fbpx
  • ایکیګای

    ایکیګای د جاپانیانو د اوږده او خوشاله ژوند راز

    «د دې کتاب موخه د جاپانیانو د سل کاله ژوند کولو رازونه راښکاره کول او د داسې لارو چارو په لاس درکول دي، چې په مټ یې تاسو خپل ایکیګای موندلای شی.

    د جاپاني وګړو په اند هر څوک یو ایکیګای لري؛ دا هغه څه دي چې فرانسوي فلسفه یې د ژوند کولو سبب او موخه ګڼي. ځینو خلکو خپل ایکیګای موندلی او نور یې اوس هم په لټه کې دي -که څه هم دوی یې په خپل ځان کې لري، فقط موندلی یې نه دی.»

  • سل کیسې سل رازونه

    سل کیسې سل رازونه

    سل کیسې سل رازونه کتاب د لنډیو کیسو او حکایتونو ټولګه ده، چې له فارسي څخه پښتو ته راژباړل شوې دي، کتاب  ۱۳۲ مخونو او سل کیسې لري او د هرې کیسې په پای کې د کیسې راز او پایله په لنډه جمله کې لیکل شوې ده

    د یادلو ده چې په دغه ټولګه کې د ژباړن څو خپلې لیکل شوې کیسې هم دي، له نېکه مرغه باید ووایو چې دغه کتاب د څلورم ځل لپاره چاپ شوی دی

  • استغناء

    استغناء ـ بېوزلي فساد دی ژر شتمن شئ

    .استغناء یا په اسلامي لارښوونو، اصولو او ازمویل شویو طریقو شتمن کېدلو اړوند اثر دی چې لیکوال مصطفی عبدالله الشیخ په دریو برخو کې ترتیب کړی دی

    .د کتاب په لومړۍ برخه کې د شتمن کېدو لپاره شل اړینې مشورې لیکل شوې دي چې د دیني لارښوونو په رڼا کې مطرح شوې دي

    .همدارنګه دویمه برخه کې دری مهم او اړین اصول بیان شوي چې په پلي کېدو سره یې غوښتونکي مطلوبې پایلې ته رسېدای شي

    .او درېیمه برخه کې ازمویل شوې لارې چارې دي چې لوستونکي کولای شي له دې تجربو د پام وړ ګټه پورته کړي

  • کوچني ښېګڼښود

    کوچني ښېګڼښود

    .کوچني ښېګڼښود کتاب له پیدایښت څخه تر دوه کلنۍ پورې د ماشوم پالنې روغتیایي لارښود اثر دی

    .د کتاب لیکوال  ډاکټر حضرت علي قمرزی، چې د ماشومانو د ناروغیو متخصص دی، د نوزېږیو او تي‌ خورو ماشومانو او د هغوی د میندو ځینې عامې ستونزې تشریح کړې دي. ده له دغو ستونزو سره د میندو پلرونو او د کورنیو د مشرانو ناسم چلن او د دغو ناسمو کړنو ناوړه پایلې هم په کتاب کې بیان کړې دي

    .سربېره پر دې دغه کتاب د ډاکټرانو، قابله‌ګانو، نرسانو او فارمسیستانو لپاره هم داسې مهمې سپارښتنې لري چې په عملي کولو سره به یې د ماشومانو د ځینو روغتیايي ستونزو مخه ونیول شي

  • کاریزما ټیک رهبر

     کاریزماټیک رهبرد باچاخان ژوند،اند او مبارزې ته کتنه

    کاریزماټیک “” د افغان ځوان لیکوالو لخوا د باچا خان د ۳۵م تلین په پار لیکل شوی، په دې لیکنو کې د باچا خان د ژوند،اند او مبارزې په اړه هر اړخیزه څېړه او شننه شوې ده. په دې کتاب کې ۲۶ ځوانانو او پېغلو لیکنې کړې دي، چې هر لیکوال د نوموړي شخصیت د ژوند په یوه ځانګړې برخه لیکنه کړې ده. د کتاب په لوستو سره د باچاخان پېژندنه او تفکراتو د تحقیق او پایلو په اړه یې د پام وړ ګټور مطالب تر لاسه کولی شی.
    کتاب یوه سریزه لري او په ۱۶۴ مخونو کې ترتیب شوی دی.

  • اړیکې

    اړیکې

    دغه اثر د اړیکو په اړه د هاروارډ د لسو غوره شویو مقالو ټولګه ده.

     د هاروارډ د مقالو دغه لړۍ چې په اړه هر اړخیز توګه مهم او ستراتيژیک مطالب څرګندوي، تازه د اکسوس خپرندوی مرکز لخوا یې پر ژباړو او چاپ کار روان دی. په دې لړ کې اړیکې نومی اثر یې پښتو ته ژباړه او د کتاب بازار ته وړاندې شوی دی.

    په کتاب کې د اړیکو په اړه د هاروارډ پوهنتون لخوا لس هغه غوره شوې مقالې راغلې دي چې تر ننه یې په نړۍ کې د زیاتو لوستونکو پام راخپل کړی دی.

    دغه مقالې د بېلابېلو مطرح او منل شویو لیکوالانو لخوا لیکل شوې او یاد اکاډمیک مرکز ورته د اړیکو په اړه د غوره شویو مقالو مهم مقام ورکړی دی.

  • فکر وکړئ او شتمن شئ

    فکر وکړئ او شتمن شئ

     دې كتاب كې هغه رازونه راسپړل شوي چې زرګونه كسانو د ژوند په هر ډګر كې تجربه كړي دي. او همدا رنګه  واقعيتونه پکې لولئ، په کتاب کې راغلې کيسې تخيلي نه دي. هغه نړيوال واقعيتونه چې له امله يې وړ كسان نه يوازې پر دې پوهېږي چې څه وكړي؟ بلكې پر دې هم پوهېږي چې څنګه يې وكړي؟ او هغه څه مومي چې دوى ترې موخې ته د رسېدو مزل پيلولاى شي. هو ټولې لاسته راوړنې او ټوله  شتمني د يوې مفكورې په اساس پیدا کېږي…..

  • د یوویشتمې پېړۍ تجارت

    د یوویشتمې پېړۍ تجارت
    په دې کتاب کې د کاروبار پیدا کولو او بازارمندلو په اړه مهم او اسانه لارې چارې ښودل شوی دی چې هر څوک څنګه کولی شی خپل تجارت او توکی په بازار کې وځلوی.
    هو په دې به مو هم پوه کړی چې خپل تجارت جوړولو ته څه اړتیا ده او کوم تجارت غوره تجارت دی. په دې کې یوازې ستاسو د تجارت بدلېدل نه راځي، بلکې ستاسو بدلېدل هم پکې دي. او هم د تجارت پراخېدل اسانه لاره درته ښایی؛ هو د تجارت له پرمختګ سره تاسو هم باید پرمختګ وکړئ.
    د پیسو ګټولو مسئولیت پر خپله غاړه واخلئ، که داسې ونه کړئ، د ژوند تر پایه به د نورو تر امر لاندې یئ. تاسو به یا د پیسو مشر یئ، یا د پیسو غلام ټاکنه ستاسو په لاس کې ده….

  • مصالحه اسلام،ولسواکي او لوېدیځ

    مصالحه اسلام،ولسواکي او لوېدیځ

    په مصالحه کتاب کې نور ارزښتمنو موضوعاتو تر څنګ تر یوه بریده د افغانستان پر جنګ او د دې هېواد پر سیاسي او امنیتي بې ثباتۍ هم غږېدلې. نوموړې د خپلو بحثونو په څرګندولو سره دا په ښکاره ټوګه په
    ډاګه کوي چې د افغانستان په جګړه کې، د مجاهدینو په رامنځته کولو، افراطپالنې او اورپکۍ ته د هیواد په چمتو کولو کې تر ټولو اساسي رول د پاکستان نظامي حکومت او استخباراتو سرته رسولی.

  • ابراهام لېنکن

    There is nothing to show here!
    Slider with alias slider-5 not found.

     

     

    د ابراهام لېنکن ژوندلیک
    د امریکایي ولسمشر او منلي رهبر ابراهام لېنکن د ژوند، اند او سیاسي مبارزې په اړه لیکل شوی کتاب چاپ شو.
    لېنکن د امریکا متحده ایالاتو هغه ولسمشر و چې د ده د اقتدار پرمهال په هېواد کې یې کورنۍ جګړه ونیښته چې د متحدې امریکې ساتنه یې ننګوله خو د لېنکن سیاست او حکومت وتوانېده چې یاد کړکېچ رهبري او مدیریت کړي او په پایله کې یو ټولمنلی، ولسواک او د ټولو اتباعو د مساوي حقونو څخه برخمن نظام برقرار کړي.
    د لېنکن د میراث په اړه فردریک ډوګلاس وایي چې نوموړي دوه ماموریتونه ښه ترسره کړل یو متحده امریکا یې تر شا پرېښوده او بل خوا یې د غلامۍ دا لوی بشري جرم له دې جغرافیې څخه پاک کړ.

  • الهي مینه

    الهي مینه

    الهي مینه کتاب د الله ج په معرفت کې د تفکر یو اثر دی چې نامتو هندي څېړونکي وحید الدین خان لیکلی دی
    په دې اثر کې له الله ج سره د مینې، معرفت او اطاعت اړوند مطالبو په اړه بحث شوی دی څو لوستونکی لا وکولای شي د الله ج په مخلوق کې فکر وکړی شي او هم د ښېرازیو له درک څخه خپله مینه او شکر پر ځای کړي.
    د کتاب لیکوال په معیاري څېړنو سره په اسلام کې څه باندې ۲۰۰ عنوانه کتابونه لیکلي دي او تر ډېره د سولې او دیني دعوت په برخه کې یې یادې څېړنې متمرکزې دي.
    د نړۍ مخکښ پوهنتون جورج ټاون نوموړی مصلح څېړونکی د اسلامي نړۍ د ۵۰۰ اغېزناکو شخصیتونو په ډله کې شمېرلی دی.

  • فضا او کائنات

    •  فضا او کائنات 

      په هره سیاره او هر آسماني کایناتي ښکارنده کې د الله پاک مخلوق خامخا شته چې موږ پر دوی نه یو خبر او دوی پر موږ.
      یو حکمت د مشتري دا هم دی چې له موږ څخه د سماوي قاتلو اجرامو او شهابونو پر وړاندې کلکه دفاع کوي! یانې هره بلا چې زموږ پر خوا راځي او مسیر یې له مشتري سره نږدې وي – نو بلکل نشي ترې راتېرېدلای، بلکې برمته کوي او بندي کوي یې، د ځان تابع یې ګرځوي او بیا یې (د نورو نهه اویا [۷۹] سپوږميو په توګه) له ځان څخه طواف ته اړباسي.
      د فضا او کاینات کتاب له متن څخه

       

       

  • د ځوانانو توښه

    • د ځوانانو توښه

      د ځوانانو توښه کتاب ځوانانو ته د اسلامي علماوو نصیحتونه، وصیتونه او ویناوې دي.
      په دې کتاب کې په لسګونه زرینې ویناوې ترتیب شوې چې موخه یې دا ده څو ځوانان د اسلامي ارزښتونو په رڼا کې د ژوند دا مهم پړاو په حق لاره مخ ته یوسي.

  • سي ای اې پټې جګړې

    سي ای اې پټې جګړې

    سي آی اې پټې جګړې  په کتاب کې د نړۍ په کچه د امریکا څارګره اداره (CIA) تر ټولو ادارو لویه، خطرناکه او د لوی ځواک لرونکې ده، د امریکا په نوې ستراتېژۍ کې د دې ادارې ارزښت ډېر زیات شوی دی. همدا رنګه (له ویتنام تر افغانستانه د CIA پټې جګړې) سره له دې چې د محتوا له اړخه دغه کتاب ډېر مهم اثر دی، خو په دې کې د CIA یوازې هغه پټې طرحې او فعالیتونه شامل دي چې د ۲۰۰۱ز کال د اکتوبر تر ۷مې، پر افغانستان د امریکا د متحده ایالاتو تر نېغ یرغل پورې ترسره شوي دي.
    دغه اثر ۱۹۲ پاڼې لری په ښه کیفیت څلور ځلی چاپ او بازار ته وړاندې شوی.

     

  • د ادارې او مدیریت تشریخي قاموس

    د ادارې او مدیریت تشریحي قاموس

    د ادارې او مدیریت تشریحي قاموس کتاب د هېواد نومیالي لیکوال، ژباړن او استاد ښاغلي پوهاند بشیر دودیال وروستی چاپ شوی اثر دی چې د اکسوس کتابپلورنځي لخوا چاپ او بازار ته وړاندې شوی دی.

    یاد تشریحي قاموس د ادارې او مدیریت په برخه کې د سلګونو اصطلاحاتو د تعریف او تشریح ټولګه ده چې په اداري برخه کې د هرې برخې مدیرانو ته په ورځنیو رسمي چارو کې  کره او کارېدونکې سرچینه ده.

    یاد قاموس د اصطلاحاتو د انګلیسي اصطلاح ترڅنګ د هغه بشپړه پښتو محتوا تشریح کوي.

    ټول کتاب یوه سریزه، ۳۲۰  مخونه لري او د اداري اصطلاحاتو د تشریح ترڅنګ د دې څانګې د ډېری مطرح پوهانو ژوندلیکونه او اثار یې هم د پېژندنې په موخه په کتاب کې درج شوي دي.

Main Menu