-
نرم ځواک
نرم ځواک
د نړیوالو اړیکو په ډګر کې د نړۍ یو له تر ټولو ډېر حواله شوي کتابونو څخه، د امریکايي سیاستپوه او پروفیسور جوزف نای شهکار اثر”نرم ځواک” په پښتو ژبه چاپ او خپور شو.
دا اثر د لیکوال او څېړونکي احمد بلال خلیل له خوا له انګلیسي پښتو ته ژباړل شوی او پنځه څپرکي لري. کتاب د ځواک درېیم ډول، یانې نرم ځواک، راپېژني او ښيي چې هېوادونه څنګه د زور او اقتصاد پر ځای د کلتور، ارزښتونو او بهرني سیاست له لارې پر نورو اغېز کولی شي.
په کتاب کې د امریکا د نرم ځواک سرچینې، د نورو هېوادونو لکه روسیې، چین، هند او اروپايي ټولنې تجربې، او همدارنګه د نړیوال سیاست په ډګر کې د نرم ځواک د کارونې لارې په تفصیل څېړل شوې دي. د امریکا د بهرني سیاست او ډيپلوماسۍ په اړه ځانګړې برخه هم پکې شامله ده.
ژباړن احمد بلال خلیل په سریزه کې دا اثر له درېیو اړخونو ارزښتمن بولي: د ځواک پر نوې بڼې د بحث له امله، د کوچنیو هېوادونو لپاره د هیلې د وسیلې په توګه، او په نړیوالو اړیکو او پالیسۍ جوړولو کې د نفوذ د یوې مهمې لارې په توګه.
د نړیوالو چارو کارپوهانو په خپلو څرګندونو کې نرم ځواک د هېوادونو لپاره د نفوذ، بقا او نړیوالې ډيپلوماسۍ مهم وسیله بللې ده.
د دوی په باور «نرم ځواک» د کوچنیو هېوادونو لپاره د لويې ډیپلوماسۍ غوره چانس دی.
؋220؋300 -
نړیوال قانون په غرب او اسلام کې
نړيوال قانون په غرب او اسلام کې
د نړيوال قانون په اړه یو ارزښتناک او نوښتګر اثر، د “نړيوال قانون؛ په غرب او اسلام کې” تر سرلیک لاندې، د زاهد جلالي له خوا لیکل شوی کتاب دی.
په دې اثر کې د غرب اوسنی واکمن قانون او نظم او هم د اسلامي پېر قانون څېړي او ارزوي. کتاب په ټوله کې پر دوو برخو وېشل شوی دی:
لومړۍ برخه د معاصر نړيوال قانون تعریف، سرچینې، تاریخچه او بنسټیز مفاهیم تشریح کوي. دا برخه د “غربي نړيوال قانون” تر عنوان لاندې د هغو مفاهیمو انتقادي شننه وړاندې کوي چې د غربي تمدن تر چتر لاندې رامنځته شوي دي.
دویمه برخه د اسلامي نړيوال قانون اړوند بحث کوي، چې له سره موخه یې دا ده چې لوستونکي ته دا پیغام ورسوي: اسلامي تمدن هم خپل ځانګړی قانوني سیسټم لري چې باید وپېژندل شي او ورباندې کار وشي.
د لیکوال په وینا:
“دا کتاب هڅه کوي د نړيوال قانون مفاهیم په ساده او روانه ژبه وړاندې کړي، څو یوازې حقوقي محصلین نه، بلکې هر لوستونکی چې له قانون، سیاست او نړیوال نظم سره علاقه لري، استفاده ترې وکړای شي.
دا اثر د علمي بحثونو او فکري هڅو لپاره یو مهم پیل بلل کېږي، او تمه ده چې استادان او څېړونکي یې د لا ژورې مطالعې او پراختیا لپاره وکاروي.؋220؋300
