-
ایکیګای
ایکیګای د جاپانیانو د اوږده او خوشاله ژوند راز«د دې کتاب موخه د جاپانیانو د سل کاله ژوند کولو رازونه راښکاره کول او د داسې لارو چارو په لاس درکول دي، چې په مټ یې تاسو خپل ایکیګای موندلای شی.
د جاپاني وګړو په اند هر څوک یو ایکیګای لري؛ دا هغه څه دي چې فرانسوي فلسفه یې د ژوند کولو سبب او موخه ګڼي. ځینو خلکو خپل ایکیګای موندلی او نور یې اوس هم په لټه کې دي -که څه هم دوی یې په خپل ځان کې لري، فقط موندلی یې نه دی.»
؋120؋150 -
د الهام څراغ
د الهام څراغ!اتل کتاب د نړۍ د دولسو هغه بریالیو کسانو د ژوند کیسې بیانوي چې خپلو موخو ته رسېدلي او نن ورځ اتل ګڼل کېږي.
په کتاب کې د لیکوالې سربېره د نورو د ژوند او کاروبار د بریا کیسې دي چې لوستونکو ته د انګېزې او فکري پیاوړتیا په برخه کې مهم مطالب لري.
کتاب په څلورو برخو کې تنظیم شوی چې په لومړۍ برخه کې د انسان پر هیله او ارمان بحث شوی څو دغه غوښتنه مشخصه شي ورپسې د اتلولۍ برخه ده او له هغې وروسته د لټون او څارلو برخه ده او په پای کې د بریا داستان دی چې په ټوله کې ښېرازه ژوندانه تګلاره ګرځېدای شي.؋120؋150 -
د قباله لیکنې لارښود
د قباله لیکنې لارښودد قباله لیکنې لارښود کتاب چې د قبالې پر مفهوم، اهمیت، اصولو، ډولونو، معیاري لیکنې او قانوني ورکړې بحث کوي د ښاغلي نعمت الله پټانزي لخوا په څلورو څپرکیو کې د معتبرو منابعو څخه په ګټه اخیستنې سره لیکل شوی دی چې په پښتو ژبه کې د قباله لیکنې په برخه کې لومړنی کتاب ګڼل کیږي، دا کتاب کولای شي چې په پښتني سیمو کې د قباله لیکنې په برخه کې شته ستونزو ته د پای ټکی کیږي.
؋120؋150 -
د حضرت مقداد بن عمرو رضي الله عنه ژوند
د حضرت مقداد بن عمرو رضي الله عنه ژوند
په دې کتاب کې د حضرت مقداد بن عمرو رضي الله عنه د ژوند په اړه تفصیلي معلومات وړاندې شوي دي. لیکوال د حضرت مقداد د اسلام منلو، د رسول الله صلی الله علیه وسلم سره د هغه د وفادارۍ، غزاګانو او د اسلام د خپراوي په لاره کې د هغه د خدمتونو په اړه بحث کوي. دا کتاب د هغو کسانو لپاره دی چې د صحابه کرامو د ژوند او د اسلام په تاریخ کې دلچسپي لري په زړه پورې ګټور مالوماتو ټولګه ده.؋120؋150 -
د رسول الله ﷺ بهرنی سیاست
د رسول الله ﷺ بهرنی سیاست
د رسول الله ﷺ بهرنی سیاست کتاب چې د قرآني لارښوونو، نبوي سیرت او حکومت په رڼا کې د هغه زمانې بهرني سیاست، تګلارو او تعامل ته کتنه کوي، تازه چاپ او د کتاب بازار ته وړاندې شو.
دغه کتاب دوې سریزې او څلور څپرکي لري. په سریزو کې د لیکوال او ژباړن لخوا د دې کتاب په اهمیت، فلسفه او لار نقشه بحث شوی دی. همدارنګه د کتاب په لومړي څپرکي کې د رسول الله ص په زمانه کې د نړۍ په سیاسي جغرافیه بحث شوی، ستر دولتونه، سیمه ییز قدرتونه، د عرب شبه جزیرې او د پیغمبر ص پر دولت یې بشپړ بحثونه کړي دي. د کتاب په دویم څپرکي کې د رسول الله ص د بهرني سیاست پر اهدافو او بنسټونو بحث شوی، چې په دې څپرکي کې یې د بهرني سیاست موخې او اصول څرګند کړي دي.
د کتاب په درېیم څپرکي کې د نبي کریم ص د تصمیم او فیصلې څرنګوالی ښيي، چې فکري باورونو، وحی او ولسي مشورو په کې ځانګړی ځای درلود.
د کتاب په څلورم څپرکي کې د رسول الله ص ستراتېژۍ بیانوي چې په هغې کې تر هرڅه «بلنه» ورته لومړیتوب وه، او د دې تګلارې په کارېدنې یې د اسلامي جغرافیې او جمعیت په وده کې رغنده رول لوباوه. سربېره پر دې د مبارزو تګلارې وې چې په هغې د راسخ عقیدې او سپېڅلې موخې په رڼا کې د لارویانو روزنه او بسیج ځانګړی اهمیت درلود. او د دې څپرکي په درېیمه برخه کې له مبارزو وروسته د سولې او روغې جوړې په اړه د تګلارو لارې چارې بیان شوې دي چې د ډيپلوماسۍ پر مټ دغه تګلارې بریالۍ شوې دي او بشري ټولنو ته یې په سوله او ټیکاو کې د هوساینې موقع په لاس ورکړې ده.؋120؋150 -
هنرستان
هنرستان د ادبپوهنې بحثونه
“هنرستان” د هنر او ادب د اړیکو په اړه ژورې څېړنې او تحلیلونه وړاندې کوي، چې د هنر مینهوالو او ادبپوهانو لپاره یو ارزښتمنه مرجع بلل کېږي.
دا کتاب چې ۱۲۸ مخونه لري، د ادبپوهنې په اړه مفصل بحثونه وړاندې کوي او په څلورو برخو کې د هنر او ادب ترمنځ اړیکې، د هنر پېژندنه، د هنر او انساني طبیعت، او د ادب هنري اړخونه څېړي.
په لومړۍ برخه کې د انسان او هنري خلاقیت په اړه خبرې کېږي، په دویمه برخه کې د هنرمن شخصیت او هنري لیدلوري ته ژوره کتنه کېږي، په درېیمه برخه کې د ادب هنري اړخونه څېړل کېږي، او په څلورمه برخه کې د یوه اثر د هنر په اړه بحثونه شامل دي.
د کتاب لیکوال یادونه کوي چې یاد اثر یې یوه کوچنۍ اکاډمیکه څېړنه ده او په دې برخه کې به لا هڅه وکړي چې ادبي بحثونو ته لار پرانیزي څو یاده برخه کې څېړنه او شننه لا وده وکړي او د ژبې بډاینه پیاوړې کړي.؋120؋150 -
د افغانستان پنځه زره کلن تاریخ هېنداره
د افغانستان پنځه زره کلن تاریخ هېنداره
د افغانستان پنځه زره کلن تاریخ هېنداره کتاب د نني افغانستان په اړه چې د نړۍ د لرغونو مدنیتونو څخه دی، د دې جغرافیې د سیاسي، کلتوري او ټولنیزو بدلونونو په اړه یوه هر اړخیزه تاریخي کتنه وړاندې کوي.
یاد کتاب ښاغلي استاد اغا محمد غیرت دراني په ۱۱۶ مخونو کې لیکلی دی.
په دې کتاب کې د بېلابېلو امپراتوریو، جګړو، او سولې د دورو د بیان ترڅنګ، د دې هېواد د ستراتیژیک موقعیت او د نړۍ د زبر ځواکونو په سیالیو کې د هغه رول ته ژوره کتنه شوې ده.
لیکوال د کتاب په سریزه کې زیاتوي چې د دې لنډ تاریخ له لیکلو یې موخه دا ده چې افغانان خپل هویت او لرغونی تمدن وپېژني څو ځوانان او هم افغانستان پېژندونکي د یوه خلص او جامع سرچینې په توګه ترې استفاده وکړی شي او هم د ژورې او پراخې مطالعې فکر او لاره یې ومومي.
د یادونې وړ ده چې د دې اثر ترمخه ښاغلي اغا محمد غیرت دراني د افغانستان د پنځه زره کلن تاریخ او هم اسلامي امپراتورۍ او د افغانستان د پوهنیز بهیر په اړه څو ډوله نقشې جوړې کړې دي چې د ښوونیزو او اکاډمیکو بنسټونو له تاوده هرکلي سره مخ شوې او په لوړ تیراژ خپرې شوې هم دي.؋120؋150 -
د صنعتی نباتاتو تولید
- ISBN:217
- Book Author:محمدآغاډاډمن
- Publisher:مومند
- Print Year:1392
؋130؋156 -
عصری کرنه
- ISBN:9781061610162
- Book Author:محمد آغا ډاډمن
- Publisher:موند
- Print Year:1398
؋130؋156 -
بی لومړیتوبه ولس
- ISBN:6598
- Book Author:حفیظ الله همیم
- Publisher:دانش
- Print Year:1392
؋130؋163 -
د ژورنالیزم اساسات
- ISBN:11022
- Book Author:نوزاد الله ودیر
- Publisher:ختیځ
- Print Year:1399
؋130؋163 -
English for the students of Media Arts 1 Cinema
- ISBN:9789644591853
- Book Author:
- Publisher:
- Print Year:
؋130؋163 -
طراحی صنعتی
- ISBN:9789644592461
- Book Author:جان هسکت
- Publisher:سمت
- Print Year:1393
؋130؋163 -
SURVEYING-I CT-114
- ISBN:3371
- Book Author:M.ABRAR UL HAQUE
- Publisher:
- Print Year:
؋130؋163 -
رهنمود طرزالعمل تخنیک ایمنی معادن
- ISBN:3068
- Book Author:عبدالوحید وحید
- Publisher:
- Print Year:
؋130؋163 -
د ریاضیاتو تاریخ
- ISBN:2312
- Book Author:محمدانور غوری
- Publisher:سعید
- Print Year:1394
؋130؋163 -
زموږ د دښمنانو تور تاریخ او شومی موخی
- ISBN:3098
- Book Author:عبدالمالک همت
- Publisher:مومند
- Print Year:1387
؋130؋165 -
د کرکی او کینی دیانت
- ISBN:3312
- Book Author:محمد محق
- Publisher:
- Print Year:1394
؋130؋165