-
پاسته زړونه پولادي مازغه
پاسته زړونه پولادي مازغه
دا کتاب په عامه ژبه د مازغو په جوړښت، دندو او د هغه د اهمیت په اړه مفصل معلومات واړندې کوي. کتاب د انساني مازغو په اړه د مختلفو علمي څېړنو او معلوماتو په بنسټ جوړ شوی دی او د ارواپوهنې، شخصیت جوړونې او د مازغو تقویه کولو پّ موضوعاتو کې ځانګړي معلومات لري
په ټولوه کې”پاسته زونه پولادي مازغه” کتاب لوستونکو ته د مازغو په اړه مفصل او ګټور معلومات وړاندې کوي او د ذهني روغتیا او شخصیت جوړونې په برخه کې د هغوی پوهه او مهارتونه لوړوي.
؋140؋180 -
راشد د کرکټ خان
راشد د کرکټ خانراشد د کرکټ خان کتاب د مخکښ افغان کرکټ لوبغاړي ښاغلي راشد خان پر ژوند او اتلولۍ یو مستند تاریخ دی.
په کتاب کې د نوموړي لوبغاړي پر شخصي ژوند او شخصیت سربېره د هغه په سپورټي اتلولیو، روزنه او لاسته راوړنو او هم د افغانستان د کرکټ د تاریخ او روانو چارو په اړه بشپړ بحث شوی دی.
کتاب ښاغلي جعفر هاند لیکلی او د یاد اثر د اهمیت په اډانه کې ادعا کوي چې د راشد خان د پېژندنې سربېره په کتاب کې ډېری هغه لوبیزې پېښې راغلې چې تر دې دمه زه هم نه وم ترې خبر.
د یادونې وړ ده چې کتاب یوویشت څپرکي او ۲۲۰ مخونه لري.
؋170؋250 -
د ځوانۍ پرېکړې او فرصتونه
د ځوانۍ پرېکړې او فرستونه
ځواني د انسان د ژوند هغه پړاو دی چې هره پرېکړه پکې د راتلونکي بنسټ جوړ وي. دا کتاب د همدې مهم پړاو لپاره لیکل شوی، چې د یو ځوان ذهن، اخلاق او ژوند ته رڼا ورکړي. لیکواله نظیفه دفتاڼۍ په ډېر ساده، ژور او ژوند ته نږدې انداز کې هغه موضوعات را اخلي چې د هر ځوان د روزنې، بریا او ارامتیا لپاره اړین دي.؋100؋150 -
فکر وکړئ او شتمن شئ
فکر وکړئ او شتمن شئ
دې كتاب كې هغه رازونه راسپړل شوي چې زرګونه كسانو د ژوند په هر ډګر كې تجربه كړي دي. او همدا رنګه واقعيتونه پکې لولئ، په کتاب کې راغلې کيسې تخيلي نه دي. هغه نړيوال واقعيتونه چې له امله يې وړ كسان نه يوازې پر دې پوهېږي چې څه وكړي؟ بلكې پر دې هم پوهېږي چې څنګه يې وكړي؟ او هغه څه مومي چې دوى ترې موخې ته د رسېدو مزل پيلولاى شي. هو ټولې لاسته راوړنې او ټوله شتمني د يوې مفكورې په اساس پیدا کېږي…..
؋250؋350 -
شتمن پلار نیستمن پلار
- ISBN:9789936626720
- Book Author:رابرټ کیوساکي
- Publisher:اکسوس
- Print Year:1397
؋150؋195 -
د بریا تمځای
- ISBN:6117
- Book Author:عایض القرانی
- Publisher:ګندهارا
- Print Year:2019
؋130؋156 -
څنګه دوستان پیدا کړئ او پر نورو نفوذ ولرئ
څنګه دوستان پیدا کړئ او پر نورو نفوذ ولرئ
کتاب «څنګه دوستان پیدا کړئ او پر نورو نفوذ ولرئ» د ډیل کارنیګي لخوا لیکل شوی دی. دا کتاب د انسانانو تر منځ د اړیکو ښه کولو او په ټولنیز ژوند کې د نفوذ ترلاسه کولو په اړه مهمې لارې چارې او مهارتونه وړاندې کوي. لیکوال په دې کتاب کې ښيي چې څنګه د نورو خلکو د زړونو ګټلو لپاره ښه اورېدونکي واوسو، د هغوی احساساتو ته درناوی وکړو، او په ښو اړیکو جوړولو کې بریالي شو. کتاب پر دې تمرکز لري چې څنګه په نرمه او مهذبه توګه خلک وهڅوو او په هغوی اغېز وکړو، څو یو باارزښته او بریالی ټولنیز ژوند ولرو.
؋170؋250 -
روانشناسی تربیتی جلد اول , دوم
- ISBN:4421
- Book Author:عبدالمنان حقیار
- Publisher:سعید
- Print Year:1395
؋250؋300 -
د ښه ژوند هنر
د ښه ژوند هنر
دا کتاب په اوسنۍ پېړۍ کې د ښه ژوند د پېژندنې په اړه د رالف دوبلي د څېړنو او تجربو ټولګه ده چې په ۵۲ برخو کې یې تنظیم کړې ده.
لیکوال د ښه ژوند په اړه لنډې او منطقي لارې بیانوي چې له لوستونکو سره مرسته کولای شي چې ډېری د ژوند مسایل عادي وګڼي او حقیقي او د کنټرول وړ هغه بیا جدي ونیسي.
لیکوال په سریزه کې وایي چې دا اثر د ۲۱مې پېړۍ لپاره د کلاسیک ژوند فلسفه بللای شو. نوموړی د بریا، خوښۍ او شتمنۍ په اړه نوي او منل شوي تعاریف او تګلارې وړاندې کوي.
کتاب یوه سریزه، ۵۲ بابه او یوه وروستۍ برخه لري.
؋150؋200 -
انسان دمانا په لټون
- ISBN: 9789936653542
- Book Author: ویکټور فرېنکل
- Transaltor: میراحمد یاد
- Publisher:اکسوس
- Print Year:2021
؋130؋170 -
د لوی فکر جادو
- ISBN:9789936626928
- Book Author:ډیویډ شوارتز
- Publisher:اکسوس
- Print Year:1400
- Edition: درېیم
؋180؋230 -
ویښوونکې خبرې
ویښوونکې خبرې
ویښوونکې خبرې د پوهانو د ویناوو، د ارواپوهانو د نظرونو او نړیوالو متلونو ټولګه ده چې حسیب الرحمن نورمل پښتو ژباړلی دی، کتاب ۱۴۷ مخونه لري چې د اخلاقو، ازادۍ، افکارو، انسان، ایمان، باور، بریا، ځوانۍ، ژوند، مینې او داسې نورو په اړه هم د پوهانو ویناوې راټولې او ژباړل شوې دي
له نېکمرغه باید ووایو چې کتاب د پنځم ځل لپاره چاپ شوی او د اکسوس کتاب پلورنځي له زیاتو پلورلو شویو کتابونو څخه دی
؋100؋130 -
ژوند جوړوونکي فکرونه
ژوند جوړوونکي فکرونه
دا کتاب د ژوند د مثبت فکرونو، اخلاقو او انساني ارزښتونو یو ښکلی لارښود دی. لیکوال په لنډو او خوږو جملو کې د امید، ازادۍ، خوشحالۍ، صبر، فکر، اخلاقو، کمال او نورو موضوعاتو په اړه د ژوندون درسونه وړاندې کوي.
کتاب لوستونکي هڅوي چې د ورځني ژوند په چاره کې نظم، صداقت او د وخت ارزښت په پام کې ونیسي. د هر فصل پیغام ساده، خو ژوره اغېزه پرېږدي. د ځوانانو، زدهکوونکو او هر هغه چا لپاره ګټور دی چې غواړي خپل ژوند ته د مثبت بدلون لاره ومومي
؋150؋200 -
مثبت تاکیدي عبارتونه
مثبت تاکیدي عبارتونهکتاب د مثبتو عبارتونو ټولګه ده چې له انګلیسي او فارسي ژبو څخه پښتو ته ژباړل شوې ده.پوهان وایي؛ «په کلمو کې قوت او ځواک دی، وینا، خبرې او کلمې هغه څه دي چې انسان او نړۍ ته بدلون ورکوي». د انسان وجود چې څنګه خوړو ته اړتیا لري ذهن هم داسې مثبتو خبرو، ویناوو او افکارو ته اړتیا لري.؋50؋70 -
د ژوند او مینې پیل
د ژوند او مینې پیل
د ژوند اومینې پیل کتاب کې د ژوند په اړه ناویل شوې خبرې او ویناوې راخیستل شوي، کتاب له فارسي او انګلیسي ژبو څخه ژباړل شوی دی، په دغه کتاب کې د مشهورو لیکوالانو لکه برایان ټرېسي، ډاکټر علي شریعتي، جبران خلیل جبران او داسې نورو ویناوې هم را اخیستل شوې دي.ژباړن کوښښ کړی هغه جملې چې ستر رازونه په کې نغښتي دي راوژباړي او په لنډو الفاظو کې یې بیان کړي، د لوستونکو د لا ښه پوهېدو او درک لپاره ژباړن هرې جملې لپاره لنډ عنوان هم ورکړی دی د یادولو ده چې د غه کتاب د پنځم ځل لپاره چاپ شوی دی
؋70؋104 -
داسې ژوند وکړئ
داسې ژوند وکړئ
داسې ژوند وکړئ کتاب کې وړې، لنډې او اغېزناکې لارې چارې دي چې په عملي کولو سره یې کولی شو خوشاله او بریالی ژوند وکړو. په کتاب کې لنډې او اغېزناکې جملې له ۲۰ زیاتو کتابونو او د انټرنېټ له بېلابېلو معتبرو سرچینو را ژباړل شوې دي. په هره جمله کې ډېر رازونه او خبرې دي
کتاب د په ۱۲۸ مخونو کې د دویم ځل لپاره چاپ شوی دی
؋100؋130 -
موخی اهداف وټاکی چی بریالی شی
- ISBN:9789936626393
- Book Author:برایان تریسی
- Publisher:اکسوس
- Print Year:1396
؋200؋260 -
روانشناسی عمومی
- ISBN:10080
- Book Author:زهره ولید رحمانی
- Publisher:جهان اسلام
- Print Year:1399
؋300؋360
