fbpx
  • د ابن خلدون مقدمه

    د ابن خلدون مقدمه

    د «ابن خلدون مقدمه» کتاب چې عبدالرحمن ابن خلدون لیکلی، په اتمه او نهمه هجري پېړۍ کې د اسلام پر ټولنیز او اقتصادي تاریخ بحث کوي. د دې اثر پښتو ژباړه تکړه او د لسګونو اثارو درلودونکي محمدزبیر شفیقي کړې ده،یو ټوک چې ټولټال نږدې په ۷۸۸ مخونو،  دوو برخو او ۴۰ فصلونو کې راټوله شوې ده.
    دا اثر د ابن خلدون د تاریخ (کتاب العبر) مقدمه ده، چې په هغه کې پر مهمو موضوعاتو او مسايلو بحث شوی دی. کتاب العبر د نړۍ له مهمو تاریخي اثارو ګڼل کېږي، چې په اوو ټوکونو کې لیکل شوی دی. د ابن خلدون مقدمه وروسته خورا مهمه او مشهوره شوه، ان د یوه مستقل اثر ځای یې ونيو.
    د دې اثر یوه ستره ښېګنه دا بلل کېږي، چې نه یوازې په اسلامي نړۍ کې زیات لوستونکي لري، بلکې لا هم په لوېدیځ کې د اکاډمیکو بنسټونو یوه علمي او تاریخي سرچینه اوس هم په اروپا کې په تحصیلي نصاب او اکاډميکو مرکزونو کې دقيقه سرچينه شمېرل کېږي.
     د ابن خلدون په دغه اثر کې د تاریخ، جغرافیې، ټولنپوهنې، ټولنیزو اړیکو، تر نجوم او ستوریو پېژندلو پورې، د نړۍ د مذاهبو، تر لویو امپراتوریو پورې د عروج او زوال لاملونه، د بشر د تاریخ لوړې ژورې، علوم او اړیکې په داسې بڼه لیکل شوې چې لوستونکي د لیکوال پر نبوغ اعتراف او فکر ته هڅوي.
    د ابن خلدون مقدمه د شرق د تاریخ او د شرقي فرهنګ په اړه بډای اثر دی. موږ دې ته متوجه کوي چې اسلامي هېوادونه په تېره شرق څومره غني فرهنګ او تمدن درلود او څنګه اوس له زوال سره مخ شوی دی. د تاریخ لوستل تل درس راکوي، نو د ابن خلدون مقدمه مهم تاریخي درس دی.
    عبدالرحمن ابن خلدون د شرق مهمې تاریخي پېښې، د مسلمانانو حکومتونه، له غیر مسلمانو هېوادونو سره جګړې، تمدن، پرمختګونه، علوم، فنون، هنرونه، روایتونه او په ځینو مواردو کې یې د مسایلو پراخ تحلیل وړاندې کړی دی.
  • هنر سفره آرایی میوه آرایی

    • ISBN:9786006328546
    • Book Author:فاطمه شریفی
    • Publisher:الینا
    • Print Year:1393

Main Menu