-
د نیمې شپې کتابتون
The Midnight Library د نیمې شپې کتابتون ناول
د نیمې شپې کتابتون (The Midnight Library) د برېټانوي لیکوال مېت هېگ مشهور ناول دی چې د نړۍ په گوټ گوټ کې یې د میلیونونو لوستونکو زړونه گټلي دي.دا کتاب لومړی ځل په ۲۰۲۰م کې خپور شوی او له هماغه وخت راهیسې یې په نړیواله کچه بېساری شهرت خپل کړی دی. دا ناول د نیویارک ټایمز د غوره پلورل شویو کتابونو په لېست کې راغلی او تر اوسه تر ۴۰ زیاتو ژبو ته ژباړل شوی دی؛ چې اوس پښتو هم ورسره یو ځای کېږي.
د نیمې شپې کتابتون ناول د نورا سیډ په نامه د یوې نجلۍ پر ژوند راڅرخي، چې د ژوند له فشارونو، پښېمانیو او رواني ستونزو سره مخامخ ده. نورا فکر کوي چې ژوند یې بېمانا دی، ډېرې پښېمانۍ لري او ښه انتخابونه یې نه دي کړي.د کتاب لیکوال مېټ هېګ د خپل دغه اثر په اړه وایي: ځکه مې ولیکه چې خلکو ته یو داسې څه وړاندې کړم چې د خپل ژوند په ارزښت پوه شي او هغه ته د یوې ارزښتمنې پدیدې په توګه وګوري.
د دې کتاب ژبه ساده، ادبي او عاطفي ده، چې هم د ځوانانو او هم د مشرانو لپاره مناسبه ده.
پښتو ته د دې کتاب ژباړه خورا ارزښت لري. زموږ په ټولنه کې رواني روغتیا یوه داسې موضوع ده چې لا هم پټه ساتل کېږي. دا ناول له لوستونکو سره مرسته کوي چې له ځان سره خبرې وکړي، خپل احساسات وپېژني او دا درک کړي چې ژوند تل دویم چانس یا فرصت لري.
؋220؋270 -
ژوند جوړوونکي فکرونه
ژوند جوړوونکي فکرونه
دا کتاب د ژوند د مثبت فکرونو، اخلاقو او انساني ارزښتونو یو ښکلی لارښود دی. لیکوال په لنډو او خوږو جملو کې د امید، ازادۍ، خوشحالۍ، صبر، فکر، اخلاقو، کمال او نورو موضوعاتو په اړه د ژوندون درسونه وړاندې کوي.
کتاب لوستونکي هڅوي چې د ورځني ژوند په چاره کې نظم، صداقت او د وخت ارزښت په پام کې ونیسي. د هر فصل پیغام ساده، خو ژوره اغېزه پرېږدي. د ځوانانو، زدهکوونکو او هر هغه چا لپاره ګټور دی چې غواړي خپل ژوند ته د مثبت بدلون لاره ومومي
؋150؋200 -
سوی تاج
سوی تاج ناول
سوی تاج تر دوه زره کلونو وړاندې زمانې داستان دی، د یوه ملک، یوې پاچاهۍ، د اشخاصو، قبیلو او ټولنیز نظام کیسه ده چې په کې فکر، احساسات، حماسه، عشق، د قدرت لوبه او ډېرې نورې خبرې شته ديپه دې ناول کې د کرکټرونو او ځایونو نومونه تخیلي دي. په داستان کې د کلاسیسیزم، ریالیزم، جادویي ریالیزم او ځای – ځای د تورې کمېډۍ څرک لیدل کېږي.
په «سوي تاج» ناول کې تر کرکټرونو، موضوعات ډېر مرکزي نقش لري چې دا په پښتو ناولونو کې نوی پیل ګڼلی شو؛ خو داسې هم نه دي شوي چې د مسایلو فکري ژورتیا د داستان جذابیت باندې منفي اغېز کړی وي، په داسې ډول لیکل شوی چې پیلول یې لوستونکی تر پایه له
؋220؋270 -
کاریزما ټیک رهبر
کاریزماټیک رهبرد باچاخان ژوند،اند او مبارزې ته کتنه
کاریزماټیک “” د افغان ځوان لیکوالو لخوا د باچا خان د ۳۵م تلین په پار لیکل شوی، په دې لیکنو کې د باچا خان د ژوند،اند او مبارزې په اړه هر اړخیزه څېړه او شننه شوې ده. په دې کتاب کې ۲۶ ځوانانو او پېغلو لیکنې کړې دي، چې هر لیکوال د نوموړي شخصیت د ژوند په یوه ځانګړې برخه لیکنه کړې ده. د کتاب په لوستو سره د باچاخان پېژندنه او تفکراتو د تحقیق او پایلو په اړه یې د پام وړ ګټور مطالب تر لاسه کولی شی.
کتاب یوه سریزه لري او په ۱۶۴ مخونو کې ترتیب شوی دی.؋120؋150 -
کډوالي
کډوالي (ګواښونه،ننګونې،تمې او حقیقتونه(
کډوالي د افغان کډوالو پر ژوند او د هغوی پر وړاندې د کوربه ټولنو د چلند په اړه یو ځانګړی څېړنیز اثر دی، چې په کې د ګواښونو، ننګونو، تمو او حقیقتونو هر اړخیز تحلیل شوی دی. دا اثر د افغان لیکوال دوکتور وحید وطنیار له خوا په پښتو ژبه لیکل شوی دی او یوه سریزه او څلور برخې لري.
د کتاب لومړۍ برخه کې، د کډوالۍ موضوع په تیوریک ډول څېړل شوې ده، او د څېړنې میتودلوژي په واضحه توګه تشریح شوې ده.
په دوهمه برخه کې، د خپل هېواد پرېښودلو سره د ریښو پرې کولو درد او لوېدیځو هېوادونو ته د کډوالۍ پر ننګونو او خطرونو تفصیلي خبرې شوې دي.
په درېیمه برخه کې،کوربه ټولنو ته د کډوالو په رسېدو وروسته ټولنیزې ستونزې او کلتوري توپیرونه ارزول شوي دي، کوم چې هر کډوال یې خامخا تجربه کوي.په څلورمه برخه کې چې وروستۍ برخه ده د کډوالۍ هر اړخیزې اغېزې څېړل شوې دي، د څېړنې پایلې وړاندې شوې دي، او د معتبرو ماخذونو یادونه هم شوې ده.
د دې کتاب لوستل هغو کسانو لپاره ځانګړی اهمیت لري چې د کډوالۍ په روانو ستونزو او د افغانانو په راتلونکي اغېز پوهېدل غواړي.
په ټوله کې د “کډوالي” کتاب د لوېدیځو ټولنو او کډوالو ترمنځ د اړیکو، ستونزو او تمو په اړه یوه نوې څېړنه وړاندې کوي، چې د لوستونکو لپاره یوه نوی لید وړاندې کولای شي.؋100؋150 -
کوچني ښېګڼښود
کوچني ښېګڼښود
.کوچني ښېګڼښود کتاب له پیدایښت څخه تر دوه کلنۍ پورې د ماشوم پالنې روغتیایي لارښود اثر دی
.د کتاب لیکوال ډاکټر حضرت علي قمرزی، چې د ماشومانو د ناروغیو متخصص دی، د نوزېږیو او تي خورو ماشومانو او د هغوی د میندو ځینې عامې ستونزې تشریح کړې دي. ده له دغو ستونزو سره د میندو پلرونو او د کورنیو د مشرانو ناسم چلن او د دغو ناسمو کړنو ناوړه پایلې هم په کتاب کې بیان کړې دي
.سربېره پر دې دغه کتاب د ډاکټرانو، قابلهګانو، نرسانو او فارمسیستانو لپاره هم داسې مهمې سپارښتنې لري چې په عملي کولو سره به یې د ماشومانو د ځینو روغتیايي ستونزو مخه ونیول شي
؋60؋100 -
نرم ځواک
نرم ځواک
د نړیوالو اړیکو په ډګر کې د نړۍ یو له تر ټولو ډېر حواله شوي کتابونو څخه، د امریکايي سیاستپوه او پروفیسور جوزف نای شهکار اثر”نرم ځواک” په پښتو ژبه چاپ او خپور شو.
دا اثر د لیکوال او څېړونکي احمد بلال خلیل له خوا له انګلیسي پښتو ته ژباړل شوی او پنځه څپرکي لري. کتاب د ځواک درېیم ډول، یانې نرم ځواک، راپېژني او ښيي چې هېوادونه څنګه د زور او اقتصاد پر ځای د کلتور، ارزښتونو او بهرني سیاست له لارې پر نورو اغېز کولی شي.
په کتاب کې د امریکا د نرم ځواک سرچینې، د نورو هېوادونو لکه روسیې، چین، هند او اروپايي ټولنې تجربې، او همدارنګه د نړیوال سیاست په ډګر کې د نرم ځواک د کارونې لارې په تفصیل څېړل شوې دي. د امریکا د بهرني سیاست او ډيپلوماسۍ په اړه ځانګړې برخه هم پکې شامله ده.
ژباړن احمد بلال خلیل په سریزه کې دا اثر له درېیو اړخونو ارزښتمن بولي: د ځواک پر نوې بڼې د بحث له امله، د کوچنیو هېوادونو لپاره د هیلې د وسیلې په توګه، او په نړیوالو اړیکو او پالیسۍ جوړولو کې د نفوذ د یوې مهمې لارې په توګه.
د نړیوالو چارو کارپوهانو په خپلو څرګندونو کې نرم ځواک د هېوادونو لپاره د نفوذ، بقا او نړیوالې ډيپلوماسۍ مهم وسیله بللې ده.
د دوی په باور «نرم ځواک» د کوچنیو هېوادونو لپاره د لويې ډیپلوماسۍ غوره چانس دی.
؋220؋300 -
نړیوال قانون په غرب او اسلام کې
نړيوال قانون په غرب او اسلام کې
د نړيوال قانون په اړه یو ارزښتناک او نوښتګر اثر، د “نړيوال قانون؛ په غرب او اسلام کې” تر سرلیک لاندې، د زاهد جلالي له خوا لیکل شوی کتاب دی.
په دې اثر کې د غرب اوسنی واکمن قانون او نظم او هم د اسلامي پېر قانون څېړي او ارزوي. کتاب په ټوله کې پر دوو برخو وېشل شوی دی:
لومړۍ برخه د معاصر نړيوال قانون تعریف، سرچینې، تاریخچه او بنسټیز مفاهیم تشریح کوي. دا برخه د “غربي نړيوال قانون” تر عنوان لاندې د هغو مفاهیمو انتقادي شننه وړاندې کوي چې د غربي تمدن تر چتر لاندې رامنځته شوي دي.
دویمه برخه د اسلامي نړيوال قانون اړوند بحث کوي، چې له سره موخه یې دا ده چې لوستونکي ته دا پیغام ورسوي: اسلامي تمدن هم خپل ځانګړی قانوني سیسټم لري چې باید وپېژندل شي او ورباندې کار وشي.
د لیکوال په وینا:
“دا کتاب هڅه کوي د نړيوال قانون مفاهیم په ساده او روانه ژبه وړاندې کړي، څو یوازې حقوقي محصلین نه، بلکې هر لوستونکی چې له قانون، سیاست او نړیوال نظم سره علاقه لري، استفاده ترې وکړای شي.
دا اثر د علمي بحثونو او فکري هڅو لپاره یو مهم پیل بلل کېږي، او تمه ده چې استادان او څېړونکي یې د لا ژورې مطالعې او پراختیا لپاره وکاروي.؋220؋300
