-
د ساختمان ډیزاین او تحلیل
- ISBN:6371
- Book Author:ارسی هیبلر
- Publisher:مسقبل
- Print Year:1398
؋350؋438 -
د خاوری میخانیک او د ځمکی پیاوړی کیدنه
- ISBN:6891
- Book Author:مجاهد بسام
- Publisher:وایګل
- Print Year:1398
؋250؋313 -
SURVEYING-I CT-114
- ISBN:3371
- Book Author:M.ABRAR UL HAQUE
- Publisher:
- Print Year:
؋130؋163 -
THE MERRIAM THE
- ISBN:9780877796060
- Book Author:
- Publisher:DICTIONARY
- Print Year:
؋150؋180 -
جرمنی قاموس
- ISBN:4811
- Book Author:عبدالحمید بهیج
- Publisher:دانش
- Print Year:1388
؋700؋840 -
پښتو پښتو تشریحي قاموس
- ISBN:3311
- Book Author:علومو او اکاډمی څانګه
- Publisher:میهن
- Print Year:2012
- Volume: دری ټوک
؋2,200؋2,640 -
تاریخ روزنامه نګاری بدخشان
- ISBN:9789936805385
- Book Author:صدیقی لعل زاد
- Publisher:پرند
- Print Year:
؋100؋125 -
زولوژی عمومی
- ISBN:4558
- Book Author:قدرت الله اوریاخیل-محمد همایون منیر
- Publisher:سعید
- Print Year:1398
؋310؋372 -
د کبانو روزنه
- ISBN:69812
- Book Author:خوشدل معروف
- Publisher:ختیځ
- Print Year:1393
؋200؋240 -
تکنالوجی تولید تخم سبزیجات
- ISBN:5906
- Book Author:احمد ظاهر یان
- Publisher:قرطبه
- Print Year:1397
؋350؋420 -
پولټری ساینس
- ISBN:6197
- Book Author:سید ضیا الدین بنوری
- Publisher:
- Print Year:
؋230؋276 -
ادویه ها-چاشنی ها و طرز تهیه انواع سس
- ISBN:9789642979103
- Book Author:
- Publisher:زرقلم
- Print Year:1393
؋300؋360 -
نړیوال قانون په غرب او اسلام کې
نړيوال قانون په غرب او اسلام کې
د نړيوال قانون په اړه یو ارزښتناک او نوښتګر اثر، د “نړيوال قانون؛ په غرب او اسلام کې” تر سرلیک لاندې، د زاهد جلالي له خوا لیکل شوی کتاب دی.
په دې اثر کې د غرب اوسنی واکمن قانون او نظم او هم د اسلامي پېر قانون څېړي او ارزوي. کتاب په ټوله کې پر دوو برخو وېشل شوی دی:
لومړۍ برخه د معاصر نړيوال قانون تعریف، سرچینې، تاریخچه او بنسټیز مفاهیم تشریح کوي. دا برخه د “غربي نړيوال قانون” تر عنوان لاندې د هغو مفاهیمو انتقادي شننه وړاندې کوي چې د غربي تمدن تر چتر لاندې رامنځته شوي دي.
دویمه برخه د اسلامي نړيوال قانون اړوند بحث کوي، چې له سره موخه یې دا ده چې لوستونکي ته دا پیغام ورسوي: اسلامي تمدن هم خپل ځانګړی قانوني سیسټم لري چې باید وپېژندل شي او ورباندې کار وشي.
د لیکوال په وینا:
“دا کتاب هڅه کوي د نړيوال قانون مفاهیم په ساده او روانه ژبه وړاندې کړي، څو یوازې حقوقي محصلین نه، بلکې هر لوستونکی چې له قانون، سیاست او نړیوال نظم سره علاقه لري، استفاده ترې وکړای شي.
دا اثر د علمي بحثونو او فکري هڅو لپاره یو مهم پیل بلل کېږي، او تمه ده چې استادان او څېړونکي یې د لا ژورې مطالعې او پراختیا لپاره وکاروي.؋220؋300 -
کډوالي
کډوالي (ګواښونه،ننګونې،تمې او حقیقتونه(
کډوالي د افغان کډوالو پر ژوند او د هغوی پر وړاندې د کوربه ټولنو د چلند په اړه یو ځانګړی څېړنیز اثر دی، چې په کې د ګواښونو، ننګونو، تمو او حقیقتونو هر اړخیز تحلیل شوی دی. دا اثر د افغان لیکوال دوکتور وحید وطنیار له خوا په پښتو ژبه لیکل شوی دی او یوه سریزه او څلور برخې لري.
د کتاب لومړۍ برخه کې، د کډوالۍ موضوع په تیوریک ډول څېړل شوې ده، او د څېړنې میتودلوژي په واضحه توګه تشریح شوې ده.
په دوهمه برخه کې، د خپل هېواد پرېښودلو سره د ریښو پرې کولو درد او لوېدیځو هېوادونو ته د کډوالۍ پر ننګونو او خطرونو تفصیلي خبرې شوې دي.
په درېیمه برخه کې،کوربه ټولنو ته د کډوالو په رسېدو وروسته ټولنیزې ستونزې او کلتوري توپیرونه ارزول شوي دي، کوم چې هر کډوال یې خامخا تجربه کوي.په څلورمه برخه کې چې وروستۍ برخه ده د کډوالۍ هر اړخیزې اغېزې څېړل شوې دي، د څېړنې پایلې وړاندې شوې دي، او د معتبرو ماخذونو یادونه هم شوې ده.
د دې کتاب لوستل هغو کسانو لپاره ځانګړی اهمیت لري چې د کډوالۍ په روانو ستونزو او د افغانانو په راتلونکي اغېز پوهېدل غواړي.
په ټوله کې د “کډوالي” کتاب د لوېدیځو ټولنو او کډوالو ترمنځ د اړیکو، ستونزو او تمو په اړه یوه نوې څېړنه وړاندې کوي، چې د لوستونکو لپاره یوه نوی لید وړاندې کولای شي.؋100؋150 -
د ژوند کاروان
د ژوند کارواند الحاج استاد فضل الله رمضان لخوا لیکل شوی اتوبيوګرافي کتاب دی. دا کتاب د لیکوال د ژوند د تجربو، مبارزو، لاسته راوړنو او ستونزو په اړه خبرې کوي. په دې کتاب کې د هغه د ژوند سفر په زړه پورې او د الهام ډک کیسې بیان شوي دي، چې د لوستونکو لپاره د ژوند د بیلابیلو برخو په اړه مهم درسونه وړاندې کوي.
؋350؋450 -
وزیر محمد اکبرخان
وزیر محمد اکبرخان تاریخي ناول
“وزیر محمد اکبرخان” یو تاریخي ناول دی چې د وزیر محمد اکبرخان ژوند او کارنامو ته ځانګړی شوی دی، نوموړي غازي د خپل هېواد د خپلواکۍ او پرمختګ لپاره د انګریزانو پر وړاندې مبارزه کړې ده. د ناول په پیل کې، لیکوال د وزیر محمد اکبرخان تاریخي اهمیت او د هغه د کارنامو یادونه کوي، چې څنګه یې په لنډ دېرش کلن ژوند کې د هېواد د خپلواکۍ او پرمختګ لپاره مبارزه کړې ده.
ناول د وزیر محمد اکبرخان د مبارزو، شجاعت، تدبیر او وطن دوستۍ داستانونه بیانوي، چې څنګه یې د انګریزانو پر وړاندې مبارزه کړې او د افغانستان د خپلواکۍ لپاره یې درنې قربانۍ ورکړې دي. په ناول کې د نوموړي غازي د ژوند بېلابېل پړاوونه، د مکناټن وژنه، او د هغه په ژوند کې پر هغه باندې شوې جفاوې او خیانتونه تشریح شوي دي.
سربېره پر دې په کتاب کې
د وزیر محمد اکبرخان د ژوند او کارنامو تفصیل، د افغان انګریز د جګړو تاریخي پېښې،
د وزیر محمد اکبرخان په وړاندې شوې جفاوې او خیانتونه، او د وطن د خپلواکۍ او پرمختګ لپاره د وزیر محمد اکبرخان مبارزې، عمده او محوري موضوعات دي.
د دې ناول د لیکوال محمد زبیر شفیقي په حواله دا ناول د افغانستان د وروستیو پېړیو د تاریخي پېښو او شخصیتونو یو ژوندی انځور وړاندې کوي، او د لوستونکو لپاره د هېواد د خپلواکۍ د پیاوړي مبارز وزیر محمد اکبرخان ژوند او کارنامې په زړه پورې ډول بیان شوې دي.؋300؋450 -
د حضرت مقداد بن عمرو رضي الله عنه ژوند
د حضرت مقداد بن عمرو رضي الله عنه ژوند
په دې کتاب کې د حضرت مقداد بن عمرو رضي الله عنه د ژوند په اړه تفصیلي معلومات وړاندې شوي دي. لیکوال د حضرت مقداد د اسلام منلو، د رسول الله صلی الله علیه وسلم سره د هغه د وفادارۍ، غزاګانو او د اسلام د خپراوي په لاره کې د هغه د خدمتونو په اړه بحث کوي. دا کتاب د هغو کسانو لپاره دی چې د صحابه کرامو د ژوند او د اسلام په تاریخ کې دلچسپي لري په زړه پورې ګټور مالوماتو ټولګه ده.؋120؋150 -
په افغانستان کې د ناورین ورځني یادښتونه
په افغانستان کې د ناورین ورځني یادښتونه د افغان- انګلیس لومړۍ جګړه
په افغانستان کې د ناورین یادښتونه کتاب د افغان-انګلیس د لومړۍ جګړې پرمهال د یوه برېټانوي جنرال د مېرمنې ليډي سېل لخوا لیکل شوې خاطرې او ورځني یادښتونه دي.
په دغه یادښتونو کې نوموړې لیکوالې د افغان-انګلیس د لومړۍ جګړې په تړاو د هغه مهال ډېری مهمې چارې یادې کړې دي. په هغه جګړه کې د افغانانو سره د دوی د جګړې په لاملونو، مهمو پېښو، مبارزو او جوړجاړیو بشپړ بحثونه شوي دي.
یاد کتاب په لومړي ځل په ۱۸۴۳ز کال کې په انګریزي ژبه لیکل شوی دی او پښتو ژبې ته ښاغلي عتیق ځاځي ژباړلی دی. د ژباړن یوه مفصله سریزه او اخریزه او د لیکوالې یوه سریزه او د ورځني یادښتونو بشپړ لړ ټول کتاب په بر کې نیسي، چې په ټوله کې کتاب ۳۲۰ مخونه لري، او اکسوس کتابپلورنځي چاپ او نوی د کتاب بازار ته وړاندې کړی دی.
د یادونې وړ ده چې ښاغلي ځاځي صېب تر دې مخکې یو بل تاریخي اثر(ستر سکندر او یونانیان د ننني افغانستان په سیمه کې) هم لیکلی و، چې د لوستونکو له تاوده هرکلي سره مخ شو.
؋250؋300