fbpx
  • د ټولنې زړه ته لار

    د ټولنې زړه ته لار د منصب،اوږده عمر او تجربې څښتنان هم داسې تېروتنې کوي، چې تېروتنې ورته نه ښکاري.

    .په دې کتاب کې د ټولنیزو نزاکتونو او په ټوله کې د ژوند د ادابو په اړه بشپړ بحث شوی دی

    .دغه کوچنی اثر د ټولنې د معنوي رغښت او پیاوړتیا په برخه کې مهم رول لري چې مناسبه ده د هر عمر، تخصص او تجربې اشخاص ترې ګټه پورته کړي

    .کتاب یوه د ژباړن او یوه هم د لیکوال سریزه او د شپږو مهمو ټولنیزو موقفونو او بهیرونو په اړه بحثونه لري

  • د سبا په تمه

    .د سبا په تمه لنډې کیسې

    .د سبا په تمه کتاب د لنډو کیسو ټولګه ده چې د اېمل پسرلي لخوا تازه لیکل شوی، چې اکسوس کتابپلورنځي چاپ او د کتاب بازار ته وړاندې کړی دی

     .په دغه ټولګه کې ۳۸ کیسې بیان شوې دي، چې د ټولنې او کلتور په بېلابېلو مسایلو او ناخوالو بحث پکې شوی دی

  • کاریزما ټیک رهبر

     کاریزماټیک رهبرد باچاخان ژوند،اند او مبارزې ته کتنه

    کاریزماټیک “” د افغان ځوان لیکوالو لخوا د باچا خان د ۳۵م تلین په پار لیکل شوی، په دې لیکنو کې د باچا خان د ژوند،اند او مبارزې په اړه هر اړخیزه څېړه او شننه شوې ده. په دې کتاب کې ۲۶ ځوانانو او پېغلو لیکنې کړې دي، چې هر لیکوال د نوموړي شخصیت د ژوند په یوه ځانګړې برخه لیکنه کړې ده. د کتاب په لوستو سره د باچاخان پېژندنه او تفکراتو د تحقیق او پایلو په اړه یې د پام وړ ګټور مطالب تر لاسه کولی شی.
    کتاب یوه سریزه لري او په ۱۶۴ مخونو کې ترتیب شوی دی.

  • کوچني ښېګڼښود

    کوچني ښېګڼښود

    .کوچني ښېګڼښود کتاب له پیدایښت څخه تر دوه کلنۍ پورې د ماشوم پالنې روغتیایي لارښود اثر دی

    .د کتاب لیکوال  ډاکټر حضرت علي قمرزی، چې د ماشومانو د ناروغیو متخصص دی، د نوزېږیو او تي‌ خورو ماشومانو او د هغوی د میندو ځینې عامې ستونزې تشریح کړې دي. ده له دغو ستونزو سره د میندو پلرونو او د کورنیو د مشرانو ناسم چلن او د دغو ناسمو کړنو ناوړه پایلې هم په کتاب کې بیان کړې دي

    .سربېره پر دې دغه کتاب د ډاکټرانو، قابله‌ګانو، نرسانو او فارمسیستانو لپاره هم داسې مهمې سپارښتنې لري چې په عملي کولو سره به یې د ماشومانو د ځینو روغتیايي ستونزو مخه ونیول شي

Main Menu