-
راز
راز
دغه کتاب د انسان د ژوند راز په اړه دی چې له ده سره څه کېږي او څه باید وشي څو خپلې غوښتنې ته ورسي.
کتاب د انسان په ژوند کې د جذب قانون ځواک معرفي کوي چې په مټ یې کولای شي بریالیتوب ته ورسي.
یاد کتاب د زرګونو انسانانو د ژوند سختې ستونزې ورحل کړې، ځواک او راز یې ورښودلی څو خپلې موخې ته ورسي.
په کتاب کې د نړۍ لویو علماو دغه رازونه راسپړلي او د بشریت ښېرازۍ ته یې وړاندې کړي دي.؋170؋250 -
ځواک
ځواک
د ځواک کتاب د مینې، مننې، مثبت فکر او د احساساتو ځواک(قدرت) په اغېزو راته بحث کوي چې دغه بشري نعمتونه څنګه کولای شي چې په مټ یې انسان ځان او یا هم بل ځواکمن کولای شي او د دغه پدیدو په مرسته بریا ته رسېدای شي.
؋170؋250 -
اتل
اتلاتل کتاب د نړۍ د دولسو هغه بریالیو کسانو د ژوند کیسې بیانوي چې خپلو موخو ته رسېدلي او نن ورځ اتل ګڼل کېږي.
په کتاب کې د لیکوالې سربېره د نورو د ژوند او کاروبار د بریا کیسې دي چې لوستونکو ته د انګېزې او فکري پیاوړتیا په برخه کې مهم مطالب لري.
کتاب په څلورو برخو کې تنظیم شوی چې په لومړۍ برخه کې د انسان پر هیله او ارمان بحث شوی څو دغه غوښتنه مشخصه شي ورپسې د اتلولۍ برخه ده او له هغې وروسته د لټون او څارلو برخه ده او په پای کې د بریا داستان دی چې په ټوله کې ښېرازه ژوندانه تګلاره ګرځېدای شي.؋170؋250 -
شکر
شکرشکر کتاب د مننې او شکر کولو لارښود اثر دی چې د ۲۸ ورځو په تمرین سره لوستونکي له یوه ځواکمن عادت سره کولای شي د ژوندانه له ډېرو ستونزو سره د مبارزې لار ومومي او د خپلې خوښې وړ بدلون احساس کړي.
په کتاب کې د شکر لپاره عملي تمرینونه راغلي چې د تشویشونو په رفع کولو کې د یوې کارنده نسخې رول لوبوي.؋170؋250 -
راشد د کرکټ خان
راشد د کرکټ خانراشد د کرکټ خان کتاب د مخکښ افغان کرکټ لوبغاړي ښاغلي راشد خان پر ژوند او اتلولۍ یو مستند تاریخ دی.
په کتاب کې د نوموړي لوبغاړي پر شخصي ژوند او شخصیت سربېره د هغه په سپورټي اتلولیو، روزنه او لاسته راوړنو او هم د افغانستان د کرکټ د تاریخ او روانو چارو په اړه بشپړ بحث شوی دی.
کتاب ښاغلي جعفر هاند لیکلی او د یاد اثر د اهمیت په اډانه کې ادعا کوي چې د راشد خان د پېژندنې سربېره په کتاب کې ډېری هغه لوبیزې پېښې راغلې چې تر دې دمه زه هم نه وم ترې خبر.
د یادونې وړ ده چې کتاب یوویشت څپرکي او ۲۲۰ مخونه لري.
؋170؋250 -
څنګه دوستان پیدا کړئ او پر نورو نفوذ ولرئ
څنګه دوستان پیدا کړئ او پر نورو نفوذ ولرئ
کتاب «څنګه دوستان پیدا کړئ او پر نورو نفوذ ولرئ» د ډیل کارنیګي لخوا لیکل شوی دی. دا کتاب د انسانانو تر منځ د اړیکو ښه کولو او په ټولنیز ژوند کې د نفوذ ترلاسه کولو په اړه مهمې لارې چارې او مهارتونه وړاندې کوي. لیکوال په دې کتاب کې ښيي چې څنګه د نورو خلکو د زړونو ګټلو لپاره ښه اورېدونکي واوسو، د هغوی احساساتو ته درناوی وکړو، او په ښو اړیکو جوړولو کې بریالي شو. کتاب پر دې تمرکز لري چې څنګه په نرمه او مهذبه توګه خلک وهڅوو او په هغوی اغېز وکړو، څو یو باارزښته او بریالی ټولنیز ژوند ولرو.
؋170؋250 -
ته ګټونکی یی
- ISBN:9789936626010
- Book Author:شیوکهرا
- Publisher:اکسوس
- Print Year:1398
؋180؋250 -
مشری د رهبری ۲۱ منل شوی قوانین
- ISBN:9789936626584
- Book Author:جان ماکسویل
- Publisher:اکسوس
- Print Year:1396
؋180؋234 -
د لوی فکر جادو
- ISBN:9789936626928
- Book Author:ډیویډ شوارتز
- Publisher:اکسوس
- Print Year:1400
- Edition: درېیم
؋180؋230 -
نومښود (ښه نوم په مور او پلار د اولاد حق دی)
- ISBN: 9789936653535
- Book Author: پوهنیاره محموده تقوا میلاد
- Publisher:اکسوس
- Print Year: 2021
؋180؋240 -
هیلری رودهام کلینټن ژوند لیک
- ISBN:9789936626089
- Book Author:کارین بلومنټال
- Publisher:اکسوس
- Print Year:1396
؋200؋260 -
موخی اهداف وټاکی چی بریالی شی
- ISBN:9789936626393
- Book Author:برایان تریسی
- Publisher:اکسوس
- Print Year:1396
؋200؋260 -
هغه ښځې چې کارکوي
- ISBN:9789936626911
- Book Author:ایوانکا ټرمپ
- Publisher:اکسوس
- Print Year:1396
؋200؋260 -
ګاندي ټول خلک سره وروڼه دي
- ISBN:9789936626980
- Book Author:مهاتما ګاندی
- Publisher:اکسوس
- Print Year:1398
؋200؋260 -
ستر سکندر او یونانیان د ننني افغانستان په سیمه کې
ستر سکندر او یونانیان د ننني افغانستان په سیمه کې کتاب یو تاریخي اثر دی چې د سکندر مقدوني او نورو یونانیانو په اړه د ننني افغانستان سیمې ته د هغوی د راتګ، کړنو، سیاست او حکومت په اړه تاریخي بحث کوي. دا څېړنیز اثر یوه سریزه، اړین اصطلاحات او لسګونه محوري مطالب لري. د کتاب ټوله منځپانګه همدا ده چې سکندر څنګه افغانستان ته راغی، علت یې څه وو، د یونانیانو په راتګ سره څه پېښ شول، همدارنګه دغه بهرنی حضور څنګه پای ته ورسېد او تر ننه یې افغانستان او سیمې ته .کوم تاریخي، نظامي او فرهنګي اثار پر ځای پرېښي دي د کتاب لیکوال په کابل کې د مخابراتو او ټیکنالوژۍ د انستیتوت پخوانی استاد او د ملګرو ملتونو د سازمان پخوانی مامور دی. د لیکوال د دې لیکنې موخه او هیله دا ده چې د افغانستان اکاډمیک بنسټونه له دې اثر څخه د یوې کره او مهمې تاریخي سرچینې په توګه کار واخلي او د تاریخ پوهاوي او بډاینې یوه باوري مرجع په توګه وکارول شي.
؋200؋250 -
اړیکې
اړیکې
دغه اثر د اړیکو په اړه د هاروارډ د لسو غوره شویو مقالو ټولګه ده.
د هاروارډ د مقالو دغه لړۍ چې په اړه هر اړخیز توګه مهم او ستراتيژیک مطالب څرګندوي، تازه د اکسوس خپرندوی مرکز لخوا یې پر ژباړو او چاپ کار روان دی. په دې لړ کې اړیکې نومی اثر یې پښتو ته ژباړه او د کتاب بازار ته وړاندې شوی دی.
په کتاب کې د اړیکو په اړه د هاروارډ پوهنتون لخوا لس هغه غوره شوې مقالې راغلې دي چې تر ننه یې په نړۍ کې د زیاتو لوستونکو پام راخپل کړی دی.
دغه مقالې د بېلابېلو مطرح او منل شویو لیکوالانو لخوا لیکل شوې او یاد اکاډمیک مرکز ورته د اړیکو په اړه د غوره شویو مقالو مهم مقام ورکړی دی.
؋200؋250 -
عمومي نړیوال حقوق
-
عمومي نړیوال حقوق
عمومي نړیوال حقوق کتاب چې د حقوقو، شرعیاتو او سیاسي علومو فاکولتو درسي اثر دی.
نوموړی تدریسي اثر د پکتیا پوهنتون رییس او د علمي کادر غړي پوهنمل عبیدالله اخندزاده لیکلی، یوه سریزه، دیارلس څپرکي او ۲۷۲ مخونه لري.
په دې لیکل شوي اثر کې له وروستیو او تازه سرچینو څخه چې د عمومي نړیوالو حقوقو اړوند ټول موضوعات دي، استفاده شوې ده.
د عمومي نړیوالو حقوقو په برخه کې تر ډېره افغانستان کې ژباړل شوي اثار شته خو دغه اثر د قرانکریم او احادیثو سربېره کوم چې د نړیوالو حقوقو اړوند کېږي همدارنګه د معاصرو علماوو چې دغه برخه کې یې لیکل کړي هم مهم مواد رااخیستي او د نړیوالو سازمانونو چې په دې برخه کې د تقنین صلاحیت لري هم استفاده شوې ده.
؋220؋286 -
-
د سیاسي اسلام ماته
د سیاسي اسلام ماته
د سیاسي اسلام ماته کتاب د فرانسوي لیکوال اولیویه روه اثر دی چې د اسلامي غورځنګونو پر فعالیتونو یې منتقدانه بحث کړی دی.ددې کتاب په لوستلو سره کولای شو چې د اسلامي غورځنګونو د ځوړتیا او نه پیاوړتیا لاملونه وپېژنو او دا لاره ومومو چې څنګه کېدای شي چې اسلامېزم د نړیوال نظم یوه مطرح برخه شي او د وضعي قوانینو په متورم بازار کې شریعت خپل حاکمیت وساتی شي.
؋220؋300
