-
د ځوانۍ پرېکړې او فرصتونه
د ځوانۍ پرېکړې او فرستونه
ځواني د انسان د ژوند هغه پړاو دی چې هره پرېکړه پکې د راتلونکي بنسټ جوړ وي. دا کتاب د همدې مهم پړاو لپاره لیکل شوی، چې د یو ځوان ذهن، اخلاق او ژوند ته رڼا ورکړي. لیکواله نظیفه دفتاڼۍ په ډېر ساده، ژور او ژوند ته نږدې انداز کې هغه موضوعات را اخلي چې د هر ځوان د روزنې، بریا او ارامتیا لپاره اړین دي.؋100؋150 -
د نیمې شپې کتابتون
The Midnight Library د نیمې شپې کتابتون ناول
د نیمې شپې کتابتون (The Midnight Library) د برېټانوي لیکوال مېت هېگ مشهور ناول دی چې د نړۍ په گوټ گوټ کې یې د میلیونونو لوستونکو زړونه گټلي دي.دا کتاب لومړی ځل په ۲۰۲۰م کې خپور شوی او له هماغه وخت راهیسې یې په نړیواله کچه بېساری شهرت خپل کړی دی. دا ناول د نیویارک ټایمز د غوره پلورل شویو کتابونو په لېست کې راغلی او تر اوسه تر ۴۰ زیاتو ژبو ته ژباړل شوی دی؛ چې اوس پښتو هم ورسره یو ځای کېږي.
د نیمې شپې کتابتون ناول د نورا سیډ په نامه د یوې نجلۍ پر ژوند راڅرخي، چې د ژوند له فشارونو، پښېمانیو او رواني ستونزو سره مخامخ ده. نورا فکر کوي چې ژوند یې بېمانا دی، ډېرې پښېمانۍ لري او ښه انتخابونه یې نه دي کړي.د کتاب لیکوال مېټ هېګ د خپل دغه اثر په اړه وایي: ځکه مې ولیکه چې خلکو ته یو داسې څه وړاندې کړم چې د خپل ژوند په ارزښت پوه شي او هغه ته د یوې ارزښتمنې پدیدې په توګه وګوري.
د دې کتاب ژبه ساده، ادبي او عاطفي ده، چې هم د ځوانانو او هم د مشرانو لپاره مناسبه ده.
پښتو ته د دې کتاب ژباړه خورا ارزښت لري. زموږ په ټولنه کې رواني روغتیا یوه داسې موضوع ده چې لا هم پټه ساتل کېږي. دا ناول له لوستونکو سره مرسته کوي چې له ځان سره خبرې وکړي، خپل احساسات وپېژني او دا درک کړي چې ژوند تل دویم چانس یا فرصت لري.
؋220؋270 -
سوی تاج
سوی تاج ناول
سوی تاج تر دوه زره کلونو وړاندې زمانې داستان دی، د یوه ملک، یوې پاچاهۍ، د اشخاصو، قبیلو او ټولنیز نظام کیسه ده چې په کې فکر، احساسات، حماسه، عشق، د قدرت لوبه او ډېرې نورې خبرې شته ديپه دې ناول کې د کرکټرونو او ځایونو نومونه تخیلي دي. په داستان کې د کلاسیسیزم، ریالیزم، جادویي ریالیزم او ځای – ځای د تورې کمېډۍ څرک لیدل کېږي.
په «سوي تاج» ناول کې تر کرکټرونو، موضوعات ډېر مرکزي نقش لري چې دا په پښتو ناولونو کې نوی پیل ګڼلی شو؛ خو داسې هم نه دي شوي چې د مسایلو فکري ژورتیا د داستان جذابیت باندې منفي اغېز کړی وي، په داسې ډول لیکل شوی چې پیلول یې لوستونکی تر پایه له
؋220؋270 -
ژوند جوړوونکي فکرونه
ژوند جوړوونکي فکرونه
دا کتاب د ژوند د مثبت فکرونو، اخلاقو او انساني ارزښتونو یو ښکلی لارښود دی. لیکوال په لنډو او خوږو جملو کې د امید، ازادۍ، خوشحالۍ، صبر، فکر، اخلاقو، کمال او نورو موضوعاتو په اړه د ژوندون درسونه وړاندې کوي.
کتاب لوستونکي هڅوي چې د ورځني ژوند په چاره کې نظم، صداقت او د وخت ارزښت په پام کې ونیسي. د هر فصل پیغام ساده، خو ژوره اغېزه پرېږدي. د ځوانانو، زدهکوونکو او هر هغه چا لپاره ګټور دی چې غواړي خپل ژوند ته د مثبت بدلون لاره ومومي
؋150؋200 -
د ښه ژوند هنر
د ښه ژوند هنر
دا کتاب په اوسنۍ پېړۍ کې د ښه ژوند د پېژندنې په اړه د رالف دوبلي د څېړنو او تجربو ټولګه ده چې په ۵۲ برخو کې یې تنظیم کړې ده.
لیکوال د ښه ژوند په اړه لنډې او منطقي لارې بیانوي چې له لوستونکو سره مرسته کولای شي چې ډېری د ژوند مسایل عادي وګڼي او حقیقي او د کنټرول وړ هغه بیا جدي ونیسي.
لیکوال په سریزه کې وایي چې دا اثر د ۲۱مې پېړۍ لپاره د کلاسیک ژوند فلسفه بللای شو. نوموړی د بریا، خوښۍ او شتمنۍ په اړه نوي او منل شوي تعاریف او تګلارې وړاندې کوي.
کتاب یوه سریزه، ۵۲ بابه او یوه وروستۍ برخه لري.
؋150؋200 -
نرم ځواک
نرم ځواک
د نړیوالو اړیکو په ډګر کې د نړۍ یو له تر ټولو ډېر حواله شوي کتابونو څخه، د امریکايي سیاستپوه او پروفیسور جوزف نای شهکار اثر”نرم ځواک” په پښتو ژبه چاپ او خپور شو.
دا اثر د لیکوال او څېړونکي احمد بلال خلیل له خوا له انګلیسي پښتو ته ژباړل شوی او پنځه څپرکي لري. کتاب د ځواک درېیم ډول، یانې نرم ځواک، راپېژني او ښيي چې هېوادونه څنګه د زور او اقتصاد پر ځای د کلتور، ارزښتونو او بهرني سیاست له لارې پر نورو اغېز کولی شي.
په کتاب کې د امریکا د نرم ځواک سرچینې، د نورو هېوادونو لکه روسیې، چین، هند او اروپايي ټولنې تجربې، او همدارنګه د نړیوال سیاست په ډګر کې د نرم ځواک د کارونې لارې په تفصیل څېړل شوې دي. د امریکا د بهرني سیاست او ډيپلوماسۍ په اړه ځانګړې برخه هم پکې شامله ده.
ژباړن احمد بلال خلیل په سریزه کې دا اثر له درېیو اړخونو ارزښتمن بولي: د ځواک پر نوې بڼې د بحث له امله، د کوچنیو هېوادونو لپاره د هیلې د وسیلې په توګه، او په نړیوالو اړیکو او پالیسۍ جوړولو کې د نفوذ د یوې مهمې لارې په توګه.
د نړیوالو چارو کارپوهانو په خپلو څرګندونو کې نرم ځواک د هېوادونو لپاره د نفوذ، بقا او نړیوالې ډيپلوماسۍ مهم وسیله بللې ده.
د دوی په باور «نرم ځواک» د کوچنیو هېوادونو لپاره د لويې ډیپلوماسۍ غوره چانس دی.
؋220؋300 -
د کوفې تاجر
د کوفې تاجر
په دې کتاب کې د اسلامي فقهې لوی امام ابوحنیفه رح د کاروبار او تجارت په اړه عملي نظریات او اصول راټول شوي دي.
د کتاب لیکوال علي الله متوکل د امام صاحب په کاروباري کړو وړو څېړنه او شننه کړې او په ټوله کې یې د نوموړي اصول ترې راتهیه او د یوه کتاب په چوکاټ کې تدوین کړي دي.
دا کتاب یوه سریزه لري او په لومړیو کې د موضوع پر اهمیت بحث شوی، همدارنګه د امام ابوحنیفه پېژندنه شوې او تر هغې وروسته کاروباري اصول تشریح شوي دي.
کتاب د لسګونه سرچینو څخه تالیف شوی دی.
؋80؋150 -
اسرائیل په فلسطین کې
اسرائیل په فلسطین کې
دغه کتاب د اسراییلو او فلسطین تر منځ د سیاسي، تاریخي او جغرافیایي شخړو ژور تحلیل وړاندې کوي. لیکوال د زرګونو کلونو سیاسي تحولاتو ته د اسنادو او منابعو پر بنسټ کتنه کړې، او دا یې ښودلې چې فلسطین څرنګه د اشغال، استعماري هڅو او نړیوالو دسیسو قرباني شوی. په کتاب کې د فلسطین تاریخي سیمې او ښارون مفصل معرفي شوي، د اسراییلي اشغال پیل او دوام، د صهیونیستي غورځنګ ظهور، د فلسطینیانو مقاومت، د نړیوالو غبرګونونه، او همداراز د اسلامي نړۍ په دریځونو یې مستند بحث کړی دی. کتاب د هغو کسانو لپاره ارزښتناک اثر دی چې غواړي د فلسطین د شخړې ریښه، نړیوال بُعد، او تاریخي اړخونه له نیږدې وپېژني؋270؋350 -
ایګزېټ خزانه ـ پاراکلینیک برخه
ايګزیت خزانه – د پاراكلينيك موضوعاتو مجموعه
دا کتاب د NMLE ازموینې د ریفرنس له مخې چمتو شوی، چې د اناتومي، فارمکالوجي، پتالوجي، فېزيولوژي، مايکروبيولوژي او طبابت اخلاقو جامع او منظم معلومات پکې راټول شوي دي.د ایګزیت، تخصص او دولتي ازموینو لپاره
د زده کړې منظم او باوري مرستندوی!؋500؋700 -
نړیوال قانون په غرب او اسلام کې
نړيوال قانون په غرب او اسلام کې
د نړيوال قانون په اړه یو ارزښتناک او نوښتګر اثر، د “نړيوال قانون؛ په غرب او اسلام کې” تر سرلیک لاندې، د زاهد جلالي له خوا لیکل شوی کتاب دی.
په دې اثر کې د غرب اوسنی واکمن قانون او نظم او هم د اسلامي پېر قانون څېړي او ارزوي. کتاب په ټوله کې پر دوو برخو وېشل شوی دی:
لومړۍ برخه د معاصر نړيوال قانون تعریف، سرچینې، تاریخچه او بنسټیز مفاهیم تشریح کوي. دا برخه د “غربي نړيوال قانون” تر عنوان لاندې د هغو مفاهیمو انتقادي شننه وړاندې کوي چې د غربي تمدن تر چتر لاندې رامنځته شوي دي.
دویمه برخه د اسلامي نړيوال قانون اړوند بحث کوي، چې له سره موخه یې دا ده چې لوستونکي ته دا پیغام ورسوي: اسلامي تمدن هم خپل ځانګړی قانوني سیسټم لري چې باید وپېژندل شي او ورباندې کار وشي.
د لیکوال په وینا:
“دا کتاب هڅه کوي د نړيوال قانون مفاهیم په ساده او روانه ژبه وړاندې کړي، څو یوازې حقوقي محصلین نه، بلکې هر لوستونکی چې له قانون، سیاست او نړیوال نظم سره علاقه لري، استفاده ترې وکړای شي.
دا اثر د علمي بحثونو او فکري هڅو لپاره یو مهم پیل بلل کېږي، او تمه ده چې استادان او څېړونکي یې د لا ژورې مطالعې او پراختیا لپاره وکاروي.؋220؋300 -
د افغانستان پنځه زره کلن تاریخ هېنداره
د افغانستان پنځه زره کلن تاریخ هېنداره
د افغانستان پنځه زره کلن تاریخ هېنداره کتاب د نني افغانستان په اړه چې د نړۍ د لرغونو مدنیتونو څخه دی، د دې جغرافیې د سیاسي، کلتوري او ټولنیزو بدلونونو په اړه یوه هر اړخیزه تاریخي کتنه وړاندې کوي.
یاد کتاب ښاغلي استاد اغا محمد غیرت دراني په ۱۱۶ مخونو کې لیکلی دی.
په دې کتاب کې د بېلابېلو امپراتوریو، جګړو، او سولې د دورو د بیان ترڅنګ، د دې هېواد د ستراتیژیک موقعیت او د نړۍ د زبر ځواکونو په سیالیو کې د هغه رول ته ژوره کتنه شوې ده.
لیکوال د کتاب په سریزه کې زیاتوي چې د دې لنډ تاریخ له لیکلو یې موخه دا ده چې افغانان خپل هویت او لرغونی تمدن وپېژني څو ځوانان او هم افغانستان پېژندونکي د یوه خلص او جامع سرچینې په توګه ترې استفاده وکړی شي او هم د ژورې او پراخې مطالعې فکر او لاره یې ومومي.
د یادونې وړ ده چې د دې اثر ترمخه ښاغلي اغا محمد غیرت دراني د افغانستان د پنځه زره کلن تاریخ او هم اسلامي امپراتورۍ او د افغانستان د پوهنیز بهیر په اړه څو ډوله نقشې جوړې کړې دي چې د ښوونیزو او اکاډمیکو بنسټونو له تاوده هرکلي سره مخ شوې او په لوړ تیراژ خپرې شوې هم دي.؋120؋150 -
کډوالي
کډوالي (ګواښونه،ننګونې،تمې او حقیقتونه(
کډوالي د افغان کډوالو پر ژوند او د هغوی پر وړاندې د کوربه ټولنو د چلند په اړه یو ځانګړی څېړنیز اثر دی، چې په کې د ګواښونو، ننګونو، تمو او حقیقتونو هر اړخیز تحلیل شوی دی. دا اثر د افغان لیکوال دوکتور وحید وطنیار له خوا په پښتو ژبه لیکل شوی دی او یوه سریزه او څلور برخې لري.
د کتاب لومړۍ برخه کې، د کډوالۍ موضوع په تیوریک ډول څېړل شوې ده، او د څېړنې میتودلوژي په واضحه توګه تشریح شوې ده.
په دوهمه برخه کې، د خپل هېواد پرېښودلو سره د ریښو پرې کولو درد او لوېدیځو هېوادونو ته د کډوالۍ پر ننګونو او خطرونو تفصیلي خبرې شوې دي.
په درېیمه برخه کې،کوربه ټولنو ته د کډوالو په رسېدو وروسته ټولنیزې ستونزې او کلتوري توپیرونه ارزول شوي دي، کوم چې هر کډوال یې خامخا تجربه کوي.په څلورمه برخه کې چې وروستۍ برخه ده د کډوالۍ هر اړخیزې اغېزې څېړل شوې دي، د څېړنې پایلې وړاندې شوې دي، او د معتبرو ماخذونو یادونه هم شوې ده.
د دې کتاب لوستل هغو کسانو لپاره ځانګړی اهمیت لري چې د کډوالۍ په روانو ستونزو او د افغانانو په راتلونکي اغېز پوهېدل غواړي.
په ټوله کې د “کډوالي” کتاب د لوېدیځو ټولنو او کډوالو ترمنځ د اړیکو، ستونزو او تمو په اړه یوه نوې څېړنه وړاندې کوي، چې د لوستونکو لپاره یوه نوی لید وړاندې کولای شي.؋100؋150 -
څنګه دوستان پیدا کړئ او پر نورو نفوذ ولرئ
څنګه دوستان پیدا کړئ او پر نورو نفوذ ولرئ
کتاب «څنګه دوستان پیدا کړئ او پر نورو نفوذ ولرئ» د ډیل کارنیګي لخوا لیکل شوی دی. دا کتاب د انسانانو تر منځ د اړیکو ښه کولو او په ټولنیز ژوند کې د نفوذ ترلاسه کولو په اړه مهمې لارې چارې او مهارتونه وړاندې کوي. لیکوال په دې کتاب کې ښيي چې څنګه د نورو خلکو د زړونو ګټلو لپاره ښه اورېدونکي واوسو، د هغوی احساساتو ته درناوی وکړو، او په ښو اړیکو جوړولو کې بریالي شو. کتاب پر دې تمرکز لري چې څنګه په نرمه او مهذبه توګه خلک وهڅوو او په هغوی اغېز وکړو، څو یو باارزښته او بریالی ټولنیز ژوند ولرو.
؋170؋250 -
پاسته زړونه پولادي مازغه
پاسته زړونه پولادي مازغه
دا کتاب په عامه ژبه د مازغو په جوړښت، دندو او د هغه د اهمیت په اړه مفصل معلومات واړندې کوي. کتاب د انساني مازغو په اړه د مختلفو علمي څېړنو او معلوماتو په بنسټ جوړ شوی دی او د ارواپوهنې، شخصیت جوړونې او د مازغو تقویه کولو پّ موضوعاتو کې ځانګړي معلومات لري
په ټولوه کې”پاسته زونه پولادي مازغه” کتاب لوستونکو ته د مازغو په اړه مفصل او ګټور معلومات وړاندې کوي او د ذهني روغتیا او شخصیت جوړونې په برخه کې د هغوی پوهه او مهارتونه لوړوي.
؋140؋180 -
هنرستان
هنرستان د ادبپوهنې بحثونه
“هنرستان” د هنر او ادب د اړیکو په اړه ژورې څېړنې او تحلیلونه وړاندې کوي، چې د هنر مینهوالو او ادبپوهانو لپاره یو ارزښتمنه مرجع بلل کېږي.
دا کتاب چې ۱۲۸ مخونه لري، د ادبپوهنې په اړه مفصل بحثونه وړاندې کوي او په څلورو برخو کې د هنر او ادب ترمنځ اړیکې، د هنر پېژندنه، د هنر او انساني طبیعت، او د ادب هنري اړخونه څېړي.
په لومړۍ برخه کې د انسان او هنري خلاقیت په اړه خبرې کېږي، په دویمه برخه کې د هنرمن شخصیت او هنري لیدلوري ته ژوره کتنه کېږي، په درېیمه برخه کې د ادب هنري اړخونه څېړل کېږي، او په څلورمه برخه کې د یوه اثر د هنر په اړه بحثونه شامل دي.
د کتاب لیکوال یادونه کوي چې یاد اثر یې یوه کوچنۍ اکاډمیکه څېړنه ده او په دې برخه کې به لا هڅه وکړي چې ادبي بحثونو ته لار پرانیزي څو یاده برخه کې څېړنه او شننه لا وده وکړي او د ژبې بډاینه پیاوړې کړي.؋120؋150 -
د رسول الله ﷺ بهرنی سیاست
د رسول الله ﷺ بهرنی سیاست
د رسول الله ﷺ بهرنی سیاست کتاب چې د قرآني لارښوونو، نبوي سیرت او حکومت په رڼا کې د هغه زمانې بهرني سیاست، تګلارو او تعامل ته کتنه کوي، تازه چاپ او د کتاب بازار ته وړاندې شو.
دغه کتاب دوې سریزې او څلور څپرکي لري. په سریزو کې د لیکوال او ژباړن لخوا د دې کتاب په اهمیت، فلسفه او لار نقشه بحث شوی دی. همدارنګه د کتاب په لومړي څپرکي کې د رسول الله ص په زمانه کې د نړۍ په سیاسي جغرافیه بحث شوی، ستر دولتونه، سیمه ییز قدرتونه، د عرب شبه جزیرې او د پیغمبر ص پر دولت یې بشپړ بحثونه کړي دي. د کتاب په دویم څپرکي کې د رسول الله ص د بهرني سیاست پر اهدافو او بنسټونو بحث شوی، چې په دې څپرکي کې یې د بهرني سیاست موخې او اصول څرګند کړي دي.
د کتاب په درېیم څپرکي کې د نبي کریم ص د تصمیم او فیصلې څرنګوالی ښيي، چې فکري باورونو، وحی او ولسي مشورو په کې ځانګړی ځای درلود.
د کتاب په څلورم څپرکي کې د رسول الله ص ستراتېژۍ بیانوي چې په هغې کې تر هرڅه «بلنه» ورته لومړیتوب وه، او د دې تګلارې په کارېدنې یې د اسلامي جغرافیې او جمعیت په وده کې رغنده رول لوباوه. سربېره پر دې د مبارزو تګلارې وې چې په هغې د راسخ عقیدې او سپېڅلې موخې په رڼا کې د لارویانو روزنه او بسیج ځانګړی اهمیت درلود. او د دې څپرکي په درېیمه برخه کې له مبارزو وروسته د سولې او روغې جوړې په اړه د تګلارو لارې چارې بیان شوې دي چې د ډيپلوماسۍ پر مټ دغه تګلارې بریالۍ شوې دي او بشري ټولنو ته یې په سوله او ټیکاو کې د هوساینې موقع په لاس ورکړې ده.؋120؋150 -
وزیر محمد اکبرخان
وزیر محمد اکبرخان تاریخي ناول
“وزیر محمد اکبرخان” یو تاریخي ناول دی چې د وزیر محمد اکبرخان ژوند او کارنامو ته ځانګړی شوی دی، نوموړي غازي د خپل هېواد د خپلواکۍ او پرمختګ لپاره د انګریزانو پر وړاندې مبارزه کړې ده. د ناول په پیل کې، لیکوال د وزیر محمد اکبرخان تاریخي اهمیت او د هغه د کارنامو یادونه کوي، چې څنګه یې په لنډ دېرش کلن ژوند کې د هېواد د خپلواکۍ او پرمختګ لپاره مبارزه کړې ده.
ناول د وزیر محمد اکبرخان د مبارزو، شجاعت، تدبیر او وطن دوستۍ داستانونه بیانوي، چې څنګه یې د انګریزانو پر وړاندې مبارزه کړې او د افغانستان د خپلواکۍ لپاره یې درنې قربانۍ ورکړې دي. په ناول کې د نوموړي غازي د ژوند بېلابېل پړاوونه، د مکناټن وژنه، او د هغه په ژوند کې پر هغه باندې شوې جفاوې او خیانتونه تشریح شوي دي.
سربېره پر دې په کتاب کې
د وزیر محمد اکبرخان د ژوند او کارنامو تفصیل، د افغان انګریز د جګړو تاریخي پېښې،
د وزیر محمد اکبرخان په وړاندې شوې جفاوې او خیانتونه، او د وطن د خپلواکۍ او پرمختګ لپاره د وزیر محمد اکبرخان مبارزې، عمده او محوري موضوعات دي.
د دې ناول د لیکوال محمد زبیر شفیقي په حواله دا ناول د افغانستان د وروستیو پېړیو د تاریخي پېښو او شخصیتونو یو ژوندی انځور وړاندې کوي، او د لوستونکو لپاره د هېواد د خپلواکۍ د پیاوړي مبارز وزیر محمد اکبرخان ژوند او کارنامې په زړه پورې ډول بیان شوې دي.؋300؋450 -
د حضرت مقداد بن عمرو رضي الله عنه ژوند
د حضرت مقداد بن عمرو رضي الله عنه ژوند
په دې کتاب کې د حضرت مقداد بن عمرو رضي الله عنه د ژوند په اړه تفصیلي معلومات وړاندې شوي دي. لیکوال د حضرت مقداد د اسلام منلو، د رسول الله صلی الله علیه وسلم سره د هغه د وفادارۍ، غزاګانو او د اسلام د خپراوي په لاره کې د هغه د خدمتونو په اړه بحث کوي. دا کتاب د هغو کسانو لپاره دی چې د صحابه کرامو د ژوند او د اسلام په تاریخ کې دلچسپي لري په زړه پورې ګټور مالوماتو ټولګه ده.؋120؋150
