاب د مولانا جلال الدين محمد بلخي رح له شعرونو څخه د ژوند يوويشت استخراج شوې قاعدې دي. چې مشهور ترکي لیکوال هاکان منګوچ د یوه اثر په ګاڼه تدوین کړې، چې پښتو ژبې ته ښاغلي منتشر شاهي ژباړلی او اکسوس کتابپلورنځي چاپ او خپور کړی دی.
    کتاب د ۲۱ قاعدو په چوکاټ کې د مولانا قوانین تشریح کوي چې د اوسنۍ پېړۍ انسان ته د فکر، پوهې او روحاني روزنې لپاره ارزښتمن درسونه وړاندې کوي.

  • ایکیګای

    ایکیګای د جاپانیانو د اوږده او خوشاله ژوند راز

    «د دې کتاب موخه د جاپانیانو د سل کاله ژوند کولو رازونه راښکاره کول او د داسې لارو چارو په لاس درکول دي، چې په مټ یې تاسو خپل ایکیګای موندلای شی.

    د جاپاني وګړو په اند هر څوک یو ایکیګای لري؛ دا هغه څه دي چې فرانسوي فلسفه یې د ژوند کولو سبب او موخه ګڼي. ځینو خلکو خپل ایکیګای موندلی او نور یې اوس هم په لټه کې دي -که څه هم دوی یې په خپل ځان کې لري، فقط موندلی یې نه دی.»

  • د شپېلۍ ځواک

    د شپېلۍ ځواک

    د شپېلۍ ځواک کتاب چې د ځان پېژندنې، جوړونې، بریالیتوب او همدارنګه د تصوف او عرفان په فلسفه کې د انسان وړتیاوې ارزوي، د دغه موضوعاتو اړوند اثر دی چې د مخکښ ترکي لیکوال او ویناوال هاکان منګوچ لخوا لیکل شوی دی او پښتو ژبې ته د نوموړي لومړی اثر دی چې چاپ او بازار ته وړاندې کېږي.

    د کتاب په لیکوالۍ کې د عبرتناکو داستانونو په ژبه مطالب بیان شوي چې په سبب یې لیکوال د ډېری لوستونکو پام راخپل کړی دی.

  • مثبت تاکیدي عبارتونه

    مثبت تاکیدي عبارتونه
    کتاب د مثبتو عبارتونو ټولګه ده چې له انګلیسي او فارسي ژبو څخه پښتو ته ژباړل شوې ده.
    پوهان وایي؛ «په کلمو کې قوت او ځواک دی، وینا، خبرې او کلمې هغه څه دي چې انسان او نړۍ ته بدلون ورکوي». د انسان وجود چې څنګه خوړو ته اړتیا لري ذهن هم داسې مثبتو خبرو، ویناوو او افکارو ته اړتیا لري.
  • د ژوند او مینې پیل

    د ژوند او مینې پیل

    د ژوند اومینې پیل کتاب کې د ژوند په اړه ناویل شوې خبرې او ویناوې راخیستل شوي، کتاب له فارسي او انګلیسي ژبو څخه ژباړل شوی دی، په دغه کتاب کې د مشهورو لیکوالانو لکه برایان ټرېسي، ډاکټر علي شریعتي، جبران خلیل جبران او داسې نورو ویناوې هم را اخیستل شوې دي.ژباړن کوښښ کړی هغه جملې چې ستر رازونه په کې نغښتي دي راوژباړي او په لنډو الفاظو کې یې بیان کړي، د لوستونکو د لا ښه پوهېدو او درک لپاره ژباړن هرې جملې لپاره لنډ عنوان هم ورکړی دی د یادولو ده چې د غه کتاب د پنځم ځل لپاره چاپ شوی دی

  • سل کیسې سل رازونه

    سل کیسې سل رازونه

    سل کیسې سل رازونه کتاب د لنډیو کیسو او حکایتونو ټولګه ده، چې له فارسي څخه پښتو ته راژباړل شوې دي، کتاب  ۱۳۲ مخونو او سل کیسې لري او د هرې کیسې په پای کې د کیسې راز او پایله په لنډه جمله کې لیکل شوې ده

    د یادلو ده چې په دغه ټولګه کې د ژباړن څو خپلې لیکل شوې کیسې هم دي، له نېکه مرغه باید ووایو چې دغه کتاب د څلورم ځل لپاره چاپ شوی دی

  • داسې ژوند وکړئ

    داسې ژوند وکړئ

    داسې ژوند وکړئ کتاب کې وړې، لنډې او اغېزناکې لارې چارې دي چې په عملي کولو سره یې کولی شو خوشاله او بریالی ژوند وکړو. په کتاب کې لنډې او اغېزناکې جملې له ۲۰ زیاتو کتابونو او د انټرنېټ له بېلابېلو معتبرو سرچینو را ژباړل شوې دي. په هره جمله کې ډېر رازونه او خبرې دي

    کتاب د په ۱۲۸ مخونو کې د دویم ځل لپاره چاپ شوی دی

  • ویښوونکې خبرې

    ویښوونکې خبرې

    ویښوونکې خبرې د پوهانو د ویناوو، د ارواپوهانو د نظرونو او نړیوالو متلونو ټولګه ده چې حسیب الرحمن نورمل پښتو ژباړلی دی، کتاب ۱۴۷ مخونه لري چې د اخلاقو، ازادۍ، افکارو، انسان، ایمان، باور، بریا، ځوانۍ، ژوند، مینې او داسې نورو په اړه هم د پوهانو ویناوې راټولې او ژباړل شوې دي

    له نېکمرغه باید ووایو چې کتاب د پنځم ځل لپاره چاپ شوی او د اکسوس کتاب پلورنځي له زیاتو پلورلو شویو کتابونو څخه دی

  • د ژوند ناویل شوي رازونه

    د ژوند ناویل شوي رازونه

    د ژوند ناویل شوي رازونه کتاب کې د ژوند په اړه ناویل شوې خبرې او ویناوې راخیستل شوي، کتاب له فارسي او انګلیسي ژبو څخه ژباړل شوی دی، په دغه کتاب کې د مشهورو لیکوالانو لکه برایان ټرېسي، ډاکټر علي شریعتي، جبران خلیل جبران او داسې نورو ویناوې هم را اخیستل شوې دي.ژباړن کوښښ کړی هغه جملې چې ستر رازونه په کې نغښتي دي راوژباړي او په لنډو الفاظو کې یې بیان کړي، د لوستونکو د لا ښه پوهېدو او درک لپاره ژباړن هرې جملې لپاره لنډ عنوان هم ورکړی دی د یادولو ده چې د غه کتاب د پنځم ځل لپاره چاپ شوی دی

  • استغناء

    استغناء ـ بېوزلي فساد دی ژر شتمن شئ

    .استغناء یا په اسلامي لارښوونو، اصولو او ازمویل شویو طریقو شتمن کېدلو اړوند اثر دی چې لیکوال مصطفی عبدالله الشیخ په دریو برخو کې ترتیب کړی دی

    .د کتاب په لومړۍ برخه کې د شتمن کېدو لپاره شل اړینې مشورې لیکل شوې دي چې د دیني لارښوونو په رڼا کې مطرح شوې دي

    .همدارنګه دویمه برخه کې دری مهم او اړین اصول بیان شوي چې په پلي کېدو سره یې غوښتونکي مطلوبې پایلې ته رسېدای شي

    .او درېیمه برخه کې ازمویل شوې لارې چارې دي چې لوستونکي کولای شي له دې تجربو د پام وړ ګټه پورته کړي

Main Menu