د نیمې شپې کتابتون

؋220؋270 (-19%)

372 in stock

The Midnight Library د نیمې شپې کتابتون ناول
د نیمې شپې کتابتون (The Midnight Library) د برېټانوي لیکوال مېت هېگ مشهور ناول دی چې د نړۍ په گوټ گوټ کې یې د میلیونونو لوستونکو زړونه گټلي دي.

دا کتاب لومړی ځل په ۲۰۲۰م کې خپور شوی او له هماغه وخت راهیسې یې په نړیواله کچه بې‌ساری شهرت خپل کړی دی. دا ناول د نیویارک ټایمز د غوره پلورل شویو کتابونو په لېست کې راغلی او تر اوسه تر ۴۰ زیاتو ژبو ته ژباړل شوی دی؛ چې اوس پښتو هم ورسره یو ځای کېږي.
د نیمې شپې کتابتون ناول د نورا سیډ په نامه د یوې نجلۍ پر ژوند راڅرخي، چې د ژوند له فشارونو، پښېمانیو او رواني ستونزو سره مخامخ ده. نورا فکر کوي چې ژوند یې بې‌مانا دی، ډېرې پښېمانۍ لري او ښه انتخابونه یې نه دي کړي.

د کتاب لیکوال مېټ هېګ د خپل دغه اثر په اړه وایي: ځکه مې ولیکه چې خلکو ته یو داسې څه وړاندې کړم چې د خپل ژوند په ارزښت پوه شي او هغه ته د یوې ارزښتمنې پدیدې په توګه وګوري.

د دې کتاب ژبه ساده، ادبي او عاطفي ده، چې هم د ځوانانو او هم د مشرانو لپاره مناسبه ده.

پښتو ته د دې کتاب ژباړه خورا ارزښت لري. زموږ په ټولنه کې رواني روغتیا یوه داسې موضوع ده چې لا هم پټه ساتل کېږي. دا ناول له لوستونکو سره مرسته کوي چې له ځان سره خبرې وکړي، خپل احساسات وپېژني او دا درک کړي چې ژوند تل دویم چانس یا فرصت لري.

Compare
SKU: 9780316445078 Categories: , ,

Additional information

Author Name

مېټ هېګ

Publisher

اکسوس

ISBN-10

9780316445078

Dimensions

A5 _5.75×8.75 in

Language

پښتو

Print Year

2025/10/18

Book pages

368 Pages

Edition

اول چاپ

Be the first to review “د نیمې شپې کتابتون”

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Reviews

There are no reviews yet.

Main Menu

د نیمې شپې کتابتون

د نیمې شپې کتابتون

؋220؋270 (-19%)

Add to Cart

Select at least 2 products
to compare