-
-
نرم ځواک
نرم ځواک
د نړیوالو اړیکو په ډګر کې د نړۍ یو له تر ټولو ډېر حواله شوي کتابونو څخه، د امریکايي سیاستپوه او پروفیسور جوزف نای شهکار اثر”نرم ځواک” په پښتو ژبه چاپ او خپور شو.
دا اثر د لیکوال او څېړونکي احمد بلال خلیل له خوا له انګلیسي پښتو ته ژباړل شوی او پنځه څپرکي لري. کتاب د ځواک درېیم ډول، یانې نرم ځواک، راپېژني او ښيي چې هېوادونه څنګه د زور او اقتصاد پر ځای د کلتور، ارزښتونو او بهرني سیاست له لارې پر نورو اغېز کولی شي.
په کتاب کې د امریکا د نرم ځواک سرچینې، د نورو هېوادونو لکه روسیې، چین، هند او اروپايي ټولنې تجربې، او همدارنګه د نړیوال سیاست په ډګر کې د نرم ځواک د کارونې لارې په تفصیل څېړل شوې دي. د امریکا د بهرني سیاست او ډيپلوماسۍ په اړه ځانګړې برخه هم پکې شامله ده.
ژباړن احمد بلال خلیل په سریزه کې دا اثر له درېیو اړخونو ارزښتمن بولي: د ځواک پر نوې بڼې د بحث له امله، د کوچنیو هېوادونو لپاره د هیلې د وسیلې په توګه، او په نړیوالو اړیکو او پالیسۍ جوړولو کې د نفوذ د یوې مهمې لارې په توګه.
د نړیوالو چارو کارپوهانو په خپلو څرګندونو کې نرم ځواک د هېوادونو لپاره د نفوذ، بقا او نړیوالې ډيپلوماسۍ مهم وسیله بللې ده.
د دوی په باور «نرم ځواک» د کوچنیو هېوادونو لپاره د لويې ډیپلوماسۍ غوره چانس دی.
؋220؋300 -
نړیوال قانون په غرب او اسلام کې
نړيوال قانون په غرب او اسلام کې
د نړيوال قانون په اړه یو ارزښتناک او نوښتګر اثر، د “نړيوال قانون؛ په غرب او اسلام کې” تر سرلیک لاندې، د زاهد جلالي له خوا لیکل شوی کتاب دی.
په دې اثر کې د غرب اوسنی واکمن قانون او نظم او هم د اسلامي پېر قانون څېړي او ارزوي. کتاب په ټوله کې پر دوو برخو وېشل شوی دی:
لومړۍ برخه د معاصر نړيوال قانون تعریف، سرچینې، تاریخچه او بنسټیز مفاهیم تشریح کوي. دا برخه د “غربي نړيوال قانون” تر عنوان لاندې د هغو مفاهیمو انتقادي شننه وړاندې کوي چې د غربي تمدن تر چتر لاندې رامنځته شوي دي.
دویمه برخه د اسلامي نړيوال قانون اړوند بحث کوي، چې له سره موخه یې دا ده چې لوستونکي ته دا پیغام ورسوي: اسلامي تمدن هم خپل ځانګړی قانوني سیسټم لري چې باید وپېژندل شي او ورباندې کار وشي.
د لیکوال په وینا:
“دا کتاب هڅه کوي د نړيوال قانون مفاهیم په ساده او روانه ژبه وړاندې کړي، څو یوازې حقوقي محصلین نه، بلکې هر لوستونکی چې له قانون، سیاست او نړیوال نظم سره علاقه لري، استفاده ترې وکړای شي.
دا اثر د علمي بحثونو او فکري هڅو لپاره یو مهم پیل بلل کېږي، او تمه ده چې استادان او څېړونکي یې د لا ژورې مطالعې او پراختیا لپاره وکاروي.؋220؋300 -
پټه جګړه
پټه جګړه
پټه جګړه (۱۹۸۰م) کلونو کې د افغانستان د جګړې اصلي هسته، چې د دې جګړې لومړۍ مرحله یې هم ګڼلای شو، په اصل کې د امریکا او شوروي ترمنځ یوه استخباراتي شخړه او جنګ و. دغه جګړه لومړی د جیمې کارټر او تر هغه وروسته د رونالډ ریګن له خوا CIA ته د یوه رسالت په توګه ورسپارل شوې وه چې هدف یې هم له افغانستان څخه د «شوروي ویتنام» جوړول و. کله چې شوروي په (۱۹۸۹م) کې په افغانستان کې ماتې وخوړه او ځواکونو یې په وتلو پیل وکړ، نو په اسلاماباد کې د CIA مشر د امریکا په تاریخ کې د دې سترې استخباراتي جګړې د ګټلو د زېري په توګه مرکزي دفتر ته یو مشهور او لنډ پیغام واستاوه چې پکې لیکلي یې وو:«موږ وګټله!»
؋220؋300 -
پوتین د پانګی او واک کړکیچ
- ISBN:9789936626645
- Book Author:سامی عمارة
- Publisher:اکسوس
- Print Year:1397
؋220؋286 -
د سیاسي اسلام ماته
د سیاسي اسلام ماته
د سیاسي اسلام ماته کتاب د فرانسوي لیکوال اولیویه روه اثر دی چې د اسلامي غورځنګونو پر فعالیتونو یې منتقدانه بحث کړی دی.ددې کتاب په لوستلو سره کولای شو چې د اسلامي غورځنګونو د ځوړتیا او نه پیاوړتیا لاملونه وپېژنو او دا لاره ومومو چې څنګه کېدای شي چې اسلامېزم د نړیوال نظم یوه مطرح برخه شي او د وضعي قوانینو په متورم بازار کې شریعت خپل حاکمیت وساتی شي.
؋220؋300 -
اصول روابط بین الملل الف وب
- ISBN:9645997038
- Book Author:سید حسن سیف زاده
- Publisher:میزان
- Print Year:1390
؋220؋279 -
دولت الکترونیک جستار مفاهیم و نظریات اداری
- ISBN:6546
- Book Author:شمس الدین خواجه زاده
- Publisher:نویسا
- Print Year:1398
؋220؋279 -
د دیپلوماسی تاریخ او نړی والی اړیکی
- ISBN:6406
- Book Author:احمد نقیب زاده
- Publisher:
- Print Year:
؋220؋279 -
سیاست پوهنه
- ISBN:5865
- Book Author:عبدالرحمن عالم
- Publisher:مستقبل
- Print Year:1397
؋220؋279 -
سياسی جاج
- ISBN:5746
- Book Author:نویده خوشبو
- Publisher:سوله
- Print Year:2018
؋220؋279 -
د امت شاهین
- ISBN:3325
- Book Author:قریب الرحمن سعید
- Publisher:
- Print Year:1394
؋220؋279 -
د بن لادن ظهور
- ISBN:911
- Book Author:سمیع الله ایلم
- Publisher:
- Print Year:
؋220؋279 -
عملکرد شوروی در جنګ تحمیلی
- ISBN:9789644239151
- Book Author:نعمت الله ایزدی
- Publisher:اطلاعات
- Print Year:1392
؋210؋267 -
-
-













