د ډیپلوماټیک لارښود په مرسته د ډیپلوماسۍ نړۍ وپېژنئ. که تاسې ډیپلوماټ یاست، له بهرنیانو سره رسمي تعامل لرئ، د کوم وزارت یا ادارې کارکوونکي یاست چې له بهرنیانو سره اړیکې پالئ، په نړیوالو غونډو او کنفرانسونو کې برخه اخلئ، یا د سیاسي علومو او حقوقو پوهنځيو محصلین او یا د سیاست مینهوال یاست؛ نو دا کتاب ستاسې لپاره یوه ارزښتمنه سرچینه ده. ډیپلوماټیک لارښود تاسې ته د ډیپلوماسۍ بنسټیز مفهوم، د ډیپلوماټ ځانګړنې، ډیپلوماټیکې او قونسلي اړیکې، د مؤثرې مذاکرې مهارتونه، رسمي او نړیوال پروټوکولونه، د ډیپلوماټیک چلن مهم اصول او نړیوال سازمانونه په عملي او ساده بڼه تشریح کوي، ترڅو هره ناسته، هر رسمي ملاقات او هر فرصت ستاسې د بریا په لوري بدل شي. دا کتاب د ډیپلوماسۍ یو مسلکي، علمي او عملي لارښود دی چې د ډیپلوماسۍ له الفبا نیولې تر معاصرې ډیپلوماسۍ پورې ټول اړین مفاهیم او مهارتونه په خپله منځپانګه کې را نغاړي.