fbpx
  • پښتو پښتو تشریحي قاموس

    • ISBN:3311
    • Book Author:علومو او اکاډمی څانګه
    • Publisher:میهن
    • Print Year:2012
    • Volume: دری ټوک
  • پولټری ساینس

    • ISBN:6197
    • Book Author:سید ضیا الدین بنوری
    • Publisher:
    • Print Year:
  • د رسول الله ﷺ بهرنی سیاست

    د رسول الله ﷺ بهرنی سیاست

    د رسول الله ﷺ بهرنی سیاست کتاب چې د قرآني لارښوونو، نبوي سیرت او حکومت په رڼا کې د هغه زمانې بهرني سیاست، تګلارو او تعامل ته کتنه کوي، تازه چاپ او د کتاب بازار ته وړاندې شو.
    دغه کتاب دوې سریزې او څلور څپرکي لري. په سریزو کې د لیکوال او ژباړن لخوا د دې کتاب په اهمیت، فلسفه او لار نقشه بحث شوی دی. همدارنګه د کتاب په لومړي څپرکي کې د رسول الله ص په زمانه کې د نړۍ په سیاسي جغرافیه بحث شوی، ستر دولتونه، سیمه ییز قدرتونه، د عرب شبه جزیرې او د پیغمبر ص پر دولت یې بشپړ بحثونه کړي دي. د کتاب په دویم څپرکي کې د رسول الله ص د بهرني سیاست پر اهدافو او بنسټونو بحث شوی، چې په دې څپرکي کې یې د بهرني سیاست موخې او اصول څرګند کړي دي.
    د کتاب په درېیم څپرکي کې د نبي کریم ص د تصمیم او فیصلې څرنګوالی ښيي، چې فکري باورونو، وحی او ولسي مشورو په کې ځانګړی ځای درلود.
    د کتاب په څلورم څپرکي کې د رسول الله ص ستراتېژۍ بیانوي چې په هغې کې تر هرڅه «بلنه» ورته لومړیتوب وه، او د دې تګلارې په کارېدنې یې د اسلامي جغرافیې او جمعیت په وده کې رغنده رول لوباوه. سربېره پر دې د مبارزو تګلارې وې چې په هغې د راسخ عقیدې او سپېڅلې موخې په رڼا کې د لارویانو روزنه او بسیج ځانګړی اهمیت درلود. او د دې څپرکي په درېیمه برخه کې له مبارزو وروسته د سولې او روغې جوړې په اړه د تګلارو لارې چارې بیان شوې دي چې د ډيپلوماسۍ پر مټ دغه تګلارې بریالۍ شوې دي او بشري ټولنو ته یې په سوله او ټیکاو کې د هوساینې موقع په لاس ورکړې ده.

  • وزیر محمد اکبرخان

    وزیر محمد اکبرخان تاریخي ناول

    “وزیر محمد اکبرخان” یو تاریخي ناول دی چې د وزیر محمد اکبرخان ژوند او کارنامو ته ځانګړی شوی دی، نوموړي غازي د خپل هېواد د خپلواکۍ او پرمختګ لپاره د انګریزانو پر وړاندې مبارزه کړې ده. د ناول په پیل کې، لیکوال د وزیر محمد اکبرخان تاریخي اهمیت او د هغه د کارنامو یادونه کوي، چې څنګه یې په لنډ دېرش کلن ژوند کې د هېواد د خپلواکۍ او پرمختګ لپاره مبارزه کړې ده.
    ناول د وزیر محمد اکبرخان د مبارزو، شجاعت، تدبیر او وطن دوستۍ داستانونه بیانوي، چې څنګه یې د انګریزانو پر وړاندې مبارزه کړې او د افغانستان د خپلواکۍ لپاره یې درنې قربانۍ ورکړې دي. په ناول کې د نوموړي غازي د ژوند بېلابېل پړاوونه، د مکناټن وژنه، او د هغه په ژوند کې پر هغه باندې شوې جفاوې او خیانتونه تشریح شوي دي.
    سربېره پر دې په کتاب کې
    د وزیر محمد اکبرخان د ژوند او کارنامو تفصیل، د افغان انګریز د جګړو تاریخي پېښې،
    د وزیر محمد اکبرخان په وړاندې شوې جفاوې او خیانتونه، او د وطن د خپلواکۍ او پرمختګ لپاره د وزیر محمد اکبرخان مبارزې، عمده او محوري موضوعات دي.
    د دې ناول د لیکوال محمد زبیر شفیقي په حواله دا ناول د افغانستان د وروستیو پېړیو د تاریخي پېښو او شخصیتونو یو ژوندی انځور وړاندې کوي، او د لوستونکو لپاره د هېواد د خپلواکۍ د پیاوړي مبارز وزیر محمد اکبرخان ژوند او کارنامې په زړه پورې ډول بیان شوې دي.

  • د حضرت مقداد بن عمرو رضي الله عنه ژوند

    د حضرت مقداد بن عمرو رضي الله عنه ژوند

    په دې کتاب کې د حضرت مقداد بن عمرو رضي الله عنه د ژوند په اړه تفصیلي معلومات وړاندې شوي دي. لیکوال د حضرت مقداد د اسلام منلو، د رسول الله صلی الله علیه وسلم سره د هغه د وفادارۍ، غزاګانو او د اسلام د خپراوي په لاره کې د هغه د خدمتونو په اړه بحث کوي. دا کتاب د هغو کسانو لپاره دی چې د صحابه کرامو د ژوند او د اسلام په تاریخ کې دلچسپي لري په زړه پورې ګټور مالوماتو ټولګه ده.
  • په افغانستان کې د ناورین ورځني یادښتونه

    په افغانستان کې د ناورین ورځني یادښتونه د افغان- انګلیس لومړۍ جګړه

    په افغانستان کې د ناورین یادښتونه کتاب د افغان-انګلیس د لومړۍ جګړې پرمهال د یوه برېټانوي جنرال د مېرمنې ليډي سېل لخوا لیکل شوې خاطرې او ورځني یادښتونه دي.

    په دغه یادښتونو کې نوموړې لیکوالې د افغان-انګلیس د لومړۍ جګړې په تړاو  د هغه مهال ډېری مهمې چارې یادې کړې دي. په هغه جګړه کې د افغانانو سره د دوی د جګړې په لاملونو، مهمو پېښو، مبارزو او جوړجاړیو بشپړ بحثونه شوي دي.

    یاد کتاب په لومړي ځل په ۱۸۴۳ز کال کې په انګریزي ژبه لیکل شوی دی او پښتو ژبې ته ښاغلي عتیق ځاځي ژباړلی دی. د ژباړن یوه مفصله سریزه او اخریزه او د لیکوالې یوه سریزه او د ورځني یادښتونو بشپړ لړ ټول کتاب په بر کې نیسي، چې په ټوله کې کتاب ۳۲۰ مخونه لري، او اکسوس کتابپلورنځي چاپ او نوی د کتاب بازار ته وړاندې کړی دی.

    د یادونې وړ ده چې ښاغلي ځاځي صېب تر دې مخکې یو بل تاریخي اثر(ستر سکندر او یونانیان د ننني افغانستان په سیمه کې) هم لیکلی و، چې د لوستونکو له تاوده هرکلي سره مخ شو.

  • دوه غازیان؛دمورچل له غېږې د خپلواکۍ تر پولو

    دوه غازیان؛دمورچل له غېږې د خپلواکۍ تر پولو:

    دوه غازیان؛دمورچل له غېږې د خپلواکۍ تر پولو اثر چې د وزیرغلام محمدخان وردګ او غازي بسم الله خان وردګ په ژوند،شخصیت،جهاد،مبارزه او کارنامو باندې په دوو برخو او لسو څپرکیو کې د نعمت الله پټانزي لخوا لیکل شوی دی، دا کتاب به لوستوونکي د وزیرغلام محمد وردګ په پیژندنه، دندو، مبارزو او په اماني دوره کې د خپلواکۍ د بیرته ترلاسه کولو په پار د هغه د ونډې او د خپلواکۍ په یو شمیر تړونونو کې د هغه له رول او په هیواد کې د اقتصادي او سوداګریزو اصلاحاتو او پرمختګونو سره آشنا کړي، همدارنګه دا کتاب به وکولای شي چې تاسو د غازي بسم الله خان وردګ په پیژندنه، داعلیحضرت محمدظاهرشاه او شهید سردار محمد داود خان په وخت کې د اوردو په لیکو کې د هغه د خدمتونو او د روسانو پر وړاندې د هغې د جهاد او مبارزې او نه ستړي کیدونکو هلوځلو او ویاړونو څخه خبر کړي.

  • د هیلو نړۍ

    «د هیلو نړۍ» ګرانو ماشومانو ته ځانګړې کیسې

    یاد کتاب ماشومانو ته د عبرتناکو کیسو ټولګه ده، چې د افغانستان له بېلابېلو ولایتونو څخه مخکښو لیکوالانو په پښتو ژبه د ماشوم د نړیوالې ورځې په پار د شلو اغېزناکو او ګټورو کیسو په چوکاټ کې د یوه کتاب په بڼه چمتو کړې دي؛ چې په تفریحي او روزنیزه داستاني بڼه د ژوندانه مهم ارزښتونه لکه مینه، مهرباني، ورورولي، نظافت او چاپېریال ساتنه ورته تشریح کوي. په دې کیسو یوولس لیکلې شوې او پاتې نهه نورې کیسې له بېلابېلو ژبو لکه: روسي، انګلیسي، اردو، چینايي، هندي، جرمني، فارسي او دري ژبو څخه ژباړل شوې دي.

  • کتاب باید څنګه ولوستل شي

    کتاب باید څنګه ولوستل شي

    کتاب باید څنګه ولوستل شي اثر د کتاب لوستنې پر تګلارو بحث کوي څو له مطالعې سره په ستونزو کې ښکېل لوستونکي پر اغېزناکو او ازمویل شویو لارچارو لارښود او اشنا کړي. که لوستونکو تر دې دمه له کتاب او بل هر مطالعاتي مطلب څخه ښه پایله نه وي ترلاسه کړې د دې کتاب په لوست سره به غوره لارې چارې زده کړي او ګټوره پایله به ورته ولري.
    دغه کتاب په لومړي ځل په ۱۹۴۰ز کال کې د مارتیمر جې ادلر او چارلز لېنکن ون دورن لخوا په انګریزي ژبه لیکل شوی و او نږدې نهه لسیزې کېږي چې بیا بیا چاپېږي او د کتاب لوستونکو ستونزو او لارښوونې ته ځواب ویلی شي.
    له نېکمرغه پښتو ژبې ته یې تازه ژباړه او چاپ هم ترسره شوی چې ښاغلي عبدالله عزام په روانه پښتو ژبه ژباړلی او اکسوس کتابپلورنځي چاپ او خپور کړی.
    کولای شی دغه مهم عملي لارښودی اثر د هېواد له مشهورو کتابپلورځیو یې په مناسبه بیه ترلاسه کړی.
    یاد کتاب دوې سریزې، څلور برخې، ۱۹ څپرکي او ۳۳۶ مخونه لري.

  • د قباله لیکنې لارښود

    د قباله لیکنې لارښود

    د قباله لیکنې لارښود کتاب چې د قبالې پر مفهوم، اهمیت، اصولو، ډولونو، معیاري لیکنې او قانوني ورکړې بحث کوي د ښاغلي نعمت الله پټانزي لخوا  په څلورو څپرکیو کې د معتبرو منابعو څخه په ګټه اخیستنې سره لیکل شوی دی چې په پښتو ژبه کې د قباله لیکنې په برخه کې لومړنی کتاب ګڼل کیږي، دا کتاب کولای شي چې په پښتني سیمو کې د  قباله لیکنې په برخه کې شته ستونزو ته د پای ټکی کیږي.

  • د الهام څراغ

    د الهام څراغ!

    اتل کتاب د نړۍ د دولسو هغه بریالیو کسانو د ژوند کیسې بیانوي چې خپلو موخو ته رسېدلي او نن ورځ اتل ګڼل کېږي.
    په کتاب کې د لیکوالې سربېره د نورو د ژوند او کاروبار د بریا کیسې دي چې لوستونکو ته د انګېزې او فکري پیاوړتیا په برخه کې مهم مطالب لري.
    کتاب په څلورو برخو کې تنظیم شوی چې په لومړۍ برخه کې د انسان پر هیله او ارمان بحث شوی څو دغه غوښتنه مشخصه شي ورپسې د اتلولۍ برخه ده او له هغې وروسته د لټون او څارلو برخه ده او په پای کې د بریا داستان دی چې په ټوله کې ښېرازه ژوندانه تګلاره ګرځېدای شي.

  • د کربت وزرې

    د ګربت وزرې

    د ګربت وزرې د هیواد د تاند شاعر او لیکوال ښاغلي نعمت الله پټانزي لومړۍ شعري ټولګه ده چې په ښکلو او جذباتي شعرونو سره بډایه شوې ده.

  • اتل

    اتل

    اتل کتاب د نړۍ د دولسو هغه بریالیو کسانو د ژوند کیسې بیانوي چې خپلو موخو ته رسېدلي او نن ورځ اتل ګڼل کېږي.
    په کتاب کې د لیکوالې سربېره د نورو د ژوند او کاروبار د بریا کیسې دي چې لوستونکو ته د انګېزې او فکري پیاوړتیا په برخه کې مهم مطالب لري.
    کتاب په څلورو برخو کې تنظیم شوی چې په لومړۍ برخه کې د انسان پر هیله او ارمان بحث شوی څو دغه غوښتنه مشخصه شي ورپسې د اتلولۍ برخه ده او له هغې وروسته د لټون او څارلو برخه ده او په پای کې د بریا داستان دی چې په ټوله کې ښېرازه ژوندانه تګلاره ګرځېدای شي.

    اتل

    ؋170؋250 Add to cart
  • ځواک

    ځواک

    د ځواک کتاب د مینې، مننې، مثبت فکر او د احساساتو ځواک(قدرت) په اغېزو راته بحث کوي چې دغه بشري نعمتونه څنګه کولای شي چې په مټ یې انسان ځان او یا هم بل ځواکمن کولای شي او د دغه پدیدو په مرسته بریا ته رسېدای شي.

  • لار دې قدمونو ته روښانه کېږي

    لار دې قدمونو ته روښانه کېږي

    یاد کتاب د مولانا جلال الدين محمد بلخي رح له شعرونو څخه د ژوند يوويشت استخراج شوې قاعدې دي. چې مشهور ترکي لیکوال هاکان منګوچ د یوه اثر په ګاڼه تدوین کړې، چې پښتو ژبې ته ښاغلي منتشر شاهي ژباړلی او اکسوس کتابپلورنځي چاپ او خپور کړی دی.
    کتاب د ۲۱ قاعدو په چوکاټ کې د مولانا قوانین تشریح کوي چې د اوسنۍ پېړۍ انسان ته د فکر، پوهې او روحاني روزنې لپاره ارزښتمن درسونه وړاندې کوي.

Main Menu