ستر سکندر او یونانیان د ننني افغانستان په سیمه کې
؋200؋250 (-20%)
ستر سکندر او یونانیان د ننني افغانستان په سیمه کې کتاب یو تاریخي اثر دی چې د سکندر مقدوني او نورو یونانیانو په اړه د ننني افغانستان سیمې ته د هغوی د راتګ، کړنو، سیاست او حکومت په اړه تاریخي بحث کوي.
دا څېړنیز اثر یوه سریزه، اړین اصطلاحات او لسګونه محوري مطالب لري. د کتاب ټوله منځپانګه همدا ده چې سکندر څنګه افغانستان ته راغی، علت یې څه وو، د یونانیانو په راتګ سره څه پېښ شول، همدارنګه دغه بهرنی حضور څنګه پای ته ورسېد او تر ننه یې افغانستان او سیمې ته کوم تاریخي، نظامي او فرهنګي اثار پر ځای پرېښي دي.
د کتاب لیکوال په کابل کې د مخابراتو او ټیکنالوژۍ د انستیتوت پخوانی استاد او د ملګرو ملتونو د سازمان پخوانی مامور دی.
د لیکوال د دې لیکنې موخه او هیله دا ده چې د افغانستان اکاډمیک بنسټونه له دې اثر څخه د یوې کره او مهمې تاریخي سرچینې په توګه کار واخلي او د تاریخ پوهاوي او بډاینې یوه باوري مرجع په توګه وکارول شي.
Additional information
Author Name | عتیق ځاځی |
---|---|
ISBN-10 | 9789936653573 |
Language | پښتو |
Book pages | 288 Pages |
Print Year | 2021/07/08 |
Publisher | اکسوس |
Reviews
There are no reviews yet.