او د سولې وهم RAW,ISI د جاسوسۍ پېښلړ
د جاسوسۍ پېښلړ… او د سولې وهم اثر د هند او پاکستان د څارګرو ادارو د مشرانو سره د لیکوال ادیتا سېنها دری اړخیز ډیالوګ دی چې د هند او پاکستان، کشمیر، بلوچستان، افغانستان او د نړۍ له زبرځواکونو سره د دوی په استخباراتي لوبو خبرې شوې دي.
یاد کتاب ۳۶۰ مخونه، ۷ برخې او ۳۳ څپرکي لري، پښتو ژبې ته د اکسوس د ژباړې بورډ ژباړلی او بیاکتنه یې شاغلي محمد زبیر شفیقي کړې ده.
د کتاب لیکوال د پاکستان د ای اس ای له پخواني مشر اسد دوراني، د هندوستان د را ادارې له مشر اې اس دولت سره له هند او پاکستان څخه بهر د ډیالوګونو زمینه مساعده کړې او موخه یې دا ده چې د دوی د هېوادونو او همدارنګه د سیمې او زبرځواکونو سره یې استخباراتي پوهاوی پیاوړی شي او شته ستونزو حل ته ستراتېژیکې لارې ومومي.
د دې کتاب په مطالعې سره لوستونکي کولای شي د هند او پاکستان او همدارنګه د سیمهییزو سیالیو په اړه له ناویلو خبر او د شننې وړ وګرځوي څو د ممکنه بدلونونو سره آګاهانه لوبه وکړی شي.
Additional information
Dimensions | 5.75 × 1.0 × 8.75 cm |
---|---|
Author Name | اې،اېس.دولت، اسد دورانی او ادېتیاسېنها |
Dimensions | A5 _5.75×8.75 in |
ISBN-10 | 9789936626881 |
Language | پښتو |
Book pages | 360 Pages |
Publisher | اکسوس |
Print Year | 2022/11/01 Second Edition |
Reviews
There are no reviews yet.