-
داغ په نسترن
داغ په نسترن“داغ په نسترن” په مختلفو موضوعاتو شعرونه لري چې په لاندې ډول دي:
مینه او محبت: په دې کتاب کې د مینې او محبت په اړه ګڼ شمېر شعرونه شامل دي چې د عشق او رومانتیکو احساساتو په ژبه لیکل شوي دي.
غم او درد: په دې شعري ټولګه کې د غم، درد او جدایۍ په اړه شعرونه هم شامل دي چې د ژوند د سختیو او د زړه د احساساتو څرګندونه کوي.
ټولنیز وضعیت: د ټولنیزو حالاتو، نابرابریو، او د ښځو د حقونو په اړه شعرونه هم په دې کتاب کې ځای لري.
هیواد او کلتور: د وطن سره مینه، د هیوادپالنې احساسات، او د افغان کلتور ځانګړنې هم په دې شعري ټولګه کې انځور شوي دي.
ژبه او سټایل:
شمائله سلیمي د ساده او ښکلي ژبې په کارولو سره د خپلو احساساتو بیان په یو داسې ډول کوي چې لوستونکي یې په اسانۍ سره درک کولی شي. د هغې شعرونه له احساساتو ډک او ژور مفهومونه لري.هنري او ادبي ارزښت:
“داغ په نسترن” د افغان ادبیاتو په ډګر کې یو مهم اثر ګڼل کیږي چې د ښځو ادبي ونډې ته ځانګړې پاملرنه کوي. دا کتاب نه یوازې د شعر مینوالو لپاره خوندور دی، بلکې د ادبي او هنري ارزښت له مخې هم یو مهم اثر دی.؋270؋350 -
د افغان جګړې پټ تاریخ
د افغان جګړې پټ تاریخ
دوهم چاپ
د افغان جګړې پټ تاریخ کتاب د افغانستان د وروستۍ شل کلنې جګړې په اړه لیکل شوی.د دې کتاب موخه د افغانستان په جگړه کې د امریکا د تېروتنو یوه توضیح ده او دا راته وایي چې سیاسیونو د افغانستان د جگړې په اړه خپل ملت ته څنګه څه نا څه شل کاله دروغ وویل.دا کتاب تر (۱۰۰۰) د زیاتو کسانو په مرکو ولاړ دی چې د افغانستان په جگړه کې مستقیماً دخیل وو. د دې کتاب منابع او ماخذ د سیگار د زده شویو درسونو په نوم پاڼې، شفاهي تاریخي اطلاعات او د رمزفیلډ د واورو بڅرکو په نوم استخباراتي یادښتونه دي چې ټول (۱۰۰۰۰) پاڼو اسنادو ته رسېږی.دغه اثر د افغانستان د سیاسي تحولاتو په درشل کې د اګست میاشتې په وروستیو کې خپور شوی دی.کتاب امریکایي ژورنالېست کریګ وایټلاک لیکلی او رفیق محمد خاورین پښتو ژبې ته ژباړلی.
؋270؋350 -
د ادارې او مدیریت تشریخي قاموس
د ادارې او مدیریت تشریحي قاموس
د ادارې او مدیریت تشریحي قاموس کتاب د هېواد نومیالي لیکوال، ژباړن او استاد ښاغلي پوهاند بشیر دودیال وروستی چاپ شوی اثر دی چې د اکسوس کتابپلورنځي لخوا چاپ او بازار ته وړاندې شوی دی.
یاد تشریحي قاموس د ادارې او مدیریت په برخه کې د سلګونو اصطلاحاتو د تعریف او تشریح ټولګه ده چې په اداري برخه کې د هرې برخې مدیرانو ته په ورځنیو رسمي چارو کې کره او کارېدونکې سرچینه ده.
یاد قاموس د اصطلاحاتو د انګلیسي اصطلاح ترڅنګ د هغه بشپړه پښتو محتوا تشریح کوي.
ټول کتاب یوه سریزه، ۳۲۰ مخونه لري او د اداري اصطلاحاتو د تشریح ترڅنګ د دې څانګې د ډېری مطرح پوهانو ژوندلیکونه او اثار یې هم د پېژندنې په موخه په کتاب کې درج شوي دي.
؋270؋340 -
دکرزي کورنۍ اودافغان غميزه
- ISBN:9789936626409
- Book Author:جاشوه پارټلو
- Publisher:اکسوس
- Print Year:1396
؋270؋351 -
په افغانستان کې د ناورین ورځني یادښتونه
په افغانستان کې د ناورین ورځني یادښتونه د افغان- انګلیس لومړۍ جګړه
په افغانستان کې د ناورین یادښتونه کتاب د افغان-انګلیس د لومړۍ جګړې پرمهال د یوه برېټانوي جنرال د مېرمنې ليډي سېل لخوا لیکل شوې خاطرې او ورځني یادښتونه دي.
په دغه یادښتونو کې نوموړې لیکوالې د افغان-انګلیس د لومړۍ جګړې په تړاو د هغه مهال ډېری مهمې چارې یادې کړې دي. په هغه جګړه کې د افغانانو سره د دوی د جګړې په لاملونو، مهمو پېښو، مبارزو او جوړجاړیو بشپړ بحثونه شوي دي.
یاد کتاب په لومړي ځل په ۱۸۴۳ز کال کې په انګریزي ژبه لیکل شوی دی او پښتو ژبې ته ښاغلي عتیق ځاځي ژباړلی دی. د ژباړن یوه مفصله سریزه او اخریزه او د لیکوالې یوه سریزه او د ورځني یادښتونو بشپړ لړ ټول کتاب په بر کې نیسي، چې په ټوله کې کتاب ۳۲۰ مخونه لري، او اکسوس کتابپلورنځي چاپ او نوی د کتاب بازار ته وړاندې کړی دی.
د یادونې وړ ده چې ښاغلي ځاځي صېب تر دې مخکې یو بل تاریخي اثر(ستر سکندر او یونانیان د ننني افغانستان په سیمه کې) هم لیکلی و، چې د لوستونکو له تاوده هرکلي سره مخ شو.
؋250؋300 -
فکر وکړئ او شتمن شئ
فکر وکړئ او شتمن شئ
دې كتاب كې هغه رازونه راسپړل شوي چې زرګونه كسانو د ژوند په هر ډګر كې تجربه كړي دي. او همدا رنګه واقعيتونه پکې لولئ، په کتاب کې راغلې کيسې تخيلي نه دي. هغه نړيوال واقعيتونه چې له امله يې وړ كسان نه يوازې پر دې پوهېږي چې څه وكړي؟ بلكې پر دې هم پوهېږي چې څنګه يې وكړي؟ او هغه څه مومي چې دوى ترې موخې ته د رسېدو مزل پيلولاى شي. هو ټولې لاسته راوړنې او ټوله شتمني د يوې مفكورې په اساس پیدا کېږي…..
؋250؋350 -
-
د اغیزناکو خلکو ۷عادتونه
- ISBN:9789936653047
- Book Author:سټیفن کو وي
- Publisher:اکسوس
- Print Year:2019
؋250؋325 -
د پښتو شعر هینداره
- ISBN:9789936626485
- Book Author:عبدالباری جهانی
- Publisher:اکسوس
- Print Year:1396
؋240؋312 -
استازی
- ISBN:9789936626072
- Book Author:زلمی خلیلزاد
- Publisher:اکسوس
- Print Year:1397
؋240؋312 -
طالبان له کندهاره تر مزاره
- ISBN:9789936626607
- Book Author:عبدالسلام ضعیف
- Publisher:اکسوس
- Print Year:1398
؋230؋299 -
کتاب باید څنګه ولوستل شي
کتاب باید څنګه ولوستل شيکتاب باید څنګه ولوستل شي اثر د کتاب لوستنې پر تګلارو بحث کوي څو له مطالعې سره په ستونزو کې ښکېل لوستونکي پر اغېزناکو او ازمویل شویو لارچارو لارښود او اشنا کړي. که لوستونکو تر دې دمه له کتاب او بل هر مطالعاتي مطلب څخه ښه پایله نه وي ترلاسه کړې د دې کتاب په لوست سره به غوره لارې چارې زده کړي او ګټوره پایله به ورته ولري.
دغه کتاب په لومړي ځل په ۱۹۴۰ز کال کې د مارتیمر جې ادلر او چارلز لېنکن ون دورن لخوا په انګریزي ژبه لیکل شوی و او نږدې نهه لسیزې کېږي چې بیا بیا چاپېږي او د کتاب لوستونکو ستونزو او لارښوونې ته ځواب ویلی شي.
له نېکمرغه پښتو ژبې ته یې تازه ژباړه او چاپ هم ترسره شوی چې ښاغلي عبدالله عزام په روانه پښتو ژبه ژباړلی او اکسوس کتابپلورنځي چاپ او خپور کړی.
کولای شی دغه مهم عملي لارښودی اثر د هېواد له مشهورو کتابپلورځیو یې په مناسبه بیه ترلاسه کړی.
یاد کتاب دوې سریزې، څلور برخې، ۱۹ څپرکي او ۳۳۶ مخونه لري.؋220؋300 -
پټه جګړه
پټه جګړه
پټه جګړه (۱۹۸۰م) کلونو کې د افغانستان د جګړې اصلي هسته، چې د دې جګړې لومړۍ مرحله یې هم ګڼلای شو، په اصل کې د امریکا او شوروي ترمنځ یوه استخباراتي شخړه او جنګ و. دغه جګړه لومړی د جیمې کارټر او تر هغه وروسته د رونالډ ریګن له خوا CIA ته د یوه رسالت په توګه ورسپارل شوې وه چې هدف یې هم له افغانستان څخه د «شوروي ویتنام» جوړول و. کله چې شوروي په (۱۹۸۹م) کې په افغانستان کې ماتې وخوړه او ځواکونو یې په وتلو پیل وکړ، نو په اسلاماباد کې د CIA مشر د امریکا په تاریخ کې د دې سترې استخباراتي جګړې د ګټلو د زېري په توګه مرکزي دفتر ته یو مشهور او لنډ پیغام واستاوه چې پکې لیکلي یې وو:«موږ وګټله!»
؋220؋300 -
-
پوتین د پانګی او واک کړکیچ
- ISBN:9789936626645
- Book Author:سامی عمارة
- Publisher:اکسوس
- Print Year:1397
؋220؋286 -
د سیاسي اسلام ماته
د سیاسي اسلام ماته
د سیاسي اسلام ماته کتاب د فرانسوي لیکوال اولیویه روه اثر دی چې د اسلامي غورځنګونو پر فعالیتونو یې منتقدانه بحث کړی دی.ددې کتاب په لوستلو سره کولای شو چې د اسلامي غورځنګونو د ځوړتیا او نه پیاوړتیا لاملونه وپېژنو او دا لاره ومومو چې څنګه کېدای شي چې اسلامېزم د نړیوال نظم یوه مطرح برخه شي او د وضعي قوانینو په متورم بازار کې شریعت خپل حاکمیت وساتی شي.
؋220؋300 -
عمومي نړیوال حقوق
-
عمومي نړیوال حقوق
عمومي نړیوال حقوق کتاب چې د حقوقو، شرعیاتو او سیاسي علومو فاکولتو درسي اثر دی.
نوموړی تدریسي اثر د پکتیا پوهنتون رییس او د علمي کادر غړي پوهنمل عبیدالله اخندزاده لیکلی، یوه سریزه، دیارلس څپرکي او ۲۷۲ مخونه لري.
په دې لیکل شوي اثر کې له وروستیو او تازه سرچینو څخه چې د عمومي نړیوالو حقوقو اړوند ټول موضوعات دي، استفاده شوې ده.
د عمومي نړیوالو حقوقو په برخه کې تر ډېره افغانستان کې ژباړل شوي اثار شته خو دغه اثر د قرانکریم او احادیثو سربېره کوم چې د نړیوالو حقوقو اړوند کېږي همدارنګه د معاصرو علماوو چې دغه برخه کې یې لیکل کړي هم مهم مواد رااخیستي او د نړیوالو سازمانونو چې په دې برخه کې د تقنین صلاحیت لري هم استفاده شوې ده.
؋220؋286 -
-
د سکون ښار
د سکون ښار
«د سکون ښار» د عبیدالله حسام لخوا لیکل شوی کتاب دی چې د انسان د معنوي او اخلاقي پرمختګ په اړه خبرې کوي. په دې کتاب کې د ځان پیاوړتیا، اندېښنو د له منځه وړلو، او د ریښتینې مېړانې د ارزښت په اړه بحث شوی دی. کتاب په دې ټینګار کوي چې څنګه انسان کولی شي د دین له لارې خپل شخصیت اصلاح کړي او په شیطاني ګواښونو بریالی شي. همدارنګه، دا پیغام لري چې د دین حقیقي ارزښتونه باید خلکو ته په ساده او روښانه ډول وړاندې شي ترڅو انسان د معنوي سکون او ارامۍ لاره پیدا کړي.
؋200؋250